Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd) header
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd) profile picture

Deputy Spokesman of the Islamic Emirate of Afghanistan دافغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند/معاون سخنگوی امارت اسلامی افغانستان

Joined March 2024
Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)Photo by Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd)
د عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله تعالی د فرمانونود اغېزو علمي-څیړنیز کنفرانس پرېکړه لیک
6
1
35
1,590
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی به مسئولین ولایت میدان وردک، توصیه های مهم نمود زعیم امارت اسلامی شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، در حالیکه از سوی محترم ملا عبدالحق وثیق رئیس عمومی استخبارات و والیان غزنی و زابل همراهی می گردید، به ولایت میدان وردک سفر کرد. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی طی دیداری با محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه والی میدان وردک و شماری از مسئولین محلی، ضمن صحبت در مورد وضعیت عمومی ولایت متذکره و همچنان اطاعت و هماهنگی و انجام بهتر امور اداری، در خصوص گسترش علم و معارف، احترام به مقام علما، تحکیم عدالت، اصلاح جامعه، وحدت، اطاعت و تقویت امنیت تأکید ورزید. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی به مسئولین در راستای انجام بهتر امور هدایت داد و ضمن تأکید ویژه به توسعه علم و معارف، گفت که علم باید به هر دره برسد و به علما احترام شود، زیرا بقا و تحکیم نظام در مشورت با علما و قدردانی قشر علمی نهفته است. موصوف بر وحدت و همبستگی میان مسئولان تأکید کرد و گفت که برای تقویت و بقای نظام اسلامی، لازم است تمامی مسئولان با روحیه احترام متقابل، هماهنگی و اطاعت، وظایف خود را انجام دهند و برای حفظ نظام از هیچ‌گونه فداکاری دریغ نکنند. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی به مسئولین محاکم، گفت که محاکم، اهداف نظام اسلامی و جهاد را عملی می‌سازند. وی افزود که سایر مسئولان باید با محاکم، اداره امر بالمعروف و نهی عن المنکر و مجاهدین امنیتی، همکاری و هماهنگی دوامدار داشته باشند تا عدالت در جامعه تقویت، فساد ریشه‌کن، معروفات برپا و امنیت به‌گونه بهتر تأمین شود. محترم شیخ صاحب در جریان سفر خود، به‌جای مسجد جامع‌ای که در ولایت میدان وردک در دوره اداره پیشین تخریب شده بود، سنگ تهداب یک مسجد جامع جدید را گذاشت و همچنان یک شفاخانه ۲۰۰ بستر را به مساحت ۲۹ جریب به ارزش بیش از ۳۶۵ میلیون افغانی، تهداب گذاری کرد. جلسه با قرائت دعای خیر از سوی عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی برای نظام و مردم، به پایان رسید. تاریخ: ۱۴۴۸/۶/۸ ۲۸ عقرب ۱۴۰۵
2
5
1
26
2,745
His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him) Issues Important Directives to Officials in Maidan Wardak Province November 19, 2026 The leader of the Islamic Emirate of Afghanistan, His Highness Sheikh-ul-Islam Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him), travelled to Maidan Wardak Province, accompanied by the Director General of Intelligence, Mullah Abdul Haq Wasiq, and the governors of Ghazni and Zabul provinces. During a meeting with the Governor of Maidan Wardak Province, Alhaj Mullah Khairullah Khairkhwah, and a number of local officials, His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him) discussed the overall situation in the province, obedience and coordination, and the effective administration of official affairs. He also emphasised the advancement of religious and modern education, respect for the status of religious scholars, the establishment of justice, social reform, unity, obedience, and the strengthening of security. His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him) issued directives to officials regarding the effective discharge of their responsibilities. Placing particular emphasis on the expansion of knowledge and education, he stated that education must reach every valley and that religious scholars must be accorded due respect, as the survival and strength of the Islamic government depend on consultation with religious scholars and recognition of the educated class. His Highness stressed the importance of unity among officials, stating that, to ensure the strength and continuity of the Islamic government, all officials must discharge their duties in a spirit of mutual respect, coordination, and obedience, and must not hesitate to make any sacrifice in safeguarding the Islamic government. His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him) instructed judicial officials that the courts must implement the objectives of the Islamic government and Jihad. He further directed other officials to maintain continuous cooperation and coordination with the courts, the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice, and security personnel, so that justice may be strengthened throughout society, corruption eradicated, good deeds upheld, and security further reinforced. During his visit to Maidan Wardak Province, His Highness laid the foundation stones for a congregational mosque to be constructed on the site of a mosque destroyed during the previous administration, as well as a 200-bed hospital to be built on 29 jeribs of land at a cost exceeding AFN 365 million. The meeting concluded with a supplication by His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Almighty Protect Him) for the Islamic government and the public.
2
1
7
1,418
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د میدان وردک ولایت مسئولینو ته مهمې لارښوونې وکړې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق او د غزني او زابل د والیانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ . عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د میدان وردګ ولایت له والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه او یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو سره په کتنه کې د ولایت د عمومي وضعیت، اطاعت او همغږۍ او اداري چارو د ښه ترسره کېدو په اړه د خبرو ترڅنګ د علم او معارف په پراختیا، د علماوو د مقام په درناوي، د عدالت په ټینګښت، د ټولنې په اصلاح، وحدت، اطاعت او د امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مسوولینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو لارښوونې وکړې او د علم او معارف پر پراختیا د ځانګړی ټینګار پرمهال یې وویل، علم باید هرې درې ته ورسېږي او د علماوو درناوی وشي، ځکه د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په قدردانۍ کې نغښتې. نوموړي د مسوولینو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره باید ټول مسوولین د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هر راز قربانۍ څخه دریغ ونه کړي. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د محاکمو مسوولینو ته وویل، محاکم به د اسلامي نظام او جهاد اهداف پلي کوي. نور مسوولین دې له محاکمو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې او‌ امنیتي مجاهدینو سره دوامداره همکاري او همغږي رامنځته کړي، ترڅو په ټولنه کې عدالت پیاوړی، فساد محوه، معروفات اقامه او امنیت لا ښه تامین شي. محترم شیخ صاحب د خپل سفر په جریان کې په میدان وردګ ولایت کې، د تېرې ادارې پر مهال د ویجاړ شوی جامع جومات پر ځای د یوه جامع جومات او پر ۲۹ جریبه ځمکه د څه باندې ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې کېښودې. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري نظام او خلکو ته د دعايي په لوستلو دغه غونډه پايته ورسېده. نېټه: ۱۴۴۸/۶/۸ ۱۴۰۵ د لړم ۲۸
4
30
3
161
9,970
خبر ۲۸ عقرب ۱۴۰۵ اشتراک و سخنرانی معاون اداری ریاست‌الوزراء در مراسم فراغت و دستاربندی در مدرسۀ جامعۀ امام ابوحنیفه (رح) محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان، قبل از ظهر امروز در مراسم فراغت و دستاربندی شماری از علماء، فضلاء و حافظان مدرسۀ جامعۀ امام ابوحنیفه (رح) اشتراک و سخنرانی کرد. معاون اداری ریاست الوزراء ضمن قدردانی از تلاش‌ها و زحمات شبانه‌روزی مسئولین این مدرسه، فراغت علماء، فضلاء و حافظان را به فارغان، خانواده‌های آنان، استادان و همه مردم افغانستان تبریک گفت و برای آنان در مسیر خدمت به دین و کشور آرزوی موفقیت نمود. مولوی عبدالسلام حنفی با اشاره به فداکاری‌ها و خدمات علمای دین در راه گسترش معارف اسلامی و تحکیم نظام اسلامی، امنیت و آرامش کنونی را نعمتی بزرگ از جانب خداوند دانست. وی افزود که فراهم‌شدن زمینۀ آموزش علوم دینی در فضای امن و آرام نتیجۀ تلاش‌ها و قربانی‌های فراوان علمای گذشته است. معاون اداری ریاست الوزراء از فارغان خواست تا با احساس مسئولیت بیشتر در راستای خدمت به دین و کشور تلاش کنند و برای حفاظت از نظام اسلامی هوشیار باشند. همچنان تأکید کرد که فراغت از مدرسه پایان مسیر آموزش نیست، بلکه آغاز مرحلۀ تازه‌یی از مسئولیت‌پذیری و کسب دانش به شمار می‌رود. معاون اداری ریاست الوزراء با تأکید بر ضرورت آگاهی از مسائل روز و نیازمندی‌های کشور، از فارغان خواست تا در کنار فراگیری علوم دینی، دانش و آگاهی خود را در عرصه‌های مختلف گسترش دهند و سیرت پیامبر اکرم (ص)، خلفای راشدین و سلف صالح و تاریخ اسلام را به‌گونۀ عمیق مطالعه کنند. وی در پایان بر رعایت تواضع، دوری از غرور و تکبر و حفظ احترام بزرگان دین، کتاب‌های اسلامی و استادان تأکید کرد و از فارغان خواست تا با اخلاق نیکو و دانش گسترده مصدر خدمات ارزنده برای جامعه و کشور شوند.#
5
15
1,602
خبر ۱۴۰۵ د لړم ۲۸ د رياست الوزراء اداري مرستيال د امام ابوحنيفه (رح) جامعې مدرسې د فراغت غونډې او دستاربندي په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د امام ابوحنيفه (رح) جامعې مدرسې د يو شمېر علماوو، فاضلانو او حافظانو د فراغت غونډې او دستاربندي په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. د رياست الوزراء اداري مرستيال د دې مدرسې د مسئولينو هڅې وستايلې او د علماوو، فاضلانو او حافظانو فراغت له امله يې د هغوی کورنيو، استادانو او ټولو افغانانو ته مبارکي وويله او هيله يې وښوده چې د دين او هيواد د خدمت مصدر وګرځي. مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي معارف او اسلامي نظام په ټينګښت کې د علماوو قربانيو او خدمتونو ته په اشارې اوسنی امنيت او هوساينه د الله جل جلاله لوی نعمت وباله. نوموړي زياته کړه، په امن او ارامه فضا کې د ديني علومو زده کړې زمينه برابرېدل د پخوانيو علماوو د قربانيو او هڅو پايله ده. د رياست الوزراء اداري مرستيال له فارغانو وغوښتل، ترڅو د دين او هيواد د خدمت لپاره په لا ډېر مسئوليت هڅه وکړي او د اسلامي نظام ساتنې لپاره هوښيار واؤسي. همداراز ټينګار يې وکړ چې له مدرسې څخه فراغت د زده کړو بهير بشپړېدل نه دي، بلکې د مسئولیت منلو او د لا زياتو زده کړو نوې مرحله ګڼل کېږي. د رياست الوزراء اداري مرستيال د هيواد د اوسنيو اړتياوو او مسائلو په اړه د پوهې اړتيا ته په کتو له فارغانو وغوښتل، ترڅو د ديني علومو د زده کړې ترڅنګ په مختلفو برخو کې خپله پوهه زياته کړي او د پيغمبر اکرم (ص)، خلفای راشدینو او د صالحو اسلافو سيرت او اسلامي تاريخ په ژور ډول مطالعه کړي. نوموړي په پای کې د عاجزۍ پر رعايت، له کبر او غرور څخه د ځان پر ساتلو، د ديني مشرانو، اسلامي کتابونو او استادانو پر احترام ټينګار وکړ او له فارغانو څخه يې وغوښتل، چې په نيکو اخلاقو او پراخې پوهې د ټولنې او هيواد د ارزښتناک خدمت مصدر وګرځي.#
5
36
2,267
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۸/۶/۷هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۲۷هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د تورخم له لارې (۵۸) کورنۍ چې د غړو شمېر (۲۹۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له تورخم څخه (۴۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۰) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۰۹۵۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۵۴) کورنیو سره ټولټال (۴۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۱۳۸) خوراکه غذا، (۵۸) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۹۹۳) تنه ناروغان تداوي شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د سپین بولدک له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یظې (۶۱) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له سپین بولدک څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۸) تنه و، کابل، کندهار، پکتیکا او هلمند ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۵۲۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱۰) کورنۍ سره ټولټال (۸۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۴۸) خوراکه ډوډۍ او (۱۱) سیمکارتونه وېشل شوي. نیمروز – د ورېښمو پل لار د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د ورېښمو پل له لارې (۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۹) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۷۳۸) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي د ي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۶) کورنۍ سره ټولټال (۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۸۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۸) دده سیمکارتونه وېشل شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. هرات – اسلام کلا د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د اسلام کلا له لارې (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱۲) کورنۍ سره ټولټال (۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۶۴۰) خوراکه ډوډۍ، (۶۵) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۹۴۷) تنه ناروغان تداوي شوي دي. هلمند – بهرامچه د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۰۵) خوراکه ډوډۍ وېشل شوې ده. کابل د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له کابل څخه (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱) تنه و، اړونده ولایت ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۲۹۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۶۵) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي او (۳۵) تنه ناروغان تداوي شوي دي. ټولیز ارقام * ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۹) کورنۍ او (۶۵۸) تنه * لېږدول شوي مهاجرین: (۶۹) کورنۍ او (۳۶۹) تنه * مرسته شوې کورنۍ: (۸۲) * وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۵۲) دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
5
1
11
1,746
His Highness Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) Addresses a Gathering of Scholars at the Ministry of Defense November 19, 2026 His Highness Amir al-Mu’minin of Islamic Emirate of Afghanistan, Sheikh-ul-Islam Mawlawi Hibatullah Akhundzada (may Allah protect him) spoke to a group of scholars from different districts of Kabul during a meeting held at the Ministry of Defence. The meeting, organised by the Ministry of Guidance, Hajj and Religious Affairs, was attended by the H.E. Al hajj Mullah Mohammad Hassan Akhund ,Prime Minister of Islamic Emirate of Afghanistan, Deputy Prime Ministers, Ministers and Corps Commanders of the Ministry of Defence. During his address, His Highness Amir al-Mu’minin (may Allah protect him) spoke in detail about the important role and responsibilities of scholars in reforming society and ensuring its well-being and prosperity. He also read from a recently published book addressing the responsibilities of esteemed scholars, preachers, and imams. The book covers various topics, including the failure of previous governments to serve Islam, the role of scholars and rulers in bringing about social reform, the importance of prayer and leading congregational prayers, the need for unity, fulfilling the responsibilities of imams, preventing immodesty, theft, and other social evils, as well as taking measures to prevent traffic accidents and other related issues. His Highness Amir al-Mu’minin (may Allah protect him) also granted general permission to all mosques in Kabul that had fulfilled the necessary requirements for holding Friday prayers and had requested authorization from him to conduct them. As copies of the above mentioned publication were distributed to scholars, His Highness Amir al-Mu’minin (may Allah protect him) encouraged scholars to not only understand the content of the publication but to pass its teachings on to others. Doing so would help improve society, stop illegal activities and in particular reduce road fatalities. His Highness Amir al-Mu’minin (may Allah protect him) emphasised the importance of improving society, encouraging good and stopping evil activities and reducing deaths on the roads. Therefore, he urged scholars and officials to take on more responsibility in these areas. After the meeting, the foundation stone was laid for construction of a Jihadi seminary in Maranjan Hill, Kabul; a large congregational mosque in Mirwais Maidan and a large congregational Mosque in Chaman-e-Huzuri named after His Highness Amir al-Mu’minin (may Allah protect him).
1
3
11
1,635
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
ارګ پاڼه ۱۲۹مه ګڼه برای دریافت نسخه (PDF) بر لینک زیر کلیک کنید: gmic.gov.af/storage/document…
15
2
39
2,209
Hamdullah Fitratحمدالله فطرت retweeted
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تېر ماښام د اسلامي امارت له رئیس الوزرا، ګڼو وزیرانو او یو شمېر نورو مسئولینو سره د هېواد په ارګ کې لیده کاته وکړل.
47
139
7
1,015
67,994
خبر عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در جلسه یی با علماء در وزارت دفاع سخنرانی نمود زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی، امروز در تالار وزارت دفاع در جلسه یی با علماء نواحی شهر کابل که از سوی وزارت ارشاد، حج و اوقاف برگزار شده بود و در حالیکه محترم الحاج ملا محمد حسن آخند رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان، معاونین ریاست الوزراء، وزراء و قوماندان های تمام قول اردوهای وزارت دفاع نیز حضور داشتند، سخنرانی کرد. عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی در جلسه متذکره طی سخنان ارزشمند خویش در رابطه به نقش مهم و مسئولیت های علماء در اصلاح و فلاح جامعه، به تفصیل صحبت نمود. همچنان کتاب چاپ‌شده‌ای تحت عنوان «خطاب عالیقدر امیرالمؤمنین به علمای کرام، خطیبان و امامان» را که در آن بحث های مفصل در خصوص عدم خدمت حکومت‌های گذشته به اسلام، مسئولیت علما و حاکمان در اصلاح جامعه، اهمیت نماز و امامت، اهمیت اتحاد، توجه به حقوق امامت، جلوگیری از بی‌حجابی، دزدی و سایر منکرات، جلوگیری از حوادث ترافیکی و موضوعات دیگر گنجانیده شده است، درساً قرائت نمود. موصوف به تمامی مساجد کابل که تمام شرایط لازم برای برگزاری نماز جمعه را تکمیل کرده بودند و خواهان اذن امیرالمؤمنین شده بودند، اجازه عمومی برگزاری نماز جمعه را صادر کرد. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، هنگام توزیع کتاب متذکره میان علماء شرکت‌کننده در این جلسه، به آنان، گفت که این کتاب را هم خودتان مطالعه کنید، هم خود را به مطالب آن آگاه سازید و هم به دیگران برسانید تا از این طریق در راستای اصلاح جامعه، جلوگیری از منکرات و به‌ویژه از تلفات ناشی از حوادث ترافیکی، اقدام صورت گیرد. شیخ صاحب بر اصلاح جامعه، امر به معروف و نهی از منکر و جلوگیری از تلفات ناشی از حوادث ترافیکی در شاهراه‌های کشور تأکید کرد. وی از علما و مسئولین خواست که مسئولیت‌های خویش را در این زمینه‌ها به‌گونه بهتر ادا نمایند. در اخیر این جلسه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، سنگ تهداب اعمار یک مدرسه جهادی را در تپه مرنجان کابل، مسجد جامع بزرگ در میرویس میدان و مسجد جامع به نام « شیخ الاسلام امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی» را در چمن حضوری گذاشت.# ۷ جمادی الاخر ۱۴۴۸ ه ق ۲۷ عقرب ۱۴۰۵
1
12
2
85
4,870
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په دفاع وزارت کې د علماوو غونډې ته وینا وکړه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی نن د دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ښار د ناحیو د رابلل شویو علماوو غونډې ته چې پر مهال یې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند، د ریاست الوزراء مرستیالانو، وزیرانو او دفاع وزارت د ټولو قول اردوګانو قومندانانو هم حضور درلود وینا وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی یادو غونډې ته په خپله ارزښتناکه وینا کې د ټولنې په اصلاح او فلاح کې د علماوو د مهم رول او مسئولیتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې. همداراز یې علمای کرامو، خطیبانو او امامانو ته د (علماء کرامو، خطیبانو او امامانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین خطاب )په نوم د چاپ شوی کتاب چې اسلام ته د تېرو حکومتونو د نه خدمت، د ټولنې د اصلاح په اړه د علماوو او حاکمانو مسئولیت، د لمانځه او امامت د ارزښت، اتحاد اهمیت، د امامت حقونو ته د پاملرنې، د بې حجابي، غلا او نورو منکراتو د مخنیوي، ترافیکي پېښو او نورو په اړه په کې مفصل بحثونه شوي دي، درساً ولوست. او د کابل ټولو هغو مسجدونو ته چې د جمعې د لمانځه نور شرایط یې پوره کړي وو د امیر إذن یې غوښت د جمعې د لمانځه عامه اجازه وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د دغې غونډې ګډون کوونکو علماوو او مسؤلینو ته د یاد کتاب د وېشلو پرمهال وویل دغه کتاب هم پخپله ولولي، هم ځانونه ورباندې پوه کړئ او هم یې نورو ته ورسوئ، ترڅو د ټولنې اصلاح، د منکراتو او په ځانګړي ډول د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو مخنیوی وشي. شیخ صاحب د ټولنې په اصلاح، امربالمعروف او له منکراتو څخه په مخنیوي او د هیواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د تلفاتو په مخنیوي ټینګار وکړ. له علماوو او مسئولینو یې وغوښتل چې په دې برخو کې دې خپل مسئولیتونه په ښه توګه ادا کړي. له دغې غونډې وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې جهادي مدرسې، په میرویس میدان کې د لوی جامع جومات او په حضوري چمن کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام امیرالمؤمنین حفِظه الله تعالی په نوم د یو جامع مسجد، د جوړولو د تهداب ډبرې کېښودې. ۱۴۴۸ ه ق د جمادي الاخر ۷ ۱۴۰۵ لمریز د لړم ۲۷
4
47
4
192
9,632
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی: عملی نمودن فرامین، سبب وحدت مسلمانان و جلوگیری از فتنه می شود زعیم امارت اسلامی افغانستان عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی روز گذشته در پوهنتون کابل در کنفرانس علمی- تحقیقی تأثیرات فرامین، اشتراک و سخنرانی نمود. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی در مورد تحقیق و تشریح علمی فرامین، استحکام نظام اسلامی، اتحاد مسلمانان و اهمیت آموزش های دینی و عصری، صحبت کرد. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی تلاش های علما و استادان را در نوشتن و ارائه مقالات علمی در فرامین و قوانین تقدیر کرد و آنرا در راستای شناسایی امارت اسلامی، آگاهی عامه و تشریح اساسات شرعی فرامین مهم خواند و برای برگزار کنندگان کنفرانس دعای اجر نمود. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حمایت و عملی نمودن فرامین، احکام، هدایات و توصیه های امیر را وظیفه مهم دانسته و گفت: «این سبب وحدت مسلمانان و بسته شدن دروازه های فتنه می شود.» زعیم امارت اسلامی، ضمن تشریح ماهیت نظام اسلامی، حقوق و مسئولیت های متقابل امیر و رعیت و تطبیق احکام شرعی، خاطرنشان کرد که وحدت مسلمانان، جلوگیری از اختلافات و تنظیم امور در چوکات شریعت از جمله اهداف اساسی امارت می باشد. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی تلاش های علما و قضات را در خصوص تنظیم اصولنامه جزایی جهت کاهش اختلافات در فیصله های فضایی و تطبیق منظم احکام شرعی مهم خواند. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی به علما توصیه کرد که مسئولیت خویش را در معرفی نمودن نظام اسلامی، تشریح احکام و اصلاح مردم و مسئولین ادا کنند. وی بر اهمیت نصیحت، حفظ وحدت و جلوگیری از فتنه ها تاکید ورزید و خاطرنشان کرد که علما می‌توانند مشوره های شان را به گونه کتبی و طی ملاقات های خصوصی با وی شریک سازند. زعیم امارت اسلامی، امنیت و ثبات مملکت را مسئولیت مشترک دانست و خواهان جلوگیری از تکرار جنگ در میان افغان‌ها گردید. موصوف بر تداوم عفو عمومی تأکید کرد، افغان‌ها را جهت زندگی شرعی در ملک خویش دعوت نمود و معیار تفویض مسئولیت ها را داشتن استعداد و اهلیت دانست. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی در خصوص تأمین حقوق تمام افغان‌ها گفت:« نظام ما اسلامی است و در مطابقت به اصول اسلامی به هر فردی حق داده می‌شود.» همچنان موصوف بر از بین بردن تبعیض زبانی و منطقوی، عصبیت و گروه بازی تأکید ورزید و از علما خواست که در این بخش مردم را راهنمایی کنند. در بخش دیگری از سخنان خود عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی در مورد سهم استادان و محصلین پوهنتون ها و اهمیت علوم عصری صحبت نمود. وی محصلین را تشویق کرد که در کنار آگاهی دینی، علوم عصری را به نیت خدمت به دین، کشور و مسلمانان بیآموزند و گفت که « شما آنرا به این نیت بیآموزید که به وسیله آن خدمت دین، نظام و مسلمانان را می‌ نمایید، الله تعالی به شما در آن اجر نصیب می کند.» موصوف تلاش های مسئولین، علما و استادان مربوطه را در زمینه اصلاح نصاب تحصیلی و اصلاحات علمی و معنوی مورد تقدیر قرار داد و بر تقویت تحصیلات عالی و تداوم رسانیدن علوم دینی به مناطق دور دست تأکید ورزید. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی از حمایت خویش از استادان و محصلین اطمینان داد و گفت:« ما همراه شما هستیم، هم امکانات را برای تان فراهم می‌کنیم، هم اعاشه و معاش برای تان میدهیم، هم کتاب برای تان فراهم می‌کنیم و هم سایر خدمات را برای تان انجام میدهیم». وی محصلین را تنظیم کنندگان امور آینده دانست و سهم آنان را در نظام اسلامی، اقتصاد و پیشرفت جامعه مهم خواند. زعیم امارت اسلامی در اخیر بر کار مشترک علما، استادان، محصلین و مسئولین تأکید کرد و برای ثبات کشور، استحکام نظام اسلامی و خیر و رفاه مسلمانان دعا نمود. ۷ جمادی الاخر ۱۴۴۸ ۲۷ عقرب ۱۴۰۵
12
7
1
18
1,636
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی: د فرمانونو عملي کول د مسلمانانو د وحدت او د فتنو د مخنیوي سبب ګرځي د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی پرون د کابل پوهنتون د فرمانونو د اغېزو څېړلو علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د علمي څېړنې او تشریح، د اسلامي نظام د استحکام، د مسلمانانو د اتحاد او د دیني او عصري زده‌کړو پر اهمیت خبرې وکړې. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو او قوانینو په اړه د علمي مقالو د لیکلو او وړاندې کولو په برخه کې د علماوو او استادانو هڅې وستایلې او دا یې د اسلامي امارت د پېژندنې، عامه پوهاوي او د فرمانونو د شرعي اساساتو د تشریح لپاره مهمې وبللې او د کنفرانس جوړوونکو ته یې د اجر دعا وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د امیر د فرمانونو، حکمونو، هدایاتو او توصیو حمایت او عملي کول مهمه دنده وبلله او ویې ویل: «دا د مسلمانانو د وحدت او د فتنو د دروازو د بندیدو سبب ګرځي.». د اسلامي امارت زعیم د اسلامي نظام د ماهیت، د امیر او رعیت د متقابلو حقونو او مسئولیتونو او د شرعي احکامو د تطبیق ترڅنګ څرګنده کړه، د مسلمانانو یووالی، د اختلافونو مخنیوی او د شریعت په چوکاټ کې د چارو تنظیم د امارت له اساسي موخو څخه دی. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د جزایي اصولنامې د برابرولو په برخه کې د علماوو او قاضیانو هڅې د قضایي فیصلو ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د شرعي احکامو د منظم تطبیق لپاره مهمې وبللې. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته توصیه وکړه چې د اسلامي نظام د معرفي کولو، د احکامو د تشریح او د خلکو او مسئولینو د اصلاح لپاره خپل مسئولیت ادا کړي. هغه د نصیحت، د وحدت د ساتنې او د فتنو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې علما کولای شي خپلې مشورې په لیکلې بڼه او خصوصي ملاقاتونو کې ورسره شریک کړي. د اسلامي امارت زعیم په ملک کې د امنیت او ثبات ساتنه ګډ مسئولیت وباله او د افغانانو ترمنځ یې د جګړو د تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه. نوموړي د عمومي عفوې پر دوام ټینګار وکړ، افغانان یې په خپل ملک کې شرعي ژوند کولو ته راوبلل او د مسئولیتونو د سپارلو معیار یې استعداد او اهلیت وباله. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ټولو افغانانو د حقونو د تأمین په اړه وویل: «زموږ نظام اسلامي دی او د اسلام د اصولو مطابق به هر چاته حق ورکول کېږي.» نوموړي همدارنګه د ژبني او سیمه‌ییز توپیر، عصبیت او ډلبازۍ پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او له علماوو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د خلکو لارښوونه وکړي. د وینا په بله برخه کې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو پر ونډې او د عصري علومو پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي محصلین وهڅول چې د دیني پوهاوي ترڅنګ عصري علوم د دین، هېواد او مسلمانانو د خدمت په نیت زده کړي او ویې ویل: «تاسو به یې په دې نیت زده کوئ چې په دې د دین ،نظام او مسلمانانو خدمت وکړئ، الله تعالی به په دې اجر درکوي.» نوموړي د تحصیلي نصاب د اصلاح او په پوهنتونونو کې د علمي او معنوي اصلاحاتو په برخه کې د اړوندو مسئولینو، علماوو او استادانو هڅې وستایلې او د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا او د هېواد تر لرې پرتو سیمو پورې د دیني زده‌کړو د رسولو پر دوام یې ټینګار وکړ. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی استادانو او محصلینو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل: «موږ درسره یوو. هم امکانات درته برابرو، هم اعاشه درکوو، هم معاش درکوو، هم کتاب درته برابرو، هم مو نور خدمت کوو». نوموړي محصلین د هېواد د راتلونکو چارو سمبالوونکي وبلل او د اسلامي نظام، اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې یې د هغوی ونډه مهمه یاده کړه. د اسلامي امارت زعیم په پای کې د علماوو، استادانو، محصلینو او مسئولینو پر ګډ کار ټینګار وکړ او د هېواد د ثبات، د اسلامي نظام د استحکام او د مسلمانانو د خیر او سوکالۍ دعا یې وکړه. ۱۴۴۸ ه ق د جمادي الاخر ۷ ۱۴۰۵ لمریز د لړم ۲۷
4
21
10
92
14,044
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور د سه شنبې ورځ د ۱۴۴۸/۶/۶هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۲۶هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د تورخم له لارې (۵۲) کورنۍ چې د غړو شمېر (۲۶۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له تورخم څخه (۴۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۹) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۳۹۷۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۶۳) کورنیو سره ټولټال (۵۲۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۰۰۴) خوراکه غذا، (۵۲) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د سپین بولدک له لارې (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یظې (۶۱) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له سپین بولدک څخه (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰) تنه و، کابل، کندهار، پکتیکا او هلمند ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۰۷۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱۰) کورنۍ سره ټولټال (۸۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۷۰۲) خوراکه ډوډۍ او (۱۲) سیمکارتونه وېشل شوي. نیمروز – د ورېښمو پل لار د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د ورېښمو پل له لارې (۶۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۹) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۷۱۴) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي د ي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۵) کورنۍ سره ټولټال (۴۷۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۹۰) خوراکه ډوډۍ او (۱۵) دده سیمکارتونه وېشل شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. هرات – اسلام کلا د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د اسلام کلا له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱۲) کورنۍ سره ټولټال (۸۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۱۷۷) خوراکه ډوډۍ، (۷۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۷۶۲) تنه ناروغان تداوي شوي دي. هلمند – بهرامچه د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۰۵) خوراکه ډوډۍ وېشل شوې ده. کابل د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له کابل څخه (۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱) تنه و، اړونده ولایت ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۲۹۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۳۷) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي او (۵۱) تنه ناروغان تداوي شوي دي. ټولیز ارقام * ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۲) کورنۍ او (۶۵۷) تنه * لېږدول شوي مهاجرین: (۸۱) کورنۍ او (۴۴۰) تنه * مرسته شوې کورنۍ: (۹۰) * وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۴۹) دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
6
21
2,464
د نورستان ولایت په یوه لري پرته سیمه کې د شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چهار شنبه/۶/ جمادی ‌الثاني ۱۴۴۸ ډېورنډ فرضي کرښې او لرې پرتو سیمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شفقت له مخې د یو میلیارد افغانیو پراختیایي بودجې.
1
4
10
805