RTA Sport (@SportRta) header
RTA Sport (@SportRta) profile picture

RTA Sport; a channel of RTA, the Afghanistan national broadcaster since 1925, it delivers an all inclusive national and international sports news, live coverage

Joined May 2019
Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)
د اسپانیې ریال مادرېد کلب اعلان کړی چې فرانسوي لوبغاړي اورلین شوامني له دې لوبډلې سره نوی شپږ کلن قرارداد لاسلیک کړی دی. د نوي تړون له مخې، شوامني به د ۲۰۳۲ کال پورې د ریال مادرېد په لوبډله کې لوبې وکړي. د هغه پخوانی قرارداد تر ۲۰۲۸ کال پورې اعتبار درلود، خو اوس څلور کاله نور هم وغځول شو. #RTASport
87
هند د دویمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې؛ هندۍ لوبډلې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د یو لوبغاړي په زیان ۱۵۹ منډې جوړې کړې چې لا هم د سیالې نیوزیلنډ لوبډلې ۲۰۹ منډې شاته ده. د هند په ګټه په لومړۍ پاڼۍ کې یاشسوی جیسوال ۸۵ منډې جوړې کړې او همدارنګه کی‌ایل راهول په ۵۲ منډو توپ‌وهنې ته ادامه ورکوي.
140
اسټرالیا ارجنټاین ته ۲-۰ ماتې ورکړه د ۱۷ کلنو لوبغاړو فوټبال نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیا ارجنټاین ته د ۲ - ۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه. د اسټرالیا دواړه ګولونه په دویمه نیمایي کې ثبت شول، په دې بریا سره اسټرالیا په ګروپي پړاو کې خپل سفر په بریا پیل کړ. #RTASport
114
رایل ډېزرت چېمپینز لوبډلې درېیمه بریا خپله کړه؛ د ابوظبي لس اوریزه لیګ په ۲۹مه لوبه کې رایل ډېزرت چېمپینز لوبډلې سیاله یاس‌لین لوبډله په ۱۹ منډو ماته او په دې سره یې په روانو سیالیو کې له پرلپسې څلورو ماتو وروسته بریا په خپل نوم کړه. یاده دې وي چې د کریم جنت یاس‌لاین لوبډله له وړاندې د روانو سیالیو پایلوبې ته رسېدلې.
179
متحده عربي اماراتو بولز لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومونده؛ د ابوظبي لس اوریزه لیګ په ۲۸مه لوبه کې متحده عربي اماراتو بولز لوبډلې سیالې عربین اېسېز لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده. په دې لوبه کې د بولز په ګټه محمد روهیت ۳ وېکټې واخیستې چې د لوبې غوره لوبغاړی شو. #RTASport
4
296
د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن جمعه د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي پړاو په وروستۍ لوبه کې د فیلیپین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. ټاکل شوې دغه لوبه نن ماسپښین په یوه بجه د میانمار په یانګون ښار کې پیل شي. #RTASport
1
199
د افغانستان کرېکټ بورډ تکړه لوبڅار محمود خروټی د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبڅار په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی به د نورو هېوادونو د لوبڅارانو ترڅنګ په دغو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. #RTASport
4
207
د نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو هنري نیکولز او ګلین‌فیلیپس د هند پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غوره توپ‌وهنه نندارې ته وړاندې کړه. هنري نېکولز د ۲۱ څلوریزو پر مټ *۱۷۵ او ګلین‌فیلیپس د ۱۴ څلوریزو پر مټ ۱۱۸ منډې وکړې. #RTASport
10
380
سویلي افریقا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه؛ سویلي افریقا لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د کاګیسو رباډا غوره کارکردګۍ پر مټ سیالې بنګله‌دېش لوبډلې ته په ۹ وېکټو ستره ماتې ورکړه. په دې لوبه کې رباډا ۸ وېکټې ترلاسه کړې همدارنګه یې په توپ‌وهنه کې ۷۲ منډې جوړې کړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی شو. #RTASport
1
280
د بارسلونا ځوان کیڼ اړخي مدافع لوبغاړي خافي اسپارت له دې کلب سره تر ۲۰۳۰ کال پورې نوی تړون لاسلیک کړ. د راپورونو له مخې، دواړو لوریو په اکتوبر میاشت کې شفاهي هوکړه کړې وه او اوس د تړون رسمي چارې بشپړې شوې دي. نوموړی د بارسلونا د لا ماسیا اکاډمۍ روزل شوی لوبغاړی دی. #RTASport
175
د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي اتلسم پړاو سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه د کندهار، خوست او ننګرهار په شپږو لوبغالو کې پیل شي. په دغو پنځوس اوریزو سیالیو کې به ۴۰ لوبډلې په اته ګروپونه کې سیالۍ ترسره کړي او د هر ګروپ مخکښه لوبډله به لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومومي. یادې سیالۍ به د ډسمبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې دوام وکړي. #RTASport
2
452
د دروېش رسولي غوره توپ‌وهنه؛ د افغان الف لوبډلې لوبغاړي دروېش رسولي د سریلانکا الف لوبډلې خلاف په زړه پورې توپ‌وهنه ترسره کړه. نوموړي د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۸۰ منډې وکړې. #RTASport
7
435
د ارجنټاین ۱۸ کلن ځوان فوټبالر ابل نونیز د لوبې پر مهال سر برخه کې د ضربې خوړلو له امله سخت ټپي شو. نوموړی روغتون ته ولېږدول شو او د سر د ماتېدو او داخلي وینې بهېدو له امله یې عملیات هم وشول، خو د درملنې سربېره یې د نومبر په ۱۵مه ساه ورکړه. نونیز د اف سي ازایزا لوبډلې لپاره په فوټبال او فوټسال لوبو کې لوبېده، چې په مړینې یې ورزشي ټولنو ژوره خواشیني ښودلې ده. #RTASport
1
486
افغان ابدالیانو لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایلوده؛ د ځوانو لوبغاړو اسیا جام په دویمه لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې سیالې افغان لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه. افغان لوبډله به په خپلې دویمې لوبه کې راتلونکې شنبه له بنګله‌دېش الف لوبډلې سره مخ شي. #RTASport
5
381
ایا سریلانکا الف لوبډله به د افغان لوبډلې هدف پوره کړي؟ سریلانکا الف لوبډلې د ۱۸ اورونو په لوبولو سره تر دې مهاله ۱۱۹ منډې جوړې کړي او ۴ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي. #RTASport
298
افغان ابدالیانو سریلانکا ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه. افغان الف لوبډلې د دروېش رسولي ۸۰ منډو پر مټ ۱۳۹ منډې جوړې کړې او سیالې سریلانکايۍ لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف کېښود. #RTASport
245
افغان ابدالیان به څومره هدف وټاکي؟ افغان لوبډلې د ۲۳ اورونو په لوبولو سره تر دې مهاله ۹۳ منډې جوړې کړي او ۳ وېکټې یې له لاسه ورکړي. #RTASport
10
616
په کابل ولایت کې د باسکټبال ۴۶م پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ چې د لسو ولایتونو ترمنځ پیل شوې وې، د کابل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. په پایلوبه کې کابل لوبډلې خپلې سیالې هرات لوبډلې ته د ۶۴-۵۳ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. په دې سیالیو کې هرات دویم او کندهار درېیم مقامونه خپل کړل او ترڅنګ یې ۴۰ غوره لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو لپاره وټاکل شول. #RTASport
2
386
د کورني کرېکټ څانګې له لوري د لغمان ولایت په کچه د ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د لغمان زلمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به د لغمان ۱۷ کلنو لوبډلې ته وټاکل شي، څو د زون‌ په کچه سیالیو کې د خپل ولایت استازیتوب وکړي. د دې سیالیو موخه د نویو کرېکټ استعدادونو موندل او د کرکټ ودې ته زمینه برابرول ښودل شوي دي. #RTASport
199