Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb) header
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb) profile picture

په دوبۍ کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ رسمي پاڼې ته ښه راغلاست. Welcome to the official page of Afghanistan .Consulate in Dubai

Joined July 2023
Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)Photo by Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE (@AfgConsulateDxb)
د رخصتۍ خبرتیا په دوبۍ کې د ا.ا.ا د لویې قونسلګرۍ محترمو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د بشریت د ستر لارښود، حضرت محمد مصطفی (ص)، د میلاد په مناسبت به دغه قونسلګري د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۶مه نېټه، چې له ۲۰۲۶/۰۸/۲۸ نېټې سره سمون خوري، رخصت وي.
321
که د مرحوم کوم خپلوان یا د کورنۍ غړی په متحده عربي اماراتو کې شتون لري، په ډېر درنښت غوښتنه کېږي چې په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. او که د هغه کورنۍ یا اقارب په افغانستان کې وي، مهرباني وکړئ له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: 📞 00971509744069 روح دې یې ښاد. 2/2
د پیژندې خبرتیا. په ډیرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې زموږ یو افغان ورور، مرحوم غفور خادور، د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی، شاوخوا ۴۰ کلن، په متحده عربي اماراتو کې وفات شوی دی. تر اوسه پورې د مرحوم هېڅ ډول خپلوان یا د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي. 1/2
1
310
د پیژندې خبرتیا. په ډیرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې زموږ یو افغان ورور، مرحوم غفور خادور، د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی، شاوخوا ۴۰ کلن، په متحده عربي اماراتو کې وفات شوی دی. تر اوسه پورې د مرحوم هېڅ ډول خپلوان یا د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي. 1/2
1
2
510
2…. لویې قونسلگرۍ له ټولو گډونوالو مننه وکړه او د رب العالمین له دربار څخه یې د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا او د کورنیو لپاره د صبر دعا وکړه.
په دوبۍ کې د ا.ا.ا. لویې قونسلگرۍ د ختیځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د تعزيت په پار د فاتحې مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د یوشمېر هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، دیني عالمانو، سوداگرو او مېشتو افغانانو گډون وکړ او د شهیدانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.
1
3
703
په دوبۍ کې د ا.ا.ا. لویې قونسلگرۍ د ختیځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د تعزيت په پار د فاتحې مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د یوشمېر هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، دیني عالمانو، سوداگرو او مېشتو افغانانو گډون وکړ او د شهیدانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.
1
2
1,167
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
تازه: په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته زیری ورکوو چي په نژدې راتلونکي کې به دالمان هېواد په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بیا فعاله کړي. د يادو خدمتونو بيا پيل سره به په اروپایي هېوادونو کې د پاسپورټ پلوه د افغان وګړو ستونزو ته فعاله رسېدنه وشي.
4
64
5
409
11,594
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.
8
25
162
7,360
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د حکومت د رسنیو په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام 🔴
6
99
4
282
17,871
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د افغانستان اسلامي امارت، ازبکستان جمهوریت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ا.ا.ا د فواید عامې، د ازبکستان د ټرانسپورت او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ د ټرانس افغان وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.
26
105
9
547
35,358
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو مخلص او زحمت‌کښ دیپلومات، ښاغلی فیضان الله ناصري، چې د ایران په مشهد ښار کې د قونسل په توګه دنده ترسره کوله، د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. فیضان الله ناصري یو دیندار، متواضع، خدمت‌ګار او وطن‌پال شخصیت و، چې د خپلې دندې پر مهال یې تل له اخلاص، او ایماندارۍ څخه کار اخیسته. د نوموړي مړینه موږ ټولو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده. په دوبۍ کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ مشرتابه او رهبري د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګندوي، او د هغه کورنۍ، ملګرو او ټولو خواخوږو ته تسلیت وړاندې کوي. خدای ج دې ټولو ته صبر، او مرحوم ته دې خپل رحمت، مغفرت او د فردوس جنت لوړې درجې نصیب کړي. روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې.
1
1
293
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د افغان محصلینو لپاره په سکای لاین پوهنتون کې سکالرشیپونه! په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسلګرۍ د لوړو زده کړو په برخه کې د هڅو په دوام، د سکای لاین پوهنتون سره د افغان محصلینو لپاره د سکالر شیپونو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د د غه هوکړه لیک په اساس به هغه افغان محصلین چې غواړي د لیسانس او ماسترۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړي کولای شي چې د 15٪ څخه تر 75٪ پورې تخفیف تر لاسه کړي. دا هوکړه لیک د افغان محصلینو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې مهم ګام دی، چې له یوې خوا به د هغوی تحصیلي فرصتونه زیات کړي او له بلې خوا به د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مرسته وکړي. دا همکاري نه یوازې د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، بلکې افغان محصلینو ته په نړیوال ډګر کې د نویو پرمختګونو او فرصتونو په رامنځته کولو کې هم ګټور تمامیدای شي. په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسلګرۍ په هڅه کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د شته پوهنتونو سره د ورته هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره افغانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي. په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسل ښاغلي عبدالرحمن فداء د سکای لاین پوهنتون د مشرتابه څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې د نورو همکاریو غوښتونکی شو. د نورو معلوماتو لپاره او یا په اسکای لاین پوهنتون کې د تحصيلي بورسونو د ترلاسه کولو لپاره، خپل تعلیمي یا تحصیلي اسنادونه لاندې ایمیل ادرس ته راولیږئ، او یا هم د قونسلګرۍ اړوند څانګې ته مراجعه وکړئ. ایمیل ادرس: [email protected]
3
5
444
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د رخصتۍ خبرتيا په دوبۍ کې د افغانستان د ا.ا د لویې قونسلګرۍ محترمو مراجعینو ته خبر ورکول کیږي چې له امریکایي اشغال څخه د ګران هیواد د فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت به، د قونسلګرۍ خدمتي چاري د راتلونکې چهارشنبې ورځ، د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د زمري ۲۴مه نیټه، چې د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۴مې نیټې سره سمون خوري، رخصت وي. له درنو مراجعینو څخه هیله کیږي چې د قونسلګرۍ د خدماتو د تر لاسه کولو لپاره د پنجشنبې ورځ، د زمري ۲۵مه نیټه، چې د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۵مې نیټې سره سمون خوري، مراجعه وکړي. الله تعالی دې زمونږ هیواد ته د تلپاتې امن او پرمختګ لاره هواره کړي، او دا اسلامي نظام دې رب تعالی دایم غښتلی ولري. له امریکایي اشغال څخه د هیواد د فتحې او خپلواکۍ ورځ دې ټولو ته مبارک وي. په درنښت، د قونسلګرۍ د مطبوعاتو او کلتوري چارو څانګه --------------------- اطلاعیه رخصتي به اطلاع عموم مراجعین محترم جنرال قونسلگری ا.ا افغانستان مقیم دبی رسانیده می‌شود که به مناسبت سالروز پیروزی و استقلال کشور عزیزمان، خدمات این قونسلگری روز چهارشنبه، ۲۴ اسد سال ۱۴۰۳ هجری شمسی، که برابر با ۱۴ آگست ۲۰۲۴م می‌باشد، رخصت خواهد بود. از مراجعین محترم خواهشمندیم که برای دریافت خدمات قونسلگری روز پنجشنبه، ۲۵ اسد، که برابر با ۱۵ آگست ۲۰۲۴م می ‌باشد، مراجعه نمایند. از خداوند متعال خواستاریم که صلح و پیشرفت پایدار برای کشورمان به ارمغان آورد و نظام اسلامی را همواره مستحکم نگه دارد. سالروز پیروزی و استقلال کشور از اشغال آمریکایی‌ها را به همگان تبریک می‌گوییم. با احترام، بخش مطبوعات و امور فرهنگی قونسلگری
1
1
1
315
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د اختر په مناسبت د قونسلګرۍ د رخصتۍ اړوند… نور حال په راپور کې…. The consulate will be closed from Monday, June 17, 2024, to Friday, June 21, 2024, in observance of Eid al-Adha. Services will resume on Monday, June 24, 2024. #qahraman #EidAlAdha #HolidayNotice #ConsulateClosure #Eid2024
2
1
4
342
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
بخالص الحزن والمواساه تتقدم القنصلية العامة لجمهورية أفغانستان الإسلامية في دبي والإمارات الشمالية بنعي فقيد الوطن المغفور له بإذن الله تعالى الشيخ/ هزاع بن سلطان بن زايد آل نهيان، نائب حاكم إمارة أبوظبي، داعين المولى عزوجل ان يتغمده الله بواسع رحمته وأن يدخله فسيح جناته. "إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ" ____________ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ. په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن ورځ د ابوظبي مرستیال واکمن اعليحضرت الشيخ/ هزاع بن سلطان بن زايد آل نهيان، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي. په دوبۍ او شمالي اماراتو کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ رهبري په اماراتو کې د مېشتو افغانانو په استازېتوب د متحده عربي اماراتو مشرتابه، حكومت او د عربي، او اسلامي نړۍ ټول ولس ته د زړه له تله د تسلیت مراتب وړاندې کوي. او دعا کوي چې نوموړي ته دې رب تعالی مغفرت وکړي او جنتونه دې ورنصیب شي. اللهم اغفر له وارحمه واسكنه الفردوس الأعلى وأبدله دارا خيرا من داره واجعل قبره روضة من رياض الجنة. روح یې ښاد
1
2
417
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
"The consulate will be closed tomorrow, April 17th." #Qahraman #dubairain #vocation
3
1
2
587
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د نن ورځې د بريا په تړاو د افغان جنرال قونسل ښاغلي عبدالرحمن فداء د مبارکۍ پيغام او د راتلونکو لوبو لپاره د برياو هيلې……… نور حال په ويډيو کې… #qahraman #Cricket @FidaMadani – at Dubai, United Arab Emirates
3
12
637
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د رخصتۍ خبرتیا په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ محترمو مراجعينو ته خبر ورکول کيږي، چې په کوربه هیواد (متحده عربي اماراتو) کې د اټکل شوو دوامداره ورښتونو له امله او د خراب موسم د احتمالي خطرونو څخه د خپلو هیوادوالو او همکارانو د خوندیتوب او هوساینې په پار به سبا دوشبنې ورځ د روان ۲۰۲۴م کال د (فبروري ١٢ نیـټه) د قونسلګرۍ چاري رخصت وي. له درنو مراجعینو څخه هیله کیږي چې د قونسلګرۍ د خدماتو د تر لاسه کولو لپاره د سه شنبه ورځ د روان ۲۰۲۴م کال د (فبروي ١٣ نيټې) سره سم مراجعه وکړي. په درنښت په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ د مطبوعاتو او کلتوري چارو څانګه ________ اطلاعیه رخصتی به اطلاع عموم مراجعین محترم جنرال قونسلگری افغانستان مقیم دبی رسانیده میشود که با توجه به بارندگی های دوامدار در کشور میزبان (امارات متحده عربی) و به منظور حفاظت و اسايش هر چه بيشتر هموطنان و همکاران خويش از خطرات احتمالی آب و هوا نامناسب جاري، فردا دوشنبه (١٢ فبروري) سال ۲۰۲۴م اين قونسلگري رخصت خواهد بود. مراجعين گرامي ميتوانند که برای دريافت خدمات قونسلی، روز سه شنبه به تاریخ (١٣ فبروري) سال ۲۰۲۴م مراجعه نمايند. با احترام بخش مطبوعاتی و امور فرهنگی جنرال قونسلګري افغانستان مقيم دبی
1
1
290
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
د قونسلګرۍ د خدماتو اړوند….. په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ رهبري د يوې مغرضي فيسبوکي رسنۍ هغه ادعاوې چې ګواکې قونسلګرۍ کې د خدماتو پر وړاندې کولو کې فساد روان دی, په کلکه ردوي. په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ تر ټولو شفاف, پر وخت، پرته له کوم سمتي، ژبنيز او قومي توپيره او د ولس په خوښه قانوني خدمات وړاندې کوي. دا چې يوې مشخصې مغرضي رسنۍ د ا.ا.ا د رهبرۍ لاندې د قونسلګرۍ پرمختګ، کاميابي، شفافيت، غوره، او پر وخت خدمتونه نشي زغملی، نو غواړي چې د قونسلګرۍ په اړه د ولس اذهان مغشوش کړي. په قونسلګری کي د هيوادوالو د اسانتيا، د لا ډير شفافيت او د پيسو د انتقال د مصونيت پخاطر قونسلګرۍ د متحده عربي اماراتو يوه بانک سره کلونه مخکې قرارداد کړی، او د کلونو راهيسې د ياد بانک څانګه قونسلګرۍ کې فعاليت کوي، ياده څانګه قونسلګرۍ کې د (cashier) په نوم ياديږي، او په (cashier) کې ناست کارمند د بانک لخوا تعين کيږي، او کيدی شي چې د مختلفو هيوادونو تبع اوسي، او د ياد کارمند مسووليت د ټولو خدماتو فيسونو اخيستل او مستقيما يې د قونسلګرۍ بانکي اکاونټ ته جمع کول دي. ياد کارمند د هر ډول خدماتو د فيس اخيستلو په بدل کې رسيد ورکوي، او د يادې چارې شاهدان هغه افغانان دي چي په ورځني ډول قونسلګرۍ ته د خدماتو د ترلاسه کولو پخاطر راځي. په دوبۍ کې د افغانستان لويه قونسلګرۍ د ټولو افغانانو کور دی، او اماراتو کې ميشتو هيوادوالو ته د غوره او شفافو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ځان ژمڼ ګڼي، او تل به يې د ټولو هيوادوالو پر مخ دروازې د هر ډول قانوني خدمتونو لپاره خلاصې وي. په درنښت
1
1
1
1
464
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
۱۱ قوس ۱۴۰۲ متحده عربي اماراتو ابوظبې ښار کې د افغانستان سفارت په تالار کې د افغانستان ګڼ شمېر تاجرانو له سرپرست سفیر م. بدر الدین سره وکتل، نوموړي د وینا په ترڅ کې وویل : په ابوظبي کې د افغانستان سفارت او په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ په ګډه د مشرتابه د هدایاتو سره سم د افغانستان ټولو وګړو ته پرته له کوم توپيره يو ډول خدمات وړاندې کوي، د سفارت او قونسلګرۍ دروازې د هر ډول قانوني خدماتو لپاره د مسافرو پر مخ خلاصې دي. اوس مهال په هيواد کې پوره امن دی، او د ټولو هيوادوالو لپاره د هر ډول قانوني پانګونی زمینه مساعده ده، د ا.ا.ا ستاسو هر ډول اصولي همکاريو ته ژمن دی. لاندې وټس اب چینل هم درسره فالو کړئ. whatsapp.com/channel/0029VaE…
2
1
9
945
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweeted
Happy 52nd UAE national day. #qahraman #dubai #nationalday #uae
2
1
3
454