جنازهٔ مرحوم عبدالاحد مومند طی مراسمی رسمی درکابل به خاک سپرده شد.
جنازهٔ مرحوم عبدالاحد مومند که چند روز قبل، پس از یک دورهٔ طولانی بیماری در آلمان وفات کرده بود، به درخواست خانوادهٔ ایشان امروز دوشنبه با همکاری وزارتهای امور خارجه، امور داخله، دفاع، ترانسپورت و هوانوردی و ارشاد، حج و اوقاف افغانستان و با تلاشهای جنرال قونسولگری افغانستان در شهر مونشن، با احترام کامل از آلمان به کابل منتقل شد.
پس از برگزاری مراسم رسمی تشریفاتی در میدان هوایی بینالمللی کابل، نماز جنازهٔ ایشان در مسجد جامع عیدگاه با حضور شماری از مقامات افغانستان، اعضای خانوادهٔ مرحوم مومند، دوستان، هممسلکان و تعداد زیادی از هموطنان ادا شد و سپس در هدیرهٔ ویژهٔ مرجان تپهٔ مرنجان شهر کابل به خاک سپرده شد.
مرحوم عبدالاحد مومند در تاریخ ۱۰/۱۰/۱۳۳۷ در ولایت غزنی، مرکز فرهنگ اسلامی افغانستان متولد شده بود.
مرحوم مومند، تنها شخصیت فضانورد افغانستان بود که با سفر فضایی تاریخیاش برای کشور افتخار، عزت و شناخت بینالمللی به ارمغان آورد و در سال ۱۹۸۸ پرواز تحقیقاتی فضایی خود را با موفقیت انجام داد.
روحش شاد و جایش بهشت باد.
د مرحوم عبدالاحد مومند جنازه په کابل کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خاوره ته وسپارل شوه.
د مرحوم عبدالاحد مومند، چې څو ورځې مخکې له وطنه بهر په جرمني هېواد کې له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شوی وو، د نوموړي د کورنۍ په غوښتنه د هغه جنازه نن دوشنبه، د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، ترانسپورټ او هوايي چلند او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو په گډه همکارۍ او په مونیخ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلگرۍ د هلو ځلو په پایله کې له جرمني هېواده کابل ته په خورا درنښت راولېږدول شوه.
د کابل په نړیوال هوايي ډگر کې له رسمي تشریفاتي مراسمو وروسته په عیدگاه جامع مسجد کې د افغانستان د یو شمېر چارواکو، د مرحوم مومند د کورنۍ غړو، دوستانو او د مسلک هملارو او لوی شمېر هېوادوالو له خوا یې د جنازې لمونځ ادا او د کابل ښار مرنجان تپې په ځانگړې هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. خدای بښلی عبدالاحد مومند، په ۱۰/۱۰/۱۳۳۷ نېټه، د اسلامي ثقافت په پلازمېنه غزني ولایت کې زیږېدلی و.
مرحوم مومند د افغانستان هغه یوازینی ستورمزلی شخصیت و، چې په خپل تاریخي فضایي سفر یې هېواد ته ویاړ، عزت او نړیواله پېژندگلوي ورپه برخه کړه او په ۱۹۸۸ کال کې یې خپل فضايي تحقیقاتي پرواز په بریالیتوب تر سره کړ.
روح یې دې ښاد او جنت یې دې ځای شي.
د غمرازۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان لومړنی فضانورد، ارواښاد عبدالاحد مومند، په المان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
نوموړی د یو افغان مسلکي فضانورد ترڅنګ یو مسلمان او متدین شخصیت و چې د فضانوردۍ په مهال یې د قرآن پاک یوه نسخه هم له ځان سره فضا ته د لیږدولو ویاړ وګاټه چې ستر دیني پیغام پکې نغښتی و.
په المان کې د افغانستان سفارت د مرحوم درنې کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان ولس ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او له لوی څښتن څخه مرحوم ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
په المان کې د افغانستان استازولۍ د مرحوم له کورنۍ سره په تماس کې دي او د جنازې د انتقال او اړوندو قونسلي چارو په برخه کې یې د هر ډول لازمې همکارۍ او اسانتیاوو ډاډ ورکوي.
په برلین کې د افغانستان سفارت
AFG Embassy Germany retweeted
نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې آغلې روزمېري ډيکارلو او ورسره مل پلاوي وکتل.
دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستانه شویو ګډوالو د ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې نه یواځې د خصوصي سکتور د حمایې لپاره بلکې د بشري مرستو رسولو لپاره هم لازمه ده چې د افغانستان په بانکونو بانکي محدودیتونه لېرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړای شي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه وکړه او په ورته وخت کې اندیښنه وښوده چې که په سیمه کي له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يواځې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.
آغلې روزمېري ډيکارلو په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو ستاينه وکړه، په ځانگړي ډول یې د راستنیدونکو ملیونونو مهاجرینو ښه مدیریت او بشري مرستو کې شفافیت وستایل او د مخدره موادو سره د مبارزې، د معتادینو درملنه او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات د پام وړ وبلل.
نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د حمایې) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه وکړه او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه وبللې. آغلې روزمیري همداراز هیله څرګنده کړه چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هیواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او دا مرستې یې افغان ولس ته اړينې وبللې.
په پای کې دواړو لوریو د داډول ناستو دزیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.
AFG Embassy Germany retweeted
پر ایکس پاڼه د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر بهرنیو استازولیو رسمي ادرسونه.
Official accounts of the Afghan Foreign Missions on X.
1.د افغانستان لوی سفارت مسکو روسیه
@AfghanEmbRussia
2.د افغانستان لوی سفارت بیجنگ چین
@beijing_embassy
3.د افغانستان لوی سفارت ابوظبي متحده عربي امارات
@AFGEmbassy_UAE
4.د افغانستان لوی سفارت تاشکند ازبیکستان
@AfgEmbassy_UZB
5.د افغانستان لوی سفارت انقره ترکیه
@AFGEmbTurkiye
6.د افغانستان لوی سفارت اسلام اباد پاکستان
@AfghanEmbPak
7.د افغانستان لوی سفارت تهران ایران
@AFGEmbIran
8.د افغانستان لوی سفارت کوالالمپور مالیزیا
@EmbAfgMalaysia
9.د افغانستان لوی سفارت نوی ډیلی هند
@AFGEmbassyIndia
10.د افغانستان لوی سفارت قاهره مصر
@AFGEmbassyEgypt
11.د افغانستان سفارت ریاض سعودي عربستان
@AFGEmbassyKSA
12.د افغانستان سفارت دوحه قطر
@AFGEmbassyQatar
13.د افغانستان سفارت عشق اباد ترکمنستان
@AFGEmbTurkmen
14.د افغانستان سفارت استانه قزاقستان
@EmbassyAfAst
15.د افغانستان سفارت بشکیک قرغیزستان
@AFGEmbassyKG
16.د افغانستان سفارت باکو اذربایجان
@AFGEmbassy_Az
17.د افغانستان سفارت مسقط عمان
@AFGEmbMuscat
18.د افغانستان سفارت بغداد عراق
@AFGEmbassyIraq
19.د افغانستان سفارت جاکارتا اندونیزیا
@AFGEmbassyINA
20.د افغانستان سفارت اوسلو ناروې
@AFGEmbassy_oslo
21.د افغانستان سفارت برلین جرمني
@AFGEmbBerlin
22.د افغانستان جنرال قونسلگري دوبۍ متحده عربي امارات
@AfgConsulateDxb
23.د افغانستان جنرال قونسلگري استانبول ترکیه
@AFGGCistanbul
24.د افغانستان جنرال قونسلگري جده سعودي عربستان
@AFGGCJeddah
25.د افغانستان جنرال قونسلگري کراچۍ پاکستان
@AFGGCKarachi
26.د افغانستان جنرال قونسلگري پېښور پاکستان
@Consulateafghan
27.د افغانستان جنرال قونسلگري کویټه پاکستان
@AFGGCQueeta
28.د افغانستان جنرال قونسلگري مشهد ایران
@AfgCGMashhad
29.د افغانستان جنرال قونسلگري ممبۍ هند
@AFGGCMumbai
30.د افغانستان جنرال قونسلگري حیدر اباد هند
@AFGGCMumbai
31.د افغانستان جنرال قونسلگري ماري ترکمنستان
@AFGGCMARY
32.د افغانستان جنرال قونسلگري الماتا قزاقستان
@CGofAfginAlmaty
33.د افغانستان جنرال قونسلگري بون جرمني
@AFGGCBonn





