INSAN Magazine (@InsanMagazine) header
INSAN Magazine (@InsanMagazine) profile picture

A bilingual magazine publishing in #Pashto and #Dari, dedicated to the exploration of philosophy, arts, and culture. For contact: [email protected]

Joined July 2019
Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)Photo by INSAN Magazine (@InsanMagazine)
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان سیاسي تاریخ ډېری وخت د بهرنیو مداخلو، د دولت‌جوړونې د پروسې او جنګ او تاوتریخوالی له نظره او د استعماري ارشیفونو له لارې لیکل شوی دی. د دې پایله دا شوې چې افغاني مفاهیم، فکري سنتونه او ادبي – سیاسي دودونه لږ څېړل شوي او یا هم هېر شوي دي. مګر موږ غواړو چې دا څرخ مات کړو. د افغانستان د خلکو تاریخ د افغانانو لخوا افغاني منابعو پر اساس د افغانانو د لرلیدونو له مخې وڅېړو. د افغان سیاسي تفکر څخه زموږ هدف دوه برخې دي. موږ افغان هم د یو ځانګړي فکري – سیاسي سنت په حیث کاروو چې د اسلامي سیاسي تفکر ترڅنګ یو ځانګړی سیاسي فکري سنت دی. بل دا چې له افغان سیاسي تفکر څحه مراد د افغانستان په شته جغرافیه کې د سیاسي تفکر تاریخ دی. له نیکه او بده مرغه په لومړي ځل موږ هڅه کوو چې د افغان سیاسي تفکر تاریخ تر عنوان لاندې مختلف افغان پوهان راجمع او په افغانستان کې د سیاسي تفکر پر تاریخ مقالې راټولې کړو. زموږ بنسټیز تمرکز په پښتو ژبه کې له سیاسي تفکر، سیاسي متونو او فکري سنتونو څخه دی. په پښتو ژبه زموږ د تمرکز په دې وجه دی چې په افغانستان‌پوهنه کې د پښتو ژبې او پښتون سیاسي فکري سنت ونډه تر ډيره له پامه غورځول شوې ده. دا مقالې کوم ځانګړی زماني قید نه لري بلکې موږ د تېرو پینځو سوو کلونو سیاسي تفکر تاریخ په نظر کې نیولی دی. له پینځه‌سوو کلونو څخه زموږ هدف د روښانیانو له دورې تر اوس مهاله دی. د یادې ټولګې ټولونه او سمون ښاغلی تاریخ‌پوه او لیکوال قسیم ځیر احمدزی کوي. د مقالو د غوښتنې په اړه بشپړ تحریریه یادښت په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/323
11
1
30
1,423
INSAN Magazine retweeted
خشونت‌های همه‌گیر تنظیم‌های جهادی، ویرانی‌های کابل، و مرگ‌‌ومیر انسانهای بی‌گناه از جمله مباحث مهم لکچری هفدهم سلسله لکچرهای تاریخ افغانستان است. بخشی از این روایاتی که در این لکچر یادآوری شده است، اینجا بخوانید و لکچر کامل را در لینک زیر مشاهده کنید: youtu.be/10fzYCkKTKM?si=RkBU…
1
9
11
474
INSAN Magazine retweeted
در هفدهمین قسمت از لکچرهای تاریخ افغانستان، روی بخش دوم "نیم قرن خشونت در افغانستان" تمرکز می‌شود و از خروج اتحاد جماهیر شوروی و زخم‌های خونینی که بر افغانستان برجا گذاشت، تحلیل عمیقی صورت می‌گیرد. همچنان دربارۀ تنظیم‌های جهادی که در پاکستان تشکیل و حمایت شدند و خشونت‌های همه‌گیر را راه انداختند، به صورت همه‌جانبه بحث شده است. یادآوری از ویرانی‌های کابل، وابستگی تنظیم‌های جهادی به کشورهای بیرونی و اینکه این خشونت‌های جهادی بر سر مردم چه آورد، از جمله مباحث مهم این بخشِ لکچر می‌باشد. برای شنیدن کاملِ لکچر روی لینک زیر کلیک نمایید: youtu.be/10fzYCkKTKM?si=rNRG…
8
16
782
INSAN Magazine retweeted
پر افغانستان د استعماري جګړو، استخباراتي توطیو، پراخو کډوالیو، جنګي او جرمي ډلو، او انګریزي ښکېلاک د اغېزو سربېره، په اصطلاح د ترهګرۍ خلاف د جګړې پر مهال څه پېښ شول او افغانستان او خلکو یې څه تجربه کړل؟ د ښاغلي پوهاند پروفیسور شاه محمود حنیفي په دې مقاله کې یې ولولئ: په افغانستان کې استعمار، جګړه او حکومتولي ژباړه د آغلې ګلالۍ مومند بشپړ بڼه په لاندې لینک کې: insanmag.com/article/322
11
23
687
INSAN Magazine retweeted
افغانستان د خپلواکۍ د مبارزو، د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او هغو سیاسي لاسوهنو شاهد پاتې شوی چې د دې خاورې پر برخلیک یې ژور اغېز کړی دی. دغه لیکنه د افغانستان د معاصر تاریخ ځینو مهمو موضوعاتو ته کتنه کوي او د استعمار، جګړو، بهرني نفوذ او د نړیوالو قدرتونو د سیالیو ګڼ اړخونه څېړي.
استعماري جګړو د افغانستان پر جغرافیه او د وګړو پر خوځښت، تګ راتګ، حکومتولی، او چاپېریال څه اغېز درلودی دی او په تاریخي تسلسل کې افغانستان د پردیو له جګړو څنګه اغېزمن شوی دی؟ د نامتو پوهاند او مؤرخ پروفیسور شاه محمود حنیفي په دې مقاله کې چې د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته آغلې ګلالۍ مومند ژباړلې په ژوره او هر اړخیزه توګه دا څېړلي چې د هندوکش په لمنو کې د دې لرغوني هېواد تاریخي بهیر د مغولي تاړاکونو، انګریزي ښکېلاکي جګړو، او د امریکا له لوري په اصطلاح د ترهګرۍ ضد جګړو کې له کومو پړاونو تېر شوی دی او کوم تلپاتې زیانونه یې لیدلي دي؟ د ژباړې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/322 د انسان مجلې وټس‌اپ چېنل په دې لینک موندلی او په کې برخه کېدلای شئ: whatsapp.com/channel/0029VbE…
11
29
768
INSAN Magazine retweeted
ټولنې مؤسساتي‌کېدل یا NGOization څه ته وايي او پر ټولنه، ټولنیز مقاومت، سیاست، مبارزه، او د خلکو پر سیاسي شعور او کړو وړو څه اغېزه لري؟ د ټولنې مؤسساتي‌کېدل ولې ترسره کېږي او زیانونه یې کوم دي او مدیریت څنګه کېدلای شي؟ د محقق او لیکوال ښاغلي فرهاد داوري په دې نوي لیک کې د ټولنې د مؤسساتي‌کېدو پر بهیر سربېره په عواملو، تاثیراتو، او مدیریت بحث شوی دی. بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/320 د انسان مجلې وټس‌اپ چېنل په دې لینک کې وګورئ: whatsapp.com/channel/0029VbE…
6
12
513
INSAN Magazine retweeted
د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته د درانه لیکوال او څېړونکي څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال په دې لیکنه کې د جبري کډوالیو او د هغوی د فرهنګي او ټولنیز اغېزو، او د سیاسي او ایډیالوژیکو ابعادو په اړه ډېرې نوې خبرې لولئ. د انقلابونو، کودتاګانو، جګړو، او تاوتریخوالي په لړ کې د افغان کډوالۍ دا پیچلی بهیر چې په دې لیکنه کې انځور شوی، لولئ چې څنګه د «کډوالۍ تقدس»َ په «ګناهنکاره کډوالۍ» واوښت، او په دې بهیر او مسیر کې څه او څنګه پېښ شول؟ د افغان کډوالۍ په اړه چې تر ډېره د تېر پنځوس کلن تاوتریخوالي یوه اصلي موخه وه، د انسان مجلې د دولسمې ګڼې یوه له اصلي موضوعاتو څخه ده چې په اړه یې لیکنې او څېړنې منو. د ښاغلي استاد لېوال بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/318
6
13
400
INSAN Magazine retweeted
سلامونه، دا د انسان مجلې د دولسمې ګڼې لپاره د لیکنو بلنه او د اړوند موضوع پېژندنه ده چې د روان کال د میزان، عقرب، او په میاشتو کې به خپریږي. د تېروو دوو ګڼو په دوام، چې د استعمار اړوند مطالعاتو ته په کې کتنه شوې وه، په دې ګڼه کې هم د تېرو ګڼو په تسلسل د استعماري جګړو او پوځي استعمار په باب په اوو ځانګړو موضوعي استقامتونو کې لیکنې، څېړنې، کتاب‌کتنې، او ژباړې مني. ټول درانه لیکوالان، څېړونکي، او مؤلفین کولای شئ د همدې ګڼې ټوله شرحه زموږ په تحریریه یادښت کې ولولي او خپل لیکلي آثار موږ ته راولېږي. insanmag.com/article/317
8
18
801
INSAN Magazine retweeted
در شانزدهمین قسمت لکچرهای تاریخ افغانستان به مرحلۀ میرسیم که خشونت جاری از آن تاریخ سرچشمه گرفته است. خشونتی که پنج دهه قبل از امروز آغاز گردید چگونه باید مطالعه شود؟ یکی از اصلی‌ترین سوالات این قسمت لکچرها است. در بخش اول این مرحله دربارۀ قربانیان نامعلوم و نامریی و اینکه این زمانه تاریخی چگونه مطالعه شود، بحثی مفصلی صورت گرفته است. همچنان دربارۀ عواقب خشونت روی فرهنگ، جامعه، تاریخ، و شخصیتهای انسانی و فردی این سرزمین به تفصیل واکاوی شده است. تجاوز شوروی، نقش خلق و پرچم، اجندای پاکستان، و وابسته‌گی های متعدد و چند لایه گروه های مجاهدین از جمله مهمترین مباحث این قسمت است. youtu.be/QINXM3Qv4F0
7
11
492
INSAN Magazine retweeted
د آغلې ګلالۍ مومند په دې لیکنه کې دې پوښتنې ته د ځواب هڅه شوې چې ولې یوه ډله افغانان چې له هېواد څخه زرګونه کیلومتره لرې اوسي، په هېواد کې د سیاسي اوښتون یوازینۍ لاره جګړه ګڼي؟ آیا سوله‌ییزې لارې د هېواد د چارو او شرایطو د بدلولو لپاره کارنده نه دي؟ بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/316
1
12
1
25
1,166
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان د نولسمې پېړۍ په لړ او د شلمې پېړۍ د اوایلو په تاریخ کې د دولت او د برېتانوي امپراتورۍ تګلاره او سیاستونه نه یوازې افغان بلکې د بهرینو مؤرخینو او څېړونکو له لوري په کراتو څېړل شوي چې د روحانیونو اړوند مطالعات په کې خورا محدود دي. د اریزونا پوهنتون د متقاعدې پروفیسورې مېرمن دوکتور سنزل نوید په دې څېړنیزه مقاله کې لولئ چې د یادې دورې په لړ کې د افغان دولت، مذهبي عناصرو او ډلو، او برېتانوي امپراتورۍ تعامل او سیاستونو کوم اړخونه او مسیرونه درلودل او د دوی ترمنځ متقابله اړیکې څه ډول وې. یاده څېړنیزه مقاله چې ښاغلي عبدالودود بشریار د انسان مجلې اتمې ګڼې ته ژباړلې وه، په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/212
7
14
577
INSAN Magazine retweeted
«افراطیون آنها علم را الحاد نامیده و تبلیغ میکنند که علم مردم را گمراه میسازد. مقصد آنها ازین تبلیغات نادان ساختن دیگران است تا مانند خود آنها از علم تنفر کنند. زیرا در اثر این تبلیغات جهالتِ خود را مخفی ساخته دروازه امحای کلی را بر روی دانش و دانشمند هر دو می کشایند.» - علامه بوریحان البیرونی
5
10
337
INSAN Magazine retweeted
دفترِ البیرونی؛ مجموعۀ مقالات به مناسبت ۱۰۵۳مین سالگرد تولد علامه ابوریحان محمد بن احمد البیرونی، دانشمند پیش‌آهنگ و نامور افغانستان. این مجموعه شاملِ مقالاتی در مورد شرح حال او، روابط‌اش با دانشمندان هم‌عصر، نظریاتِ او در مورد هند و تعصبات، و همچنان سهم او در نامها و جغرافیا از جمله مهمترین مباحث در این دفتر میباشد. دفتر حاضر را از لینک زیر دیده و خوانده میتوانید: insanmag.com/daftar/6aa190c7…
1
4
12
578
INSAN Magazine retweeted
د پښتنو او دري ژبې اړیکه څه ده؟ د تېر زر کلن تاریخ ارزونه څنګه کېدلای شي؟ آیا پښتانه د یادې ژبې وارثین ګڼلی شو؟ له دري ژبې سره د پښتنو نژدېوالي په څه کې دی؟ په دې ځانګړي پاډکاسټ کې ښاغلی قسیم ځير احمدزی او ښاغلی بیت‌الله حمیدي د پښتون هویت او د دري ژبې د زر کلن تاریخ په اړه بحث کړی دی. یاد بحث ډېر ژر خپریږي.
7
9
410
INSAN Magazine retweeted
د امان‌الله خان د پاچاهۍ د نسکورېدو لاملونه څه وو؟ د هغه د واکمنۍ وروستي کلونه څنګه تېر شول او اروپا ته د هغه سفر د افغانستان په اړه د هغه په لیدلوري او د هغه په واکمنۍ څه اغېزې درلودې؟ حبیب‌الله کلکانی څوک و، د هغه واقعي پېژندنه او دا چې څنګه واک ته ورسېد، د دې لکچر مهمې برخې دي. د نادرخان واکمني څنګه پیل شوه او د هغه متکبر او جاه‌طلبه شخصیت هغه ته کوم فرصتونه ورکړل؟ له انګرېزانو سره د نادرخان اړیکو، په ځانګړي ډول د امان‌الله خان د دفاع وزارت پر مهال، هغه ته په راتلونکي کې کوم امکانات چمتو کړل؟ د افغانستان د تاریخ د لکچرونو په دیارلسمه برخه کې، له امان‌الله خان وروسته د افغانستان، د حبیب‌الله کلکاني د واکمنۍ، او قدرت ته د نادرخان د رسېدو په اړه بحث کېږي. د بشپړ لېکچر د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: youtu.be/phJ4HB8TdB8
3
6
13
402
INSAN Magazine retweeted
عوامل سقوط پادشاهی امان‌الله چه بود؟ آخرین سالهای زمامداری او چگونه گذشت و سفری به اروپا چه اثراتی بالای رویکرد او به افغانستان و حاکمیت او به میان آورد؟ حبیب‌الله کلکانی کی بود، شناخت واقعی از او و اینکه چگونه به قدرت دست یافت بخشهای مهم این لکچر است. حاکمیت نادرخان چگونه آغاز شد و شخصیت جاه‌طلبانه او چه فرصت های به او داد؟ رابطه نادرخان با انگلیسها بخصوص در زمان وزارت دفاع امان‌الله چه امتیازاتی بعدی به او مهیا ساخت. در سیزدهمین بخش لکچرهای تاریخ افغانستان، دربارۀ افغانستان بعد از امان‌الله، حاکمیت حبیب‌الله کلکانی، و به قدرت رسیدن نادرخان بحث میگردد. برای شنیدن کامل لکچر روی لینک زیر کلیک نمایید: youtu.be/phJ4HB8TdB8
1
3
7
278
INSAN Magazine retweeted
پسااستعماري تیوري څه ده او له تاریخ سره تعامل او اړیکه څنګه ټینګیږي؟ په دې څېړنیزه لیکنه کې چې ښاغلي قسیم ځیر لیکلې او آغلې ګلالۍ مومند ژباړلې ده، د پسااستعماري تفکر پر درېیو مهمو معارفتي مکتبونو، اروپامحورۍ، استشراق، او د تاریخ‌لیکنې پر غیراستعماري او پسااستعماري څرنګوالي ژور او هر اړخیز بحث کېږي. دا چې نن د هېواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ده، د دې پرتمین مناسبت پر بنسټ د افغانستان لپاره د یو پسااستعماري لیدلوري د تکوین په موخه دا ارزښتمن متن خپروو. د لیکنې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/308
6
1
16
1,670
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان هوايي ځواک د امان‌الله خان له ګڼو مترقي او انکشافي پروګرامونو څخه یو و. د ۱۹۱۹ په مۍ کې انګریزانو په لومړي وار پر کابل هوايي بمبار وکړ چې په خلکو کې یې پراخه وېره خپره کړه. انګریزانو چې تر دې وړاندې یې هم د پښتني قبیلو د ځپلو او کابل - جلال‌اباد پر لاره په ګڼو اهدافو د برید او بمبار لپاره هوايي قوواې کارولې وې، د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو وروسته په افغان دولت کې د هوايي قوې د تقویې لپاره روحیه له وړاندې پیاوړې کړې وه. د هوايي چلند په برخه کې د افغان مترقي پاچا امان‌الله خان برنامې او ارمانونه څه ول او کومې چارې ترسره شوې؟ د ښاغلي بشریار په دې لیکنه کې چې تېر کال خپره شوې وه، په لاندې لینک کې یې بشپړه بڼه ولولئ: insanmag.com/article/201
4
11
282
INSAN Magazine retweeted
د زاړه یونان ارسطو چې د غربي فلسفې له ډېر مهمو او اغېزناکو فیلوسوفانو څخه و د سیاست، ټولنې، او اخلاقو په ګډون د ژوند او فکر په نژدې هره برخه بنسټیز نظریات لري. بلخوا د معاصر المان نوموتی فیلوسوف فریدریک نیچه دی چې د ارسطو سره هم‌ورته یې د خپل عصر تقریباً ټول فلسفي بهیر تر اغېز لاندې راوستی. د دوی دواړو له نظره چې فلسفي لیدتوګې یې له یو بل سره ډېر توپیر لري، اخلاق څه دي او څنګه یې پېژندلی شو؟ د معرز څېړونکي او لیکوال ښاغلي محمد اکبر کرګر په دې لیک کې د ارسطو او نیچه په فلسفي افکارو کې د اخلاقو پرتلنه او شننه کېږي چې د انسان مجلې په شپږمه ګڼه کې خپره شوې وه. بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/152
1
9
20
1,079
INSAN Magazine retweeted
[...] کله کله مې ځان ته هم غوسه راځي، ټیک د ځينو خلکو په څېر ځان ته کنځا کوم، خپلې کوټې ته کنځا کوم، ناخونګیر او ږمنځ ته کنځا کوم، وایم: «ټول خلک د خوشالۍ کوښښ کوي، په تا څه ټکه پرېوتې چې په خوشالۍ کې دې زړه تنګ وي؟» خو زه یې ځواب نه لرم او د نورو خلکو په تفسیرونو مې هم زړه نه خړوبېږي. [...] ښاغلي حیات ژوند دغه په زړه‌پورې نوې لنډه کیسه په لاندې لینک کې ولولئ: insanmag.com/article/307
6
16
837