RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) header
RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) profile picture

RANA TV (https://xitter.gq/t.co/lA3KmzzGfz) is an independent Afghan media network based in London, UK, Broadcasting across all major social media platforms, YouTube, satellite.

London, UK
Joined November 2025
Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، هبت‌الله اخوندزاده د استخباراتو د عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق او د غزني او زابل د والیانو په ملتیا میدان وردګو ولایت ته سفر کړی دی. فطرت په وینا، اخوندزاده په دې سفر کې له سیمه‌ییزو مسوولینو سره د علم او معارف پر پراختیا، عدالت، اداري همغږۍ، یووالي او د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره، د دغه سفر پر مهال د یوه جامع جومات او د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو د بنسټ ډبرې هم اېښودل شوې دي. د روغتون د جوړولو لګښت څه باندې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
2
205
پوتین: روسیه د سولې جایزو د ورکړې خپلواکه کمېټه لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې د سولې جایزو د ورکړې ځانګړې کمېټه لري چې د ده په وینا، په بې‌طرفۍ او عادلانه توګه جایزې ورکوي. پوتین وړاندیز کړی، چې دغه کمېټه ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یو بدیل وي؛ ځکه ټرمپ غواړي د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړي.
1
20
1,137
ټرمپ پوتین خپل نېږدې ملګری بللی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په شینژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي او هغه یې خپل ملګری وباله. ټرمپ د پوتین د هرکلي پر مهال وویل، چې دواړه له ډېرو کلونو راهیسې یو بل پېژني او ښې اړیکې لري. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دوی له لیدنې به ښې پایلې ترلاسه شي.
4
360
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر زده‌کړو د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې میلیونونه ماشومان لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي. یونیسف د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. د یونیسف او یونسکو په ګډ راپور کې هم راغلي، چې د لومړنیو زده‌کړو د عمر ۵۳ سلنه افغان ماشومان له رسمي زده‌کړو پاتې دي. بلخوا د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د بې‌ځایه شویو ماشومانو ۵۵ سلنه له کډوالۍ وروسته له پخوا لږ خواړه خوري او ۴۱ سلنه یې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی دی. راپورونه ښيي، چې د زده‌کړو محدودیتونه، بې‌وزلي او بې‌ځایه کېدل په افغانستان کې د ماشومانو پر ژوند او راتلونکي ناوړه اغېز کوي. ranatv.com/?p=16711
1
142
The bodies of four young men from Samangan province, who died several weeks ago while attempting to migrate through the border regions of Türkiye and Iran, were buried in their hometown on Thursday. Family members said the young men had left Afghanistan in search of better economic opportunities and to support their families. According to their relatives, the young men were detained by Turkish border forces and later died as a result of beatings. The families have called on the United Nations and Taliban authorities to investigate the incident and take action to identify those responsible. ranatv.com/?p=16704
127
د سمنګان ولایت څلور ځوانان، چې څو اوونۍ وړاندې د ترکیې او ایران په سرحدي سیمو کې د کډوالۍ پر مهال مړه شوي وو، نن د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شول. د مړو د کورنۍ غړي وایي، چې دغو ځوانانو د ښه اقتصادي ژوند او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له هېواده د وتلو پرېکړه کړې وه. د هغوی په وینا، ځوانان د ترکیې سرحدي ځواکونو نیولي وو او وروسته د وهلو ټکولو له امله مړه شوي دي. د دغو ځوانانو کورنیو له ملګرو ملتونو او د طالبانو له چارواکو غوښتي، چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي او عاملینو ته د رسېدو لپاره اقدام وکړي. ranatv.com/?p=16704
1
141
د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لېنډسي وایي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې په اسلام‌اباد کې له بېلابېلو لوریو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه رغنده خبرې کړې دي. لېنډسي ویلي، په دغو لیدنو کې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه د بریتانیا اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات له هڅو ملاتړ کوي. نوموړي تر دې مخکې په کابل او دوحه کې هم له طالب چارواکو او قطري استازو سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په اړه بحثونه کړي دي. ranatv.com/?p=16692
125
پوتین: روسیه، امریکا او چین د نړۍوالې سولې لپاره ګډ کار کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، روسیه، امریکا او چین ګڼ ګډې ګټې لري او کولی شي د نړۍوالې سولې د ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړي. پوتین د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د درېیو هېوادونو پر احتمالي همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د نړیوالې سولې د ټینګښت په برخه کې د ګډو هڅو لپاره فرصتونه شته. نوموړي څرګنده کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ دوه‌اړخیزه لیدنه کې د اوکراین جګړه مطرح کړې وه. دا لیدنه وروسته له هغې ترسره شوې، چې پوتین یوه ورځ مخکې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره خبرې کړې وې. پوتین ویلي، د درېیو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري کولی شي د نړۍوالو ستونزو په حل او د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې مهم رول ولوبوي.
2
10
558
د بلوچستان اړوند رسنۍ وایي، د پاکستان د پوځ هغه عملیات چې په وروستیو ورځو کې د بلوچستان ایالت په ځینو سیمو کې پیل شوي وو، له ناکامۍ سره مخ شوي او پاکستاني پوځیان اړ شوي چې شاتګ وکړي. د سرچینو په وینا، د عملیاتو له پیل وروسته بلوڅو خپلواکۍ غوښتونکو وسله‌والو د پاکستاني پوځ د پرمختګ مخه نیولې او پوځیان یې شاتګ ته اړ کړي دي. د پاکستان پوځ تېره ورځ په بلوچستان کې د یو شمېر وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی و او د خپل یوه لوړ رتبه پوځي عسکر د وژلو تأیید یې هم کړی و.
6
32
695
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر: روسیه هره میاشت د جګړې په ډګر کې تر ۵۰ زرو پورې سرتېري له لاسه ورکوي د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي وایي، روسیه په اوکراین کې د جګړې له امله هره میاشت د ۴۰ زرو او ۵۰ زرو ترمنځ سرتېري وژل شوي او ټپیان ورکوي. سیکورسکي ویلي، د کوریا ټوله جګړه درې کاله روانه وه او امریکایي ځواکونو په ټوله جګړه کې دومره مرګ‌ژوبله نه وه لیدلې، څومره چې روسیه اوس په یوه میاشت کې له هغې سره مخ ده. نوموړي زیاته کړې، چې د شوروي اتحاد په افغانستان کې د جګړې پر مهال شاوخوا ۱۳ زره سرتېري وژل شوي وو، خو روسیه اوس په یوه میاشت کې تر دې هم د ډېرو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې له شمېر سره مخ ده.
2
613
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع مشر محمد عمر داودزی وایي، د هېواد د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه باید له بیړنیو غبرګونونو او قضاوتونو ډډه وشي او د تدبیر، زغم او سیاسي بصیرت له مخې چلند ورسره وشي. داودزي په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده وروستیو اقداماتو او څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې دغه تحولات ژور تأمل او دقیقې سیاسي ارزونې ته اړتیا لري او ښایي د افغانستان په سیاسي بهیر کې د یوې مهمې او حساسې مرحلې د پیلېدو نښې وي. نوموړي د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له رهبرۍ غوښتي، چې د وروستیو تحولاتو په اړه له بیړنیو غبرګونونو او قضاوتونو ډډه وکړي او موضوع د رهبرۍ شورا په کچه په ګډه وڅېړي. د داودزي په وینا، د هر اړخیزو بحثونو او مشورو له ترسره کولو وروسته باید د ملي ګټو او هېواد راتلونکي ته په پام، یو واحد، سنجول شوی او مسوولانه دریځ اعلان شي. هغه ټینګار کړی، چې د هېواد په حساسو شرایطو کې باید د احساساتي غبرګونونو پر ځای له سیاسي تدبیر او عقلانیت څخه کار واخیستل شي او د ملي تفاهم لپاره رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ور نه کړل شي.
1
175
د پاکستان د بلوچستان په ګوادر ښار کې د مکران پر ساحلي لویه لار د مسافر وړونکي بس او ګاز لېږدوونکي موټر د ټکر له امله دواړو موټرو اور اخیستی دی. د راپورونو له مخې، پېښه د تربت او کراچۍ ترمنځ د تګ راتګ پر مهال د باسول په سیمه کې شوې ده. ویل کېږي، په مسافر وړونکي بس کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو او د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنې شته.
1
5
383
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د سرچینو په وینا، ښايي نن د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې وګرځي. سرچینې وايي، د هغه د احتمالي ګرځېدو له امله د کابل په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې بندې شوې او د ګڼې ګوڼې او ترافیکي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي. بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، هبت‌الله اخوندزاده تېره ماښام په ارګ کې له رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، وزیرانو او یو شمېر چارواکو سره لیدلي دي.
143
پوتین: روسیه په تېرو درېیو کلونو کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له ۱۰ سلنې ډېره وده کړې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې په تېرو درېیو کلونو کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له ۱۰ سلنې ډېره واقعي وده کړې او د پېرلو د ځواک د برابروالي له مخې د نړۍ د مخکښو اقتصادونو په کتار کې ثابت ځای لري. پوتین د خپلو سوداګریزو شریکانو په اړه ویلي، روسیه چمتو ده، چې هغوی ته د خپلو صادراتو د اعتبار، لوړ کیفیت او ثبات په برخه کې ډاډ ورکړي. نوموړي همداراز ویلي، مسکو چمتو دی چې د ډیجیټلي حللارو او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې خپله تجربه د اسیا او ارام سمندر سیمې له شریکانو سره شریکه کړي. د پوتین په وینا، دا ډول همکاري به په داسې شرایطو کې ترسره شي چې د معلوماتو خپلواکي او امنیت پکې تضمین وي. هغه د معلوماتو د امنیت او ډیجیټلي خپلواکۍ پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د یادې همکارۍ لپاره مهم اصل بللی دی.
1
8
480
نن د نومبر ۱۹مه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۸۰مې کلیزې سره برابره ده. افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او د دغه سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. محمد کبیر لودین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنی استازی و.
119
د امریکا د استازو جرګې غړی امي بېرا وايي، واشنګټن مسوولیت لري، چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. بېرا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) قانون د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې قانون موخه د شرایطو وړ افغانانو ساتنه او له امریکا څخه د هغوی د اېستلو مخنیوی دی. نوموړي ټینګار کړی، امریکا باید له افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي او هغوی د طالبانو له احتمالي ګواښونو خوندي کړي. هغه زیاته کړې، د کالیفورنیا د سکرامنټو سیمه په امریکا کې د افغانانو د یوې لویې ټولنې کوربه ده.
143
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، ښځې او نجونې په افغانستان کې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي او ځوانان هم د محدودو فرصتونو او نامعلوم راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي. فایق د افغانستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ټینګار کړی، چې افغانان حق لري، غږ یې واورېدل شي او د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې ونډه ولري. نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د یوه ټول‌ګډونه، استازي او مشروع نظام د رامنځته کېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ د مانادارې خبرې اترې اسانه کړي او په دې بهیر کې د ښځو، ځوانانو او ټولنې واقعي ګډون تضمین کړي.
1
2
193
ټرمپ او پوتین په چین کې دوه‌اړخیزه لیدنه کړې فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په چین کې د درې‌اړخیزې تاریخي غونډې تر پیل مخکې دوه‌اړخیزه لیدنه کړې ده. د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو له چینایي ولسمشر شي جین‌پینګ سره د پلان شوې درې‌اړخیزې غونډې مخکې جلا ناسته کړې ده. تمه ده، چې په درې‌اړخیزه غونډه کې د امریکا، روسیې او چین مشران د ګډو همکاریو او مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
5
359
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، ملا هبت‌الله اخوندزاده تېر ماښام په ارګ کې د طالبانو له رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي. مجاهد نن پنجشنبه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې هبت‌الله اخوندزاده تېر ماښام د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، ګڼو وزیرانو او یو شمېر مسوولینو سره په ارګ ماڼۍ کې کتلي دي. مجاهد د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.
132