۲۷/۵/۱۴۴۸
قراردادي خبرتياوې
1.د امام ابو حنيفه رحمهالله ديني جامعه د ۴۵ کيلو واټه لمريزې برښنا پروژې قرارداد مدثر ساختماني شرکت سره کوي
2.پوهنې رياست د يو شمېر ښوونځيو ۲۷ کانټينونه په قرارداد ورکوي تر ۲۱ ورځو پورې غوښتنليک سپارلی شئ
5.ننګرهار ګمرک ماشينونو لپاره د سيوري جوړولو پروژې قرارداد د افغانستان ساختماني شرکت سره کوي د داوطلبۍ ګډونوال دې خبر وي
د #ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري ولایت مقام کې علماء کرامو، مخورو، سوداګرو، ځوانانو او نورو قشرونو سره د جلا ليدنو پر مهال د دوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه وڅېړل او په حل کې يې اړونده ادارو ته په کتبي او شفاهي ډول د قانوني اجرااتو حکمونه وکړل.
د ننګرهار والي حاجي ملامحمد نعيم اخند دالفلاح پوهنتون رئيس ډاکتر سيدمعشوق سادات سره په ليدنه کې «افغانستان په اقتصادي رغونه کې دداخلي توليداتو ملاتړ» ترسرليک لاندې د علمي او څېړنيز کنفرانس جوړول مهم ياد کړل او زياته يې کړه چې دغه ډول کنفرانسونه دهېواد پرمختګ لپاره زمينه برابروي.
سادات وويل،چې د هېواد اکثريت پوهنتونونه په دې علمي – څېړنيز کنفرانس کې ورسره همکاري کوي چې له پايلو څخه به يې کتاب جوړ اوحکومت سره به د اقتصادي پرمختګ په موخه شريک شي. هغه دغه راز دکنفرانس ښه ترسره کېدوپه موخه يو شمېر وړانديزونه وکړل چې ننګرهاروالي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د #ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د دې ولایت د يو شمېر سکتوري ادارو رئيسانو، صنعتکارانو او سوداګرو سره په ناسته کې د ازبکستان په نړيوال نندراتون کې افغاني توکو ته د بازار موندنې او په هېواد کې د نړيوالو سوداګرو پانګونې ته د جلبولو سپارښتنې وکړې.
هغه زياته کړه چې د ازبکستان سوداګر او پانګوال په دې ولایت کې د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا لري او بايد په دې برخه کې ور سره مؤثره همغږي وشي.
د #ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو ریاست کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید او حسن قرائت ولایتي سیالۍ ترسره شوې، چې د بېلابېلو دیني مدرسو ۶۵ حافظانو او قاریانو پکې ګډون کړی وو.
سیالۍ حفظ له تجوید سره، حسن تلاوت او سبعه قرائتونو په برخو کې د پنځو استادانو تر څارنې لاندې ترسره شوې. د هرې برخې لومړي مقام ګټونکي به په ملي سیالیو کې ګډون کوي، چې غوره شوي قاریان به وروسته نړیوالو قرآني سیالیو ته هم ور وپېژندل شي.











