BBC Pashto (@bbcpashto) header
BBC Pashto (@bbcpashto) profile picture

پر اېکس د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ: 00448000121010

London
Joined December 2008
Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)
په تېرو څو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فضا د دیني پوښتنو په ځوابولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې‌ای) د رول په اړه له تودو بحثونو ډکه ده. دغه بحثونه تېر اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د "قاف" په نوم د یوه کاریال (اپلیکېشن) له خپرېدو وروسته، لا پسې پراخ شول. bbc.in/4sGpi8c
1
1,399
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې ۵۰۴ منډې وکړې او نسبتا لوړ هدف یې کېښود. د افغانستان له اړخه محمد سليم او قيس احمد هر يوه دری دری، ضيا الرحمان اکبر دوې، ضيا الرحمان شريفي او حشمت الله شیهدي يوه یوه وېکټه واخيسته.
1,695
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دی، خو پخپله د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري. د دغه ظرفیت اندازه له ۲۲۵ ګېګاواټه زیاته اټکل شوې ده. دا دومره انرژي ده، چې د برېښنا ته د بریتانیا اوسنۍ ټوله اړتیا پوره کولی شي. bbc.in/47XwuU7
12
1,947
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانینو کې د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو پلانونه اعلان کړل. بي‌بي‌سي په دې اړه خپلې پوښتنې په برېتانیا کې د کډوالۍ له وکیل، فرید وردګ، سره شریکې کړې دي.
3
1,751
د پيرو چارواکي وايي چې په هوايي ډګر کې یې تر ۳۰۰۰ ډېرې غڼې نیولې او ضبط کړې دي. دوی ویلي چې دا (تارانټولا) ډوله ببرې غڼې درو بهرنیو وګړو په جرابو کې پټې کړې او په خپلو بکسونو کې یې جرمني‌ته لېږدولې چې ونیول شول.
11
4,121
کله چې په برېښنایي ټال (رولر کوسټر) کې کینئ، زړه مو په تېزۍ درزېږي، ګېډه مو نا ارامه وي حس کوئ چې پښې مو کمزورې شوې دي او بدن مو رېږدي. د ډېرې وېرې او هیجان حس درته پیدا کېږي، فکر کوئ چې اوس به په ځمکه لګېږئ خو بیا ولې له دغې تجربې خوند اخلئ؟
2
1
15
4,418
په ویډیو کې لیدل کېږي چې د ژغورنې یوه ډله په هند کې د کیندنې ماشین د سلواغې یا ډولچې په کارولو هغه کارګران ژغوري چې د یوه له اوبو ډک شوي سیندګي په منځ کې بند پاتې وو.
6
3,402
د امریکا د کولوراډو ایالت د سان خوان سیند اوبه په دوو اوونیو کې دوه ځلې له خپل مسیره ووتلې او شاوخوا سیمه یې لاندې کړې. په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یو کوچنی لرګین کور د سیند اوبو پر مخ اخیستی دی او دې مزل کې یې له یوه پله سره ټکر کوي، چې دړې وړې کېږي.
4
12
3,369
بي بي سي ته د بریتانیا د هکرانو بیاسمون يوه داسې پراخېدونکي پروګرام ته ځانګړی لاسرسی ورکړل شوی، چې د پولیسو له لوري چلېږي، چې له مخې يې ځوانان له انټرنېټي جرمونو واړوي. جو ټایډي له هغو ځوانو هکرانو سره خبرې کړې چې په دغه پروګرام کې شامل دي.
1
5
2,284
د امریکا مشرانو جرګې لپاره د دوو سره نژدې سياليو برخليک لا هم نه دی روښانه شوی، يوه الاسکا او بله مېسيسيپي ده، چې ډيموراټ کانديد سکاټ کالم په کې د خپلې جمهورۍ سيالې سينډي هايډ-سمېت پر وړاندې د يوازې ۱۱۳۸ رايو په توپير خپل مخکېوالی پراخ کړی. کارل نزمان نور حال درکوي:
1
11
2,526
د امریکا مخکښ ډیموکراټان بيا راتلونکي کانګرېس کې د خپلو لومړیتوبونو پر کاږلو بوخت دي. لوړې بیې، حساب کتاب او د ايران پر وړاندې د جګړې پای ته رسول يې سر کې دي. د بي بي سي خبريال کلايو ماير پرې دا راپور چمتو کړی دی.
1
27
2,789
امریکا کې جمهوريان بيا پر خپلې يوې تر ټولو ناوړه ناکامۍ د پوهېدو هڅه کوي، او د ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته مودې کې د خپل ګوند پر راتلونکي غور کوي. د بي بي سي شمالي امريکا خبريالې سارا سمېت پرې دا راپور جوړ کړی دی:
11
130
10,610
ډیموکرات ګوند د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې دواړه ګټلي او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره یې د کانګرس کنټرول خپل کړی دی. bbc.in/4z6xuQF
16
2,906
د امریکا په سیاسي ډګر کې د یو شمېر عربي الاصله او مسلمانو سیاستوالو پام‌وړ حضور لیدل شوی، چې د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو او همدارنګه د ایالتونو په مقننه شوراګانو کې یې څوکۍ ګټلې دي.
6
28
200
10,859
د نړۍ او د پرتګال د فوټبال یو مشهور ستوری کرسټیانو رونالډو په خپل ملي لوبډله کې له لوبېدو استعفا ورکړې ده. رونالډو د خپل هېواد په ګټه ۱۴۶ ګولونه وهلي دي. نوموړي ۲۳۴ لوبې کړې دي. دا دواړه په نړیوال ریکارډونه کې راغلي دي.
3
1
87
7,228
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې خپلو بنګله‌دېشي همزولو ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه. د نور محمد سعید په دې رپوټ کې د دې سیالیو مخینې ته یوه لنډه کتنه شوې:
3
22
3,452
په دې ویډيو کې هغه شېبه وینئ چې د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست چارواکي وايي، څه باندې ۳۰۷ زره پټاکۍ یې له منځه وړې دي.
3
36
6,955
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې خپلو بنګله‌دېشي همزولو ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه. bbc.in/48zvIN8
4
29
2,953
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلو د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې بنګله دېش ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. bbc.in/4iFvUiM
11
2,988