Kabul Podcast (@KabulPodcast) header
Kabul Podcast (@KabulPodcast) profile picture

د افغانستان او نړۍ په اړه سیاسي، فرهنګې، اقتصادي او تکنالوژي خبرې!

Joined January 2024
Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)Photo by Kabul Podcast (@KabulPodcast)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني پخواني استازي زلمي خلیلزاد د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې د دغې پېښې له امله، چې یو شمېر زده‌کوونکي پکې وژل شوي او ټپیان شوي، خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
202
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم د نیمروز له والي او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له یو شمېر چارواکو سره د زرنج په بندر کې د ابریشم پول له ترانسپورټي تاسیساتو لیدنه کړې ده. د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمد فاضل مظلوم د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر کړی او د پولې هغې غاړې ته یې د ترانسپورټي زیربناوو وضعیت ارزولی دی. اعلامیه کې راغلي په دې لیدنو کې د دواړو لورو چارواکو د سرحدي ترانسپورټي زیربناوو پر پراختیا، د ټرانزیټي او اقتصادي ظرفیتونو پر اغېزمنې کارونې او د دویم ابریشم پل د جوړولو په اړه د پخوانیو هوکړو د تعقیب په اړه خبرې کړې دي.
142
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف ټاکل شوې سبا دوشنبه په درې ورځني سفر مسکو ته ولاړ شي. د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دې سفر کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او د افغانستان اړوند مسایلو خبرې وکړي. ویل شوي، چې د پاکستان د ۱۴۰ شرکتونو استازي به هم په دې سفر کې د لومړي وزیر ملتیا وکړي او تمه ده چې له روسي شرکتونو سره تر ۱۴ پورې سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شي. د راپورونو له مخې، اټکل کېږي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ حجم به په راتلونکو دوو کلونو کې څلور میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
1
345
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په کونړ کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاودنې له امله د ګڼو ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده. یونیسف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي. دغه سازمان د پېښې د قربانیانو له کورنیو، ټپي ماشومانو او هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، چې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه د معلوماتو په تمه دي. یونیسف زیاته کړې، چې کارکوونکي او همکاران یې د پېښې په سیمه کې حضور لري او زیانمنو کسانو ته بېړنۍ روغتیايي مرستې رسوي. دغه سازمان همداراز ویلي، چې د ماشومانو او اغېزمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو ارزونه کوي، څو د اړتیا وړ مرستې ورسره وکړي.
1
184
د خوست ولایت د هندوانو ټولنې یو شمېر مشرانو د طالبانو له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړي دي. د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د هندوانو ټولنې استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له طالب والي سره شریکې کړې دي. د نوموړي په وینا، مولوي عبدالرحمن حقاني د دغې ټولنې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی حقونه به له پامه ونه غورځول شي او ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي.
156
د جرمني حکومت ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې یې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د جرمني حکومت دغه شمېرې د دغه هېواد د پارلمان د پوښتنو په ځواب کې وړاندې کړې دي. د معلوماتو له مخې، جرمني په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ افغانان افغانستان ته ستانه کړي وو. د جرمني د پارلمان ځینو کیڼ‌اړو غړو پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې حکومت یې هغه افغانان هم بېرته افغانستان ته استوي چې د کوم جرم په تړاو محکوم شوي نه دي. د جرمني حکومت د طالبانو د دوو ډیپلوماټانو د منلو په اړه هم ویلي، چې دغه کسان یې د ویانا کنوانسیونونو پر بنسټ د ډیپلوماټیکو او کونسلي چارو لپاره منلي دي.
1
236
د ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني ادعا کړې، چې د طالبانو درې غړي په لوګر کې د دوی د پلرنیو ځمکو او ملکیتونو د غصب هڅه کوي او ددې ډلې له مشر هبت‌الله اخوندزاده او لوړپوړو چارواکو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده. حشمت غني ویلي، چې دغه درې کسان د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په کلي کې د دوی پلرني ملکیتونه په ناقانونه توګه لاندې کول غواړي. نوموړي د دغو کسانو هویت عبادالله مشهور په خبیب، چې په کابل کې د لسمې امنیتي حوزې امر دی، میرویس مشهور په متقي، د کابل د ۱۶مې امنیتي حوزې منصبدار او جمال مشهور په انتقام، چې په پروان کې د طالبانو نظامي غړی دی، یاد کړی دی. حشمت غني ویلي، دغه کسان په طالبانو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د دوی د پلرنیو ملکیتونو د نیولو هڅې کوي. تر اوسه په کابل کې طالب چارواکو او په لوګر کې د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې د حشمت غني د دغو ادعاوو او غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
2
3
345
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز چارلس رولنډ وینټ واکر له خپل پاکستاني سیال عاصم منیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان له یوې پوځي پوستې لیدنه کړې ده. د پاکستان پوځ اړوند حسابونو پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې دواړو پوځي مشرانو په سیمه کې په امنیتي مسایلو خبرې کړې. چارلس رولنډ وینټ واکر د نومبر په ۱۶مه پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی و. د دواړو پوځي مشرانو ترمنځ د افغانستان په اړه د خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
12
2
438
د مکې دفاعي تړون د سیاسي او دفاعي ستراتیژیکې کمیټې درېیمه غونډه نن په اسلام‌اباد کې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون پیلېږي. تمه ده، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ روانه جګړه او سیمه‌ییز امنیتي وضعیت د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. پاکستان د دې غونډې په مناسبت نن په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې او د تګ راتګ لپاره یې ځانګړي محدودیتونه وضع کړي دي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به په دې غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي ویلي، په سعودي عربستان کې دوامداره بې‌ثباتي او ګډوډي به د غونډې د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه وي او دا مسئله ځانګړی اهمیت لري.
4
312
د جمعیت علمای اسلام رسنیز دفتر ادعا کړې، چې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لاهور پولیسو نیولی دی. دغه ګوند اعلان کړی، چې د جمعې له لمانځه وروسته به د مولانا فضل الرحمن د نیول کېدو په غبرګون کې د پاکستان په ټولو سیمو کې لاریونونه پیل کړي. بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي، چې د جمعیت علمای اسلام لاریونونه د اندېښنې وړ نه دي او ښايي یوازې د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ ځیني لارې وتړل شي.
191
د طالبانو امنیتي کمیسیون پرون د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده په مشرۍ او د ریاست‌الوزرا د رییس محمد حسن اخوند او اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون غونډه وکړه. د طالبانو د ریاست‌الوزرا د عمومي دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د امنیتي کمیسیون نورو غړو هم ګډون درلود. د اعلامیې له مخې، په غونډه کې د تېرې ناستې د پرېکړو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو او وړاندیز شوي پلانونه تایید شول او د هغو د ښه تطبیق او اړینو اقداماتو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونې وشوې. هبت‌الله اخوندزاده طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له غفلت او بې‌پروايۍ ډډه وکړي او ورسپارل شوې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
243
د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په هسپانیا کې د افغان سیاسي او مدني فعالانو له وروستۍ غونډې ملاتړ کړی او دا یې مهمه، هیله‌بښونکې او د ستاینې وړ بللې ده. اتمر په یوه پیغام کې ویلي، په دې غونډه کې د تجربه‌لرونکو سیاسي او دولتي کادرونو، مدني فعالانو، علمي شخصیتونو، ښځو او نارینه‌وو ګډون او د ملي تنوع انعکاس د افغانانو د مهمو غوښتنو او نظرونو څرګندونه کوي. اتمر د غونډې مهمه ځانګړنه دا بللې چې ګډونوالو له تفرقه‌اچوونکو او بې‌نتیجې سیاسي بحثونو څخه په تېرېدو، د افغانستان د بحران پر اساسي لاملونو او حل‌لارو تمرکز کړی دی. د هغه په وینا، د بحران د پای ته رسولو لپاره باید د خلکو د آزادې ارادې پر بنسټ یو ملي او مشروع نظام رامنځته شي، چې د ټولو وګړو اساسي حقونه او آزادیو ته درناوی وکړي، د اساسي قانون روښانه تضمینونه ولري او پر همدې بنسټ تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي. نوموړي ر دغه کار د ځوان نسل د سیاسي عقلانیت، فکري بلوغ او بنسټیزو ارزښتونو ته د ژمنتیا نښه بللې او د هغوۍ د هڅو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه یې کړې ده. نوموړي په پای کې د ولسي جرګې د پخوانې غړې په مشرۍ «افغانستان لپاره د ښځو» له بنسټ څخه د غونډې د جوړولو له نوښت او د هسپانیا د دولت له کوربه‌توب څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول نوښتونه د سیاسي هڅو، ملي تفاهم او د یوه آزاد، عادلانه او سوله‌ییز افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لوبولی شي.
3
340
ویډیو: د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي، نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت به هیڅ کله په رسمیت و نه پېژني.
1
4
337
ویډیو: د ولسي حرګې يخوانۍ غړې مریم سلیمانخیل په مادرید کې د افغان ښځو اړوند غونډن کې ویلي چې افغانستان کې تاوتریخوالی، د پاکستان د رول له امله دی؛ او همدارنګه د پاکستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، لشکر طیبه او ګڼو نورو ترهګرو سازمانونو ترمنځ د روانو فعالیتونو باید و څېړل شي.
3
3
5
676
امریکا او قطر د ترهګرۍ ضد مبارزې او دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی قطري او امریکايي چارواکو پرون په واشنګټن کې د افغانستان، ایران او غزې په اړه د دواړو هېوادونو د بهرني سیاست پر ګډو لومړیتوبونو خبرې کړې دي. د یوې ګډې اعلامیې له مخې، دا خبرې د امریکا او قطر د ستراتیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې شوې دي. دواړو هېوادونو په دې ناسته کې پر خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سولې او له ترهګرۍ څخه د پاک راتلونکي د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي. د امریکا او قطر چارواکو د ترهګرۍ، د هغې د تمویل او د نړیوالو سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او د د-اعش ډلې د ځپلو لپاره یې د ګډو هڅو، په ځانګړي ډول د د-اعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له لارې د همکاریو په اړه بحث کړی دی دواړو لورو د بندیانو د لېږد په برخه کې له روانې همکارۍ او د پیسو مینځلو د شبکو د له منځه وړلو له هڅو هم هرکلی کړی دی. امریکا او قطر ژمنه کړې چې د دفاعي تجهیزاتو د پلور، ګډو پوځي تمرینونو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې له لارې به خپلې اوږدمهالې دفاعي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي. خو په دې ناسته کې د افغانستان اړوند د مشخصو بحثونو جزییات نه دي خپاره شوي. قطر تر دې وړاندې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اسانتیا او منځګړیتوب کې رول لوبولی دی.
2
286
د امریکا سنا جرګې ته بریالی شوی نوماند عبدالرحمن محمد السید وایي، د قومیت پر بنسټ پر جوړو شویو دولتونو باور نه لري او په وینا یې، امریکا باید د پاکستان د پوځ مالي ملاتړ ونه کړي. نوموړي له ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، ټول انسانان باید د سولې، انساني کرامت او خپل برخلیک د ټاکلو له برابر حق څخه برخمن وي.
3
397
د ایټالیا د ملي پولیسو او استخباراتي ادارې پخوانی لوړپوړی مشر، ۷۸ کلن جیاني دي‌جنارو، د شنبې په سهار د نومبر په ۲۱مه، د دغه هېواد د توسکاني سیمې په ګروستو ولایت کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د ورکړل شویو راپورونو له مخې، نوموړی د مونتیانو په کلي کې په خپل کور کې یوازې و. کله چې یې د کورنۍ غړو ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ورنه کړ، پولیسو ته خبر ورکړل شو او وروسته یې مړی وموندل شو. ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د پېښې په ځای کې د هغه د جسد ترڅنګ یوه تومانچه، د محکمې اړوند ځینې اسناد او د کورنۍ غړو ته لیکل شوي د مخه‌ښې لیکونه موندل شوي دي. د ګروستو څارنوالانو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي لاملونو په اړه رسمي پلټنې پیل کړې دي.
2
443
د طالبانو تر کنټرول لاندې د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، ملا بخت‌الرحمن شرافت، پر پاکستاني حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد واکمنانو له خپل ولس سره سخت ظلم کړی دی. شرافت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، «ګورئ پاکستان مو د زړه سر دی» او پاکستان د یوه دروند او مسلمان ولس کور دی، خو د نوموړي په وینا، د دغه هېواد واکمنانو له خپل ملت سره دومره ظلم، ځپنه او سپکاوی کړی، چې د نړۍ هېڅ بل حکومت له خپل ولس سره داسې چلند نه دی کړی. هغه زیاته کړې، هغه څوک چې له خپل ولس سره جفا کوي، له هغوی څخه د نورو په اړه د ښه چلند تمه هم نه شي کېدای.
5
2
24
3,951
د طالبانو ځانګړو پولیسو ځواکونو د شنبې په ورځ د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال درې کسان وژلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې وژل شوي کسان شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغان یونایټډ بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر په برید کې لاس درلود؛ په هغه برید کې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې له ځان سره وړل شوې وې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وژل شوي کسان «مسلکي غله» وو او شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې د کابل په لیسه مریم سیمه کې د یاد بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر برید کړی و. طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي او هغوی یې په غلا تورن کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې وژل شوي کسان د بغلان ولایت د نورجان په نوم، چې په «طیب» مشهور و، په وژلو کې هم لاس درلود او موټر یې ترې وړی و.
5
450
د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی وحید صابري نن شنبه په ازبکستان کې د زړه د حملې له امله مړ شوی دی. نوموړي ته نږدې کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د مړینې خبر خپور کړی دی. افغان هنرمندانو د وحید صابري مړینه د افغانستان د هنري ټولنې او د موسیقۍ د مینه‌والو لپاره یوه لویه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
9
317