Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci) header
Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci) profile picture

Official X account of the Afghanistan Chamber of Commerce & Investment (ACCI). Supporting trade, investment, and private sector growth in Afghanistan.

Kabul, Afghanistan
Joined April 2010
Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)Photo by Afghanistan Chamber of Commerce & Investment/ACCI (@afgcci)
د تاجېکستان سفیر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رئیس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه پوله کې د ګډ بازار جوړولو په اړه د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه. چهارشنبه، د لړم ۲۷مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د تاجېکستان له سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو یې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د تاجېکستان د سفیر حضور له امله خوښي څرګنده او مننه کړه او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په پیل کې د خونې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ دغه بنسټ خپلواک، بې‌طرفه او ناسیاسي وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه بنسټ ټول تمرکز د هېواد اقتصادي وضعیت پر ښه‌والي، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې برخې اړیکو پر پراختیا دی. ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې دې بنسټ د خپلو ۹۵ کلونو فعالیت په اوږدو کې خپل بې‌طرفه او ناسیاسي دریځ ساتلی او د یو باوري ادرس په توګه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د اسانتیا او پیاوړتیا لپاره چمتوو دی. نوموړي ځان د افغانستان د خصوصي سکټور پر وړاندې مسؤل وباله او څرګنده یې کړه، هڅه کوي د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له تاجېکستان سره د افغان سوداګرو د سفرونو، اړیکو او سوداګریزو همکاریو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه، چې په لومړي ګام کې دې تاجېکستان ته د لږ تر لږه ۱۰ کسیز افغان سوداګریز پلاوي د سفر زمینه برابره شي، څو دغه پلاوی د تاجېکستان د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو سره له نږدې بلد شي او له خپلو تاجېکستاني سیالانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي. ښاغلي سعدي شریفي هم د دې لیدنې د برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد مشرتابه یې لېوالتیا لري، څو د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ګډو فعالیتونو زمینه برابره شي. د تاجېکستان سفیر د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د یو ګډ بازار د جوړولو په اړه د خپل هېواد د پلان خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو لپاره د زمینې برابرول دي. نوموړي همداراز د تاجېکستان د سوداګرۍ خونې لېوالتیا څرګنده کړه، څو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لیدنې، منظم تګ راتګ او سوداګریزې همکارۍ رامنځته او پراخې کړي. د لیدنې په پای کې دواړو لوريو د دوستانه اړیکو او دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د نېک نیت او دوستۍ د څرګندولو په موخه یو بل ته ډالۍ هم ورکړې.
6
30
766
سفیر تاجیکستان در دیدار با رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان، از علاقمندی کشورش بر ایجاد بازار مشترک در مرز دو کشور خبر داد. چهارشنبه، ۲۷ عقرب، ۱۴۰۵ محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با سعدی شریفی سفیر جمهوری تاجیکستان مقیم کابل، در دفتر کاری خویش دیدار و پیرامون گسترش روابط تجارتی و اقتصادی، افزایش همکاری‌های دوجانبه و فراهم‌سازی فرصت‌های تازه برای تاجران و سرمایه‌گذاران دو کشور گفتگو کرد. در این دیدار آقای هاشمی از حضور سفیر تاجیکستان در اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان ابراز خرسندی و قدردانی نموده. این دیدار را گامی در راستای تقویت مناسبات اقتصادی و تجارتی میان دو کشور دانست. رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در نخست با ارایه معلومات در مورد اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان، این نهاد را مستقل، بی‌طرف و غیرسیاسی خوانده، تاکید کرد که تمام تمرکز آن بر بهبود وضعیت اقتصادی کشور، حمایت از سکتور خصوصی و گسترش روابط تجارتی و سرمایه‌گذاری با کشورهای همسایه، منطقه و جهان است. آقای هاشمی افزود که این نهاد در طول ۹۵ سال فعالیت خود، جایگاه بی‌طرفی و غیرسیاسی‌ را حفظ کرده و به‌عنوان یک آدرس معتبر، آماده تسهیل و تقویت روابط تجارتی و سرمایه‌گذاری میان افغانستان و سایر کشورها است. وی خود را در برابر سکتور خصوصی افغانستان مسئول دانسته، خاطر نشان کرد که تلاش می ورزد تا زمینه‌های بیشتری برای سفر، ارتباطات و همکاری‌های تجارتی آنان با کشورهای منطقه، به‌ویژه تاجیکستان فراهم شود و در نخستین گام، زمینه سفر یک هیأت حداقل ۱۰ نفری از تاجران افغان به تاجیکستان مساعد شود تا آنان از نزدیک با فرصت‌های تجارتی و سرمایه‌گذاری آن کشور آشنا شده و با همتایان تاجیکستانی خود ارتباطات مستقیم برقرار کنند. محترم سعدی شریفی نیز با قدردانی از فراهم‌سازی زمینه این دیدار، اظهار داشت که رهبری کشورش علاقه‌مند است روابط تجارتی و اقتصادی میان افغانستان و تاجیکستان بیش از پیش گسترش یافته و زمینه فعالیت‌های مشترک میان تاجران و سرمایه گذاران دو کشور فراهم شود. سفیر تاجیکستان در ادامه از برنامه کشورش برای ایجاد یک بازار مشترک در امتداد مرز مشترک افغانستان و تاجیکستان خبر داده، گفت که هدف از این طرح، فراهم‌سازی زمینه دادوستد و تعاملات اقتصادی میان تاجران، سرمایه‌گذاران و شهروندان دو کشور است. وی همچنان از علاقه‌مندی اتاق تجارت تاجیکستان برای برقراری دیدارها، رفت‌وآمدهای منظم و گسترش همکاری‌های تجارتی با اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان سخن گفت. در پایان این دیدار دو طرف ضمن تأکید بر تحکیم روابط دوستانه و همکاری‌های دوجانبه، به رسم حسن نیت و دوستی، تحایفی را به یکدیگر اهدا کردند.
1
23
966
د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان مو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج محمد یوسف مهمند د مور بي‌بي د مړینې خبر ترلاسه کړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد یوسف مهمند، د مهمند درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او په دې درانه غم کې ځان ورسره شریک بولي. د لوی خدای (ج) له دربار څخه ارواښادې ته د جنت‌الفردوس، الهي رحمت او مغفرت او درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته يې د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي. إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ -------------------- پیام تسلیت و همدردی ِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ با نهایت تأسف و تأثر خبر وفات والدهٔ محترمهٔ جناب حاجی محمد یوسف مهمند عضو محترم هیئت‌ مدیره اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانسنان موجب اندوه و تأثر عمیق ما گردید. رئیس عمومی و تمام اعضای هیئت‌ مدیره اتاق به جناب محمد یوسف مهمند، خانواده محترم مهمند و سایر بازماندگان تسلیت عرض نموده، خود را در این غم و اندوه شریک می‌دانند. از بارگاه ایزد متعال برای مرحومه مغفوره جنت‌الفردوس، رحمت و مغفرت الهی و برای خانواده محترم و بازماندگان صبر جمیل و اجر عظیم استدعا داریم. إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
2
421
د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام! بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان مو د مرحوم حاجي محمد داوود ساپي د مړینې خبر ترلاسه کړ. له شک پرته د دغه نېک‌ او درانه شخصیت مړینه د ساپي درنې کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد سوداګرو او صرافانو لپاره یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایع ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه ستر غم او دروند مصیبت له امله محترم الحاج سلطان محمد ساپي، محترم الحاج میر افغان ساپي، د ساپي درنې کورنۍ، ټولو خپلوانو او په ځانګړې توګه د مرحوم محترم ورور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي حاجي عزیزالرحمن خان ساپي ته د زړه له کومې تسلیت او خواخوږي وړاندې کوي. د خونې مشرتابه غړي په دې ستر غم کې ځانونه د ساپي له درنې کورنۍ سره شریک بولي او له لوی خدای جل جلاله څخه مرحوم ته د مغفرت او رحمت، په جنت الفردوس کې د لوړ مقام او د کورنۍ او ټولو غمځپلو لپاره د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوي. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ د یادونې وړ ده، چې د جنازې او فاتحې مراسمو وخت او ځای به وروسته د یوې جلا خبرتیا له لارې له ټولو هېوادوالو او دوستانو سره شریک شي. د مرحوم روح دې ښاد، یاد يې تلپاتې او ځای دې يې جنت الفردوس وي. په درنښت او خواخوږۍ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه -------------------------- پیام تسلیت و ابراز همدردی! بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ با نهایت تأسف و تأثر، خبر درگذشت مرحوم مغفور حاجی محمد داوود ساپی، موجب اندوه و تألم عمیق گردید. بی‌تردید، درگذشت این شخصیت نیک‌نام و محترم، ضایعه‌ای دردناک برای خانواده معزز ساپی، دوستان، نزدیکان و جامعه تجارتی و صرافی کشور می‌باشد. اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان این ضایعه بزرگ و اندوه‌بار را به حضور محترم الحاج سلطان محمد ساپی، محترم الحاج میر افغان ساپی، خانواده معزز ساپی، بازماندگان گرامی و به‌ویژه برادر محترم‌شان حاجی عزیزالرحمن خان ساپی عضو هیئت مدیره اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان صمیمانه تسلیت و تعزیت عرض می‌نماید. رهبری اتاق در این مصیبت بزرگ خود را شریک غم و اندوه خانواده محترم ساپی دانسته و از بارگاه خداوند متعال مسئلت داریم تا مرحوم را مشمول رحمت و مغفرت خویش قرار داده، بهشت برین را جایگاه ابدی‌اش گرداند و به بازماندگان و تمامی داغ‌دیدگان، صبر جمیل و اجر عظیم عنایت فرماید. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ قابل یادآوری است که زمان و مکان مراسم جنازه و فاتحه‌خوانی بعداً از طریق اطلاعیه جداگانه به آگاهی هم‌وطنان و دوستان رسانیده خواهد شد. روح آن مرحوم شاد، یادش گرامی و جایگاهش جنت‌الفردوس باد. با حرمت و ابراز همدردی اتاق تجارت و سرمایه‌ گذاری افغانستان
3
396
دیدار معاون ریاست عمومی در امور روابط ستراتیژیک اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با مسئولین یوناما؛ تأکید بر پیگیری عملی فیصله‌های گفتگوهای پالیسی ترمذ. جمعه، ۲۲ عقرب، ۱۴۰۵ محترم مجیب‌الرحمن شیرزاد معاون ریاست عمومی در امور روابط ستراتیژیک اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان با مسئولین دفتر هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، در مقر دفتر مرکزی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان دیدار و گفتگو نمود. این دیدار در پی برگزاری گفتگوهای مشترک پالیسی کارگروه سکتور خصوصی که به تاریخ ۴ نوامبر ۲۰۲۶ در شهر ترمذ کشور اوزبیکستان برگزار شده بود، صورت گرفت. در این نشست، دو موضوع مهم شامل «ستندردسازی، صدور گواهی‌نامه و آمادگی محصولات کشاورزی افغانستان برای صادرات» و «سرمایه انسانی و رشد اقتصادی فراگیر در افغانستان» مورد بحث قرار گرفته بود. در دیدار با مسئولین یوناما، دو طرف پیرامون چگونگی پیگیری و عملی‌سازی فیصله‌ها، پیشنهادها و راهکارهای مطرح‌شده در گفتگوهای پالیسی ترمذ تبادل نظر نموده و بر ضرورت اتخاذ اقدامات عملی و هماهنگی میان نهادهای ذی‌ربط تأکید کردند. در این دیدار معاون ریاست عمومی اتاق در امور روابط ستراتیژیک، به‌منظور تبدیل پیشنهادها و فیصله‌های مطرح‌شده به برنامه‌های عملی، پیشنهاد برگزاری دو ورکشاپ تخصصی به ابتکار اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و با همکاری دفتر یوناما را مطرح نمود. ورکشاپ نخست: رفع موانع صادرات و تقویت زیربناهای کیفیت و ستندردسازی: هدف از این ورکشاپ، شناسایی و بررسی موانع موجود در برابر صادرات محصولات افغانستان، به‌ویژه محصولات زراعتی و تدوین یک نقشه راه عملی برای رفع این موانع خواهد بود. همچنان، تجهیز، ارتقای ظرفیت و تمویل لابراتوارهای کنترول کیفیت، تقویت خدمات آزمایش و ارزیابی، بهبود روند صدور گواهی‌نامه‌ها و فراهم‌سازی زمینه تطبیق استانداردهای مورد نیاز بازارهای صادراتی از محورهای اساسی این ورکشاپ خواهد بود. قرار است در این ورکشاپ، مسئولین نهادهای ذی‌ربط امارتی، نمایندگان سکتور خصوصی و نهادهای جامعه جهانی اشتراک نمایند و با همکاری یکدیگر، مسئولیت‌ها، اقدامات مشخص و جدول زمانی اجرای هر یک از راهکارها را تعیین کنند. ورکشاپ دوم: شناسایی نیازمندی‌های نیروی کار مسلکی و تدوین نقشه راه توسعه سرمایه انسانی: ورکشاپ دوم به موضوع کمبود نیروی کار مسلکی و متخصص در سکتورهای مختلف اقتصادی اختصاص خواهد داشت. در این بخش، پیشنهاد گردید که یک سروی دقیق و همه‌جانبه بر اساس سکتورهای اقتصادی و موقعیت جغرافیایی کشور انجام شود تا نیازمندی‌های واقعی هر سکتور و هر منطقه به نیروی کار مسلکی، تخنیکی و متخصص مشخص گردد. بر اساس نتایج این سروی، نقشه راه کوتاه‌مدت، میان‌مدت و درازمدت برای تربیه، توسعه و تأمین نیروی انسانی مورد نیاز بازار کار تدوین شده و مسئولیت‌ها، اقدامات و جدول زمانی اجرای آن برای نهادهای ذی‌ربط مشخص گردد. در این ورکشاپ، حضور و مشارکت پوهنتون‌های دولتی و خصوصی، اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، وزارت کار و امور اجتماعی، سایر وزارت‌ها و نهادهای مرتبط، نمایندگان سکتور خصوصی و نهادهای جامعه جهانی ضروری دانسته شد تا میان نیازهای واقعی بازار کار و برنامه‌های آموزشی و تحصیلی کشور هماهنگی لازم ایجاد گردد. مسئولین دفتر یوناما ضمن قدردانی از ابتکارات، پیشنهادها و راهکارهای مسلکی ارائه‌شده از سوی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان، از آمادگی این نهاد برای همکاری عملی در زمینه پیگیری و تطبیق پیشنهادهای مطرح‌شده اطمینان دادند. اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان بر این باور است که تبدیل گفتگوهای پالیسی به اقدامات عملی، مستلزم همکاری نزدیک میان نهادهای امارتی، سکتور خصوصی و شرکای بین‌المللی است و این اتاق به‌عنوان نماینده و مدافع منافع سکتور خصوصی، تلاش می‌نماید تا از طریق ایجاد هماهنگی، ارائه پیشنهادهای تخصصی و پیگیری راهکارهای عملی، زمینه رفع موانع تجارت و صادرات، توسعه سرمایه انسانی و رشد اقتصادی کشور را فراهم سازد.
12
662
د یوناما له مسؤلینو سره افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال لیدنه او د ترمذ د پالیسۍ خبرو د پرېکړو پر عملي تعقیب ټینګار. جمعه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له مسؤلینو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې. دغه لیدنه د خصوصي سکټور د کاري ډلې د ګډې پالیسۍ خبرو له ترسره کېدو وروسته وشوه، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۴مه د اوزبېکستان په ترمذ ښار کې ترسره شوې وې. په دې لیدنه کې کې دوه مهم موضوعات «د افغانستان د کرنیزو محصولاتو معیاري کول، د تصدیق‌پاڼو صادرول او د صادراتو لپاره چمتووالی» او «انساني پانګه او په افغانستان کې ټوله‌ييزه اقتصادي وده» تر بحث لاندې نیول شوي وو. په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ترمذ د پالیسۍ خبرو د پرېکړو، وړاندیزونو او حل‌لارو د تعقیب او عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د عملي اقداماتو او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د خونې عمومي ریاست د سټراټېژیکو اړیکو مرستیال د دې لپاره، چې مطرح شوي وړاندیزونه او پرېکړې په عملي پروګرامونو بدلې شي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت او د یوناما په همکارۍ د دوو تخصصي ورکشاپونو د جوړولو وړاندیز وکړ. لومړی ورکشاپ: د صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کول او د کیفیت او معیاري کولو بنسټونو پیاوړتیا: د دغه ورکشاپ موخه د افغانستان د محصولاتو په ځانګړې توګه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو پېژندنه او ارزونه او د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره د یوې عملي لار نقشې جوړول دي. همدارنګه د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو تجهیز، د هغوی د ظرفیت لوړول او تمویل، د ازمایښت او ارزونې خدمتونو پیاوړتیا، د تصدیق‌پاڼو د صادرولو بهیر ښه کول او د صادراتي بازارونو د اړتیا وړ معیارونو پلي کولو لپاره د زمینې برابرول به د دغه ورکشاپ له اساسي محورونو څخه وي. ټاکل شوې په دغه ورکشاپ کې د اړوندو امارتي ادارو مسؤلین، د خصوصي سکټور استازي او د نړیوالې ټولنې ځيني بنسټونه ګډون وکړي او په ګډه د هرې حل‌لارې لپاره مسؤلیتونه، مشخص اقدامات او د پلي کېدو مهالوېش وټاکي. دویم ورکشاپ: د مسلکي کاري ځواک د اړتیاوو پېژندنه او د انساني پانګې د پراختیا لارې نقشې جوړول: دویم ورکشاپ به د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو په کچه د مسلکي او متخصص کاري ځواک د کمښت موضوع ته ځانګړی شي. په دې برخه کې وړاندیز وشو، چې د هېواد د اقتصادي سکټورونو او جغرافیوي موقعیتونو پر بنسټ یوه کره او هر اړخیزه سروې ترسره شي، څو په هر سکټور او سیمه کې د مسلکي، تخنیکي او متخصص کاري ځواک واقعي اړتیاوې مشخصې شي. د دې سروې د پایلو پر بنسټ به د کار بازار د اړتیا وړ بشري ځواک د روزنې، پراختیا او برابرولو لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله کاري لارې نقشه جوړه شي او د هغې د پلي کېدو لپاره به د اړوندو ادارو مسؤلیتونه، اقدامات او مهالوېش مشخص شي. په دغه ورکشاپ کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نورو اړوندو وزارتونو او ادارو، د خصوصي سکټور استازو او د نړیوالې ټولنې د بنسټونو ګډون او همکاري اړینه وبلل شوه، څو د کار بازار د واقعي اړتیاوو او د هېواد د ښوونیزو او تحصیلي پروګرامونو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شي. د یوناما مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نوښتونو، وړاندیزونو او مسلکي حل‌لارو د ستاینې ترڅنګ، د مطرح شویو وړاندیزونو د تعقیب او پلي کولو په برخه کې د عملي همکارۍ لپاره د دغه دفتر چمتووالی څرګند کړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د پالیسۍ خبرې په عملي اقداماتو بدلول د امارتي ادارو، خصوصي سکټور او نړیوالو شریکانو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا لري. دغه خونه د خصوصي سکټور د استازې او د ګټو مدافع بنسټ په توګه هڅه کوي، چې د همغږۍ رامنځته کولو، د تخصصي وړاندیزونو کولو او د عملي حل‌لارو د تعقیب له لارې د سوداګرۍ او صادراتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو، د انساني پانګې پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي.
2
28
1,115
کابل ته د روسیې لوړپوړي پلاوي سفر; د اقتصادي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک او د سوداګریزو اړیکو ناسته ترسره شوه. جمعه، د لړم ۲۲مه، ۱۴۰۵ د روسیې فدراسیون یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي اوورچوک کوله کابل ته سفر وکړ. د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د روسیې فدراسیون د سوداګرۍ شورا د رئیس ترمنځ اقتصادي هوکړه‌لیک په ارګ کې لاسلیک شو. دغه مراسم د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر او د روسیې فدراسیون د مرستيال لومړي وزیر په حضور کې ترسره شول. له دې مراسمو وړاندې د افغانستان او روسیې سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو (B2B) ناسته او د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ په اړه د کابل ګرانډ په هوټل کې ترسره شوې وه. په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو، د سوداګرۍ خونو رئیسانو، د دواړو هېوادونو نږدې ۱۰۰ پانګوالو او سوداګرو او یو شمېر روسي ډیپلوماټانو ګډون کړی و. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ناستې د لومړي ویناوال په توګه د روسیې فدراسیون سوداګریز پلاوي د حضور مننه وکړه او دغه لیدنه یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د ګډو همکاریو زمینو د پېژندلو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله. ښاغلي هاشمي دوه‌اړخیزې سوداګریزې ناستې د افغانستان او روسیې د سوداګریزو ظرفیتونو، اړتیاوو او متقابلو وړاندیزونو د پېژندلو لپاره مناسبه زمینه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې د دغې ناستې خبرې به په مشخصو او ګټورو اقتصادي همکاریو بدلې شي. ورپسې د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له افغانستان سره د همکارۍ شورا رئیس ښاغلي دیمتري انتونوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړې او د دغې ناستې له جوړېدو او د افغانستان او روسیې د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د زمینې برابرېدو له امله یې خوښي څرګنده کړه.
1
8
439
سفر هیئت بلندپایهٔ روسیه به کابل؛ امضای تفاهم‌نامهٔ اقتصادی و برگزاری نشست تواصل تجارتی جمعه، ۲۲ عقرب، ۱۴۰۵ هیئت بلندپایهٔ فدراسیون روسیه به ریاست آقای الکسی اوورچوک معاون صدراعظم آن کشور به کابل سفر کرد. در جریان این سفر، تفاهم‌نامهٔ اقتصادی میان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و رئیس شورای تجارتی فدراسیون روسیه در ارگ به امضا رسید. این مراسم با حضور محترم الحاج ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان و معاون صدراعظم فدراسیون روسیه برگزار شد. پیش از این دیدار نشست تواصل تجارتی و دیدارهای دوجانبه (B2B) میان تاجران، سرمایه‌گذاران و نمایندگان سکتور خصوصی افغانستان و روسیه در هوتل کابل گراند برگزار شده بود. مقام‌های امارت اسلامی افغانستان، رؤسای اتاق‌های تجارت، نزدیک به صد سرمایه‌گذار و تاجر از دو کشور و شماری از دیپلومات‌های روسی در این نشست حضور داشتند. محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان به‌عنوان نخستین سخنران نشست، از حضور هیئت تجارتی فدراسیون روسیه قدردانی کرد و این دیدار را فرصتی ارزشمند برای گسترش روابط میان فعالان اقتصادی دو کشور و شناسایی زمینه‌های همکاری مشترک در بخش‌های گوناگون اقتصادی و تجارتی خواند. آقای هاشمی نشست‌های دوجانبهٔ تجارتی را زمینه‌ای مناسب برای آشنایی با ظرفیت‌ها، نیازمندی‌ها و پیشنهادهای متقابل تاجران افغانستان و روسیه دانست و ابراز امیدواری کرد که گفتگوهای این نشست به همکاری‌های مشخص و سودمند اقتصادی منجر شود. در ادامه دیمتری انتونوف رئیس شورای همکاری روسیه با افغانستان در اتاق تجارت و صنعت آن کشور، دربارهٔ تقویت و گسترش روابط تجارتی میان دو کشور صحبت کرد و از برگزاری این نشست و فراهم‌شدن زمینهٔ گفتگوهای مستقیم میان تاجران و سرمایه‌گذاران افغانستان و روسیه ابراز خرسندی نمود.
1
40
1,217
د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ خونو په همکارۍ ازبکستان ته د بامیان د کچالو صادرات پیل شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې په ګډ نوښت او همکارۍ په بامیان کې د کچالو ازمایښتي کرنه ترسره شوه او د اوزبېکستان بازار ته یې د صادراتو زمینه برابره شوه. په دې بهیر کې د بامیان ولایت مقام او د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم همکاري کړې. په همدې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي او د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي دوران وهابوف اوزبېکستان ته د بامیان د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړه وکړه. د دې صادراتو په اړه د يوه تړون پر لاسلیک کولو کار دوام لري. د دې بهیر په لړ کې د کچالو لومړنۍ جوپه، چې اته موټر پکې شامل دي د حیرتان بندر له لارې د اوزبېکستان ترمذ ښار پر لور روانه شوې. د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ خونو د دواړو هېوادونو چارواکو په همکارۍ د سوداګرو او بزګرانو ترمنځ اړیکې اسانه کړې او د محصولاتو د پېرلو، بازارموندنې او لېږد په برخه کې یې همغږي رامنځته کړې ده. دا همکاري د بامیان د بزګرانو پر زيات توليد شوو محصولاتو د پلور زمینه پراخوي او د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ له پراختیا سره مرسته کوي.
4
28
829
آغاز صادرات کچالوی بامیان به اوزبیکستان با همکاری اتاق‌های تجارت دو کشور با ابتکار و همکاری مشترک اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان و اتاق تجارت اوزبیکستان، کشت آزمایشی کچالو در ولایت بامیان انجام شد و زمینهٔ صادرات آن به بازار اوزبیکستان فراهم گردید. مقام ولایت بامیان و اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری این ولایت نیز در این روند همکاری کردند. در همین چارچوب الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و آقای دوران وهابوف رئیس اتاق تجارت اوزبیکستان، بر صادرات یک صد هزار تن کچالوی بامیان به ازبکستان توافق کردند. کار روی عقد قرارداد این صادرات جریان دارد. هم‌زمان با این روند، نخستین محموله کچالو شامل هشت موتر از مسیر بندر حیرتان به مقصد ترمذ ازبکستان حرکت کرد. اتاق‌های تجارت دو کشور با همکاری مقام‌های دو طرف، ارتباط میان تاجران و دهقانان را تسهیل کرده و در هماهنگی برای خریداری، بازاریابی و انتقال محصول نقش داشته‌اند. این همکاری زمینهٔ فروش محصولات دهقانان بامیان را گسترش می‌دهد و به توسعهٔ دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان کمک می‌کند.
1
13
520
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست مرستیال د برېښنا تولید د ۱۰ سترو پروژو د تړونونو لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ. چهارشنبه، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۵ د برېښنا د تولید په برخه کې د لمریزې برېښنا د څلورو پروژو، د برېښنا سب‌سټېشنونو د جوړولو او لېږد شبکې د پراختیا په ګډون د ۱۰ بېخبنایي پروژو د پلې کېدو تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت، د افغانستان بانک، افغان ملي بانک، دولتي شرکتونو او خصوصي سکټور ترمنځ په ټولیز ډول د ۱۰۵.۴۴ مېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت په کابل کې لاسلیک شول. د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال د لمریزې، بادي او اوبو له سرچینو څخه د برېښنا تولید په برخه کې د افغانستان پراخو ظرفیتونو ته په اشارې د انرجۍ په بېخبناوو کې د پانګونې او د کورنۍ برېښنا تولید د پراختیا پر ارزښت ټینګار وکړ او له کورنیو او نړیوالو پانګوالو یې وغوښتل، چې په هېواد کې د پانگونې له شته فرصتونو ګټه واخلي. ورپسې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي ښاغلي الحاج عبدالحق همکار، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ښاغلي مولوي احمدجان بلال د پانګونې فرصتونو، د هېواد د انرجۍ ظرفیتونو او د اقتصادي بېخبناوو د پراختیا زمینو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د خدماتو مرستیال ښاغلي الحاج عنایت‌الله صدیق‌زي هم په دې مراسمو کې د هېواد خصوصي سکټور په استازیتوب ګډون وکړ او له دې مهم اقتصادي نوښت ملاتړ یې څرګند کړ. دغه پروژې به د کابل، بلخ، سمنګان، غزني، پروان، کندز او هلمند په ولایتونو او همدارنګه د حیرتان په بندري ښارګوټي کې پلي شي. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې له لسو پروژو څخه څلور یې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې دي، چې د ۶۵ مېلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره به په بلخ، هلمند، پروان او کندز کې د کام انرجۍ، زیرا لمیټډ، غضنفر ګروپ او آمو افغان شرکتونو له لوري پلي شي. همدارنګه شپږ نورې پروژې د ۴۰.۴۴ مېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت دي، چې په غزني، سمنګان او کابل ترڅنګ د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د سب‌سټېشنونو جوړول او د برېښنا د لېږد شبکې پراختیا پکې شامله ده. دغه پروژې به د نظري رحیمي او عزیزي انرجۍ خصوصي شرکتونو له لوري عملي شي. د دغو پروژو مالي لګښت به د افغانستان بانک او افغان ملي بانک له لوري تمویلېږي او د اټکل له مخې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته به سپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د شاوخوا ۷۰۰ کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرېدو ترڅنګ د کورنۍ برېښنا د تولید ظرفیت لوړولو، پر وارداتي برېښنا د افغانستان د اتکا کمولو او د باثباته انرجۍ برابرېدو په برخه کې مهم ګام پورته شي. له بلې خوا د برېښنا د تولید او لېږد د بېخبناوو پراختیا کولای شي صنعتي پارکونو او تولیدي فابریکو ته د اړتیا وړ انرجۍ ته د ښه لاسرسي زمینه برابره کړي.
3
1
29
1,203
اشتراک معاون ریاست عمومی اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان در مراسم امضای قرارداد ۱۰ پروژه بزرگ تولید برق در کشور. چهارشنبه، ۲۰ عقرب، ۱۴۰۵ قرارداد تطبیق ۱۰ پروژه زیربنایی در بخش تولید برق آفتابی، احداث سب‌ستیشن‌ها و توسعه شبکه انتقال برق میان ریاست عمومی د افغانستان برشنا شرکت، د افغانستان بانک، بانک ملی افغان، شرکت‌های امارتی و سکتور خصوصی به ارزش مجموعی ۱۰۵.۴۴ میلیون دالر امریکایی در کابل به امضا رسید. محترم عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست‌الوزرا، در نخستین سخنرانی این مراسم با اشاره به ظرفیت‌های گسترده افغانستان در بخش تولید انرژی از منابع آفتابی، بادی و آبی بر اهمیت سرمایه‌گذاری در زیربناهای انرژی و توسعه تولید برق داخلی تأکید نموده و از سرمایه‌گذاران ملی و بین‌المللی خواست تا از فرصت‌های موجود برای سرمایه‌گذاری در کشور استفاده نمایند. پس از آن، محترمان الحاج عبدالحق همکار رئیس عمومی عملیاتی د افغانستان برشنا شرکت، الحاج نورالدین عزیزی وزیر صنعت و تجارت و مولوی احمدجان بلال رئیس عمومی شرکت‌های امارتی پیرامون فرصت‌های سرمایه‌گذاری، ظرفیت‌های انرژی کشور و زمینه‌های توسعه زیربناهای اقتصادی صحبت نمودند. محترم عنایت‌الله صدیق‌زی معاون ریاست عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در امور خدمات نیز به نمایندگی از سکتور خصوصی کشور در این مراسم اشتراک نموده و از این ابتکار مهم اقتصادی حمایت کرد. این پروژه‌ها در ولایت‌های کابل، بلخ، سمنگان، غزنی، پروان، کندز و هلمند و همچنان در شهرک بندری حیرتان تطبیق خواهند شد. بر اساس جزئیات ارائه‌شده از مجموع ۱۰ پروژه، چهار پروژه تولید برق افتابی با سرمایه‌گذاری ۶۵ میلیون دالر در ولایت‌های بلخ، هلمند، پروان و کندز توسط شرکت‌های کام انرژی، زیرا لمیتد، غضنفر گروپ و آمو افغان تطبیق می‌شود. همچنان شش پروژه دیگر به ارزش ۴۰.۴۴ میلیون دالر، شامل احداث سب‌استیشن‌ها و توسعه شبکه انتقال برق در ولایت‌های غزنی، سمنگان و کابل و شهرک بندری حیرتان توسط شرکت‌های خصوصی نظری رحیمی و عزیزی انرژی عملی خواهد شد. هزینه مالی این پروژه‌ها از سوی د افغانستان بانک و بانک ملی افغان تمویل می‌گردد و بر اساس پیش‌بینی‌ها، کار تکمیل و بهره‌برداری از آن‌ها در کمتر از دو سال آینده به پایان خواهد رسید. گفتنی است که تطبیق این پروژه‌ها، علاوه بر ایجاد زمینه اشتغال برای حدود ۷۰۰ تن، گام مهمی در راستای افزایش ظرفیت تولید برق داخلی، کاهش وابستگی افغانستان به برق وارداتی و تأمین انرژی پایدار به شمار می‌رود. از سوی دیگر، توسعه زیرساخت‌های تولید و انتقال برق می‌تواند زمینه دسترسی بهتر پارک‌های صنعتی و فابریکه‌های تولیدی به انرژی مورد نیاز را فراهم سازد.
1
15
656
د افغانستان د ۲۰۲۶ کال انرجۍ اوونۍ د پانګونې پر جلب او د نوي کېدونکو انرجۍ سرچینو پر پراختیا د ټینګار سره ترسره شوه. چهارشنبه، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په ګډ نوښت د «افغانستان د انرجۍ ۲۰۲۶ اوونۍ» تر سرلیک لاندې پروګرام د نومبر په ۹مه او ۱۰مه په کابل کې ترسره شو. دغه دوه ورځنی پروګرام د «د انرجۍ له خبرو څخه تر عملي اقدام پورې» تر شعار لاندې د څه باندې ۳۰۰ تنو پانګوالو، د دولتي ادارو استازو، مالي بنسټونو او مؤسسو، خصوصي شرکتونو او نړیوالو همکارانو په ګډون د پانګونې جلب، د انرجۍ پروژو د پراختیا او د ګډو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړ شو. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ارشد سلاکار ښاغلي امان‌الله غالب د خصوصي سکټور لیدلوري او وړاندیزونه وړاندې کړل او د نوي کېدونکې انرجۍ د تولید په برخه کې یې د افغانستان پر پراخو ظرفیتونو په ځانګړي ډول د اوبو، لمر او باد له سرچینو څخه د برېښنا پر تولید ټینګار وکړ. نوموړي د عزیزي ګروپ په نوښت د ۱۰ زره څخه تر ۱۱ زره مېګاواټه برېښنا د تولید طرحه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ هېواد کې د انرجۍ د بېخبناوو پراختیا له مهمو پروګرامونو څخه وبلله. همدارنګه د پانګوالو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي اسانتیا، د پانګونې پر وړاندې د خنډونو کمول، د انرجۍ له پروژو ملاتړ او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د یوه حمایوي صندوق جوړول د دغه پروګرام له مهمو موضوعاتو څخه وو. په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د تولید پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک شو: د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د انرجۍ اوونۍ یوه مهمه لاسته راوړنه د افغانستان نړیوال بانک (AIB) او د G7 ساختماني ګروپ ترمنځ په هرات ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې د جوړولو د هوکړه‌لیک لاسلیک و. د یادې پروژې د پراختیا ظرفیت تر ۲۰۰ مېګاواټه پورې اټکل شوی دی. دغه هوکړه د UNDP په ملاتړ د پانګونې خطرونو د کمولو اسانتیاوو په چوکاټ کې لومړنۍ معامله ده، چې مالي ملاتړ یې د افغانستان د اعتباري تضمین بنسټ (ACGF) له لوري شوی دی. د دغه پروګرام ترسره کېدل د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلب او په افغانستان کې د نوي کېدونکو انرجۍ سرچینو د دوامدارې پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.
7
323
برگزاری هفته انرژی افغانستان ۲۰۲۶ با تأکید بر جذب سرمایه‌گذاری و توسعه انرژی‌های تجدیدپذیر چهارشنبه، ۲۰ عقرب، ۱۴۰۵ برنامه مشترک «هفته انرژی افغانستان ۲۰۲۶» به ابتکار اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان و برنامه انکشاف سازمان ملل متحد (UNDP) به تاریخ ۹ و ۱۰ نوامبر در کابل برگزار شد. این برنامه دو روزه با شعار «از گفتگوی انرژی تا اقدام عملی» و با حضور بیش از ۳۰۰ تن از سرمایه‌گذاران، نمایندگان نهادهای دولتی، نهادها و مؤسسات مالی، شرکت‌های خصوصی و شرکای بین‌المللی با هدف جذب سرمایه‌گذاری، توسعه پروژه‌های انرژی و تقویت همکاری‌های مشترک برگزار گردید. محترم امان‌الله غالب مشاور ارشد رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان دیدگاه‌ها و پیشنهادات سکتور خصوصی را مطرح نموده و بر ظرفیت‌های گسترده افغانستان در تولید انرژی‌های تجدیدپذیر به‌ویژه برق آبی، آفتابی و بادی تأکید کرد. وی طرح تولید ۱۰ الی ۱۱ هزار میگاوات برق با ابتکار عزیزی گروپ و همکاری اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان را از برنامه‌های مهم توسعه زیربناهای انرژی کشور عنوان نمود. همچنان، تسهیل دسترسی سرمایه‌گذاران به منابع مالی، کاهش موانع سرمایه‌گذاری، حمایت از پروژه‌های انرژی و ایجاد صندوق حمایوی با همکاری نهادهای بین‌المللی از موضوعات مهم این برنامه بود. امضای توافق‌نامه پروژه تولید برق بادی در هرات: یکی از دستاوردهای مهم هفته انرژی افغانستان ۲۰۲۶ امضای توافق‌نامه احداث پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق بادی در ولایت هرات میان بانک بین‌المللی افغانستان (AIB) و گروه ساختمانی G7 بود که ظرفیت توسعه آن تا ۲۰۰ میگاوات پیش‌بینی شده است. این توافق نخستین معامله در چارچوب تسهیلات کاهش خطرات سرمایه‌گذاری با حمایت UNDP بوده و ضمانت مالی آن از سوی بنیاد تضمین اعتباری افغانستان (ACGF) تعهد شده است. این برنامه گامی مهم در راستای تقویت همکاری‌های اقتصادی، جلب سرمایه‌گذاری داخلی و خارجی و توسعه پایدار منابع انرژی تجدیدپذیر در افغانستان به‌شمار می‌رود.
1
17
1,508
په افغانستان کې پانګونې ته په دوبۍ کې د مېشتو افغان سوداګرو هڅول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغان سوداګرو شورا له رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله صدرخېل او په دغه ښار کې مېشتو مخکښو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پانګونې پر ارزښت ټینګار وکړ. دغه ناسته په دوبۍ کې د افغان سوداګرو شورا د رئیس په نوښت جوړه شوې وه او د فقیري شرکت له لوري د درنو مېلمنو په درناوي مېلمستیا هم چمتوو شوې وه. ښاغلي صدرخېل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مل پلاوي هرکلی وکړ. په دې ناسته کې دواړو لوريو په هېواد کې دننه او بهر د افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس په دوبۍ کې مېشت افغان سوداګر وهڅول، چې د افغانستان تولیدي، صنعتي او سوداګریزو برخو کې شته ظرفیتونه وارزوي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ګډونوالو هم د دغو پانګونو پر رول د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د کورنیو تولیداتو پر زیاتوالي او د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار وکړ. په پای کې دواړو لوريو د تجربو شريکولو او د ګډو پانګونو او سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو په موخه د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
11
519
تشویق تاجران افغان مقیم دوبی به سرمایه‌گذاری در افغانستان رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در دیدار با حاجی عبیدالله صدرخیل رئیس شورای تاجران افغان در شهر دوبی؛ امارات متحده عربی و شماری از تاجران برجسته افغان مقیم آن شهر، بر اهمیت سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی در افغانستان تأکید کرد. این مجلس به ابتکار رئیس شورای تاجران افغان در دوبی برگزار شد و شرکت محترم فقیری به احترام مهمانان، ضیافتی ترتیب داد. آقای صدرخېل از رئیس اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان و هیئت همراه استقبال کرد. در این نشست، دو طرف درباره تقویت هماهنگی میان تاجران افغان در داخل و خارج از کشور، فرصت‌های تجارتی و سرمایه‌گذاری و گسترش همکاری‌های اقتصادی گفتگو کردند. رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان تاجران مقیم دوبی را تشویق کرد تا با بررسی ظرفیت‌های موجود در بخش‌های تولیدی، صنعتی و تجارتی افغانستان سرمایه‌گذاری کنند. شرکت کنندگان نیز بر نقش این سرمایه‌گذاری‌ها در ایجاد فرصت‌های شغلی، افزایش تولیدات داخلی و رشد اقتصادی کشور تأکید کردند. در پایان، دو طرف بر تداوم چنین نشست‌هایی برای تبادل تجربه و شناسایی فرصت‌های مشترک تجارتی و سرمایه‌گذاری تأکید نمودند.
1
20
1,395
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د اوزبېکستان د سرخان‌دریا او د بلخ د والیانو په ګډه ناسته کې ګډون وکړ. سې‌شنبه، د لړم ۱۹مه، ۱۴۰۵ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اوزبېکستان د سرخان‌دریا او د بلخ د والیانو په ګډه ناسته کې ګډون وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په موخه په بلخ ولایت کې جوړه شوې وه. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي عصمت‌الله ایرگاشف، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي مولوي عطاءالله عمري، له ترمذ ښار څخه راغلي پلاوي، د اوزبېکستان د گمرکونو، اوسپنې پټلۍ، قرنطین او نورو اړوندو ادارو مسؤلینو، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور یو شمېر غړو هم ګډون کړی و. ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په خپلو خبرو کې اوزبېکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو او د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د توکو د ټرانزیټ په برخه کې د هغوی ستونزې مطرح کړې. نوموړي په ځانګړې توګه د تازه او وچې مېوې او نورو توکو د صادراتو، په اوزبېکستان کې د توکو د تخلیې، د محمولو څارنې او ارزونې او په دې بهیر کې د سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. د دغو بحثونو په پایله کې په دې برخه کې د سوداګرو د ستونزو د حل او رسېدنې په اړه هوکړه وشوه. د ناستې په ترڅ کې د بلخ والي له لوري وړاندیز شوي موضوعگانې، چې د اوسپنې پټلۍ او د ځانګړو پټلیو د جوړولو په ګډون یو شمېر نور موضوعات هم په کې شامل دي، په عمومي توګه مطرح شول. همدارنګه هوکړه وشوه، چې د اوزبېکستان د سوداګرو یو پلاوی به افغانستان ته سفر وکړي، څو د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د مڼو او انارو د پېرلو او واردولو زمینه له نږدې وڅېړي. د ناستې په بله برخه کې د امو سیند د سواحلو د تحکیماتو پروژې په اړه هم معلومات وړاندې شول، چې د افغانستان په خاوره کې به پلې شي. له دې وړاندې د بلخ والي د دې پروژې د پلي کېدو وړاندیز کړی و، څو د سیند د سواحلو د تخریب او د افغانستان ځمکو د له منځه تلو مخه ونیول شي. په ناسته کې اعلان وشو، چې د اوزبېکستان ولسمشر د دې پروژې لپاره ۱۰ مېلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې همکارۍ له امله د اوزبېکستان د دولت او محترم ولسمشر مننه کوي. د ناستې په پای کې ګډونوالو د ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي له لوري چمتوو شوې میلمستیا کې، چې د نوموړي په شخصي استوګنځي کې جوړه شوې وه، گډون وکړ. دا ناسته د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو حل په موخه جوړه شوې وه.
5
28
1,829
رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در نشست مشترک والی ولایت سرخان‌دریای ازبکستان و والی بلخ اشتراک کرد سه‌شنبه، ۱۹ عقرب، ۱۴۰۵ محترم الحاج سید کریم هاشمی رئیس عمومی اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان در نشست مشترک والی ولایت سرخان‌دریای جمهوری اوزبیکستان و والی بلخ که با هدف گسترش همکاری‌های اقتصادی، تجارتی و ترانزیتی میان دو کشور در بلخ برگزار شد، اشتراک نمود. در این نشست محترم عصمت‌الله ایرگاشف نماینده ویژه رئیس‌ جمهور اوزبیکستان در امور افغانستان، مولوی عطاءالله عمری وزیر محترم زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان، هیئت همراه از شهر ترمذ، مسئولان گمرک، خط‌آهن، قرنطین و دیگر نهادهای ذی‌ربط ازبکستان، رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت بلخ و شماری از اعضای سکتور خصوصی دو کشور نیز حضور داشتند. محترم الحاج سید کریم هاشمی در سخنان خود مشکلات تاجران افغانستان را در زمینه صادرات محصولات به اوزبیکستان و ترانزیت آن‌ها از مسیر اوزبیکستان به کشورهای دیگر مطرح کرد. وی به‌ویژه درباره صادرات میوه تازه، میوه خشک و سایر اقلام، تخلیه کالا در اوزبیکستان و بازرسی و ارزیابی محموله‌ها و مشکلات تاجران در این روند صحبت نمود. در پی این گفتگوها بر رسیدگی به مشکلات تاجران در این بخش توافق مطلوب صورت گرفت. موضوعات دیگری، از جمله مسائل مربوط به خط‌آهن و ایجاد خطوط ویژه نیز به‌گونه عمومی در نشست مطرح شد. این موضوعات از سوی والی ولایت بلخ پیشنهاد گردید. همچنان توافق شد هیئتی از تاجران اوزبیکستان به افغانستان سفر کند تا زمینه خرید و واردات محصولات زراعتی افغانستان، به‌ویژه سیب و انار را از نزدیک بررسی نماید. در بخش دیگری از نشست درباره پروژه استحکامات سواحل دریای آمو در سمت خاک افغانستان نیز خبر داده شد. پیش از این والی ولایت بلخ پیشنهاد اجرای این پروژه را به‌منظور جلوگیری از تخریب و از دست‌رفتن زمین‌های افغانستان در اثر فرسایش سواحل مطرح کرده بود. در نشست اعلام شد که رئیس‌ جمهور اوزبیکستان مبلغ ۱۰ میلیون دالر امریکایی را برای این پروژه اختصاص داده است. اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان از حکومت و رئیس‌ جمهور محترم ازبکستان بابت این همکاری سپاسگزاری می‌نماید. در پایان نشست، هیئت‌های اشتراک‌کننده در ضیافت چاشت که به میزبانی محترم الحاج سید کریم هاشمی در اقامتگاه شخصی ایشان برگزار شده بود، اشتراک کردند. این نشست در راستای تقویت روابط اقتصادی و تجارتی افغانستان و اوزبیکستان و رسیدگی به مشکلات تاجران دو کشور برگزار شد.
2
16
868
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال د اوزبېکستان په کوربه‌توب د دوحې بهیر کاري ډلې په ناستو کې ګډون او دوه تخصصي پریزنټېشنونه وړاندې کړل. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ریاست د سټراټیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي مجیب‌الرحمن شېرزاد د دوحې بهیر د کاري ډلو په هغو ناستو کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) او د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۴مه او ۵مه د اوزبېکستان په ترمذ ښار کې جوړې شوې وې، ګډون وکړ او په دوو مهمو اقتصادي برخو کې یې تخصصي پریزنټېشنونه هم وړاندې کړل. په دغو ناستو کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د بېلابېلو سکټوري وزارتونو استازو، د ملګرو ملتونو استازو، ډیپلوماټانو، نړیوالو او سیمه‌ییزو همکارانو او د بېلابېلو برخو کارپوهانو په ګډون جوړې شوې وې، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره چمتووالي، د بشري سرچینو پراختیا او د مسلکي کاري ځواک د برابرولو په اړه بحثونه وشول. په لومړي پریزنټېشن کې د اقتصادي پرمختګونو او د کورنیو پانګونو د تدریجي زیاتوالي ترڅنګ د افغانستان د صادراتو عمده ننګونې په ګوته شوې. په دغو ننګونو کې د معتبرو نړیوالو تصدیق‌لیکونو نشتوالی، د ازمایښتي لابراتوارونو د ظرفیت محدودیت، نړیوال اعتبار ترلاسه کولو ته اړتیا او د معیاري کولو او کیفیت د کنټرول د سیسټمونو د پیاوړتیا اړتیا شامله وه. په دویم پریزنټېشن کې د هېواد په صنعتي، تولیدي او سوداګریزو برخو کې د مسلکي کاري ځواک کمښت ته پاملرنه وشوه او د کار بازار له اړتیاوو سره سم د بشري ځواک د روزنې په موخه د خصوصي سکټور، پوهنتونونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وشو. همدارنګه، د دې لپاره چې مطرح شوي بحثونه په عملي اقداماتو بدل شي په کابل کې د حکومت، خصوصي سکټور او نړیوالې ټولنې په ګډون د دوو تخصصي ورکشاپونو د جوړولو وړاندیز هم وشو. د دغو ورکشاپونو موخه د مسؤلیتونو ټاکل، د عملي حل‌لارو پېژندل او د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کول او د هېواد د بشري سرچینو د ظرفیتونو پراختیا لپاره د یوې مشخصې لارې نقشې جوړول دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان دوامدارې اقتصادي ودې په موخه د سوداګرو ملاتړ، د صادراتو پیاوړتیا، د پانګونې راجلبولو او له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي.
1
6
392