Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د مرګري وحید صابري اروا دې ښاده وي
د هغه په مړینې د ولس ویر او خفګان وښوده چې دا ولس هم له خپل ملي هنر او هم هنرمند سره مینه لري.
له طالبانو هم مننه کوم چې هیڅ کوم ځانمرګری یې ور ونه لېږه او علیحده یې امنیت ورته نیولی و.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ایا افغانستان رښتیا هم د بریتانوي مرستو پر مټ خپله بقا ساتلې، که دا یوه استعماري افسانه ده چې بې له پوښتنې او څېړنې د ډیرو خلکو په اذهانو کې تلقین شوې ده؟
په دې مقاله کې مې تاریخي شواهد څېړلي او استدلال مې کړی چې د افغانستان دولت تر ډېره پر خپلو عوایدو، ادارو او سیاسي ارادې ولاړ و، نه پر بریتانوي مرستو.
بشپړه مقاله دلته ولولئ: theafghanistanpost.com/archi…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
در هفدهمین قسمت از لکچرهای تاریخ افغانستان، روی بخش دوم "نیم قرن خشونت در افغانستان" تمرکز میشود و از خروج اتحاد جماهیر شوروی و زخمهای خونینی که بر افغانستان برجا گذاشت، تحلیل عمیقی صورت میگیرد. همچنان دربارۀ تنظیمهای جهادی که در پاکستان تشکیل و حمایت شدند و خشونتهای همهگیر را راه انداختند، به صورت همهجانبه بحث شده است. یادآوری از ویرانیهای کابل، وابستگی تنظیمهای جهادی به کشورهای بیرونی و اینکه این خشونتهای جهادی بر سر مردم چه آورد، از جمله مباحث مهم این بخشِ لکچر میباشد.
برای شنیدن کاملِ لکچر روی لینک زیر کلیک نمایید:
youtu.be/10fzYCkKTKM?si=rNRG…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د افغانستان سیاسي تاریخ ډېری وخت د بهرنیو مداخلو، د دولتجوړونې د پروسې او جنګ او تاوتریخوالی له نظره او د استعماري ارشیفونو له لارې لیکل شوی دی. د دې پایله دا شوې چې افغاني مفاهیم، فکري سنتونه او ادبي – سیاسي دودونه لږ څېړل شوي او یا هم هېر شوي دي. مګر موږ غواړو چې دا څرخ مات کړو. د افغانستان د خلکو تاریخ د افغانانو لخوا افغاني منابعو پر اساس د افغانانو د لرلیدونو له مخې وڅېړو.
د افغان سیاسي تفکر څخه زموږ هدف دوه برخې دي. موږ افغان هم د یو ځانګړي فکري – سیاسي سنت په حیث کاروو چې د اسلامي سیاسي تفکر ترڅنګ یو ځانګړی سیاسي فکري سنت دی. بل دا چې له افغان سیاسي تفکر څحه مراد د افغانستان په شته جغرافیه کې د سیاسي تفکر تاریخ دی. له نیکه او بده مرغه په لومړي ځل موږ هڅه کوو چې د افغان سیاسي تفکر تاریخ تر عنوان لاندې مختلف افغان پوهان راجمع او په افغانستان کې د سیاسي تفکر پر تاریخ مقالې راټولې کړو. زموږ بنسټیز تمرکز په پښتو ژبه کې له سیاسي تفکر، سیاسي متونو او فکري سنتونو څخه دی. په پښتو ژبه زموږ د تمرکز په دې وجه دی چې په افغانستانپوهنه کې د پښتو ژبې او پښتون سیاسي فکري سنت ونډه تر ډيره له پامه غورځول شوې ده. دا مقالې کوم ځانګړی زماني قید نه لري بلکې موږ د تېرو پینځو سوو کلونو سیاسي تفکر تاریخ په نظر کې نیولی دی. له پینځهسوو کلونو څخه زموږ هدف د روښانیانو له دورې تر اوس مهاله دی.
د یادې ټولګې ټولونه او سمون ښاغلی تاریخپوه او لیکوال قسیم ځیر احمدزی کوي.
د مقالو د غوښتنې په اړه بشپړ تحریریه یادښت په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/323
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د هیچا پر نیت او وطندوستۍ شک نه کوو، او نه هم چاته دا حق ورکوو چې زموږ وطنپالنه تر پوښتنې لاندې راولي. خو هر افغان حق لري چې د سیاسي سازمانونو او اشخاصو تګلارې او دریځونه تر نقد او پوښتنې لاندې ونیسي. زموږ په اند د سیاسي ډلو لپاره دوه لارې شته: یوه د افغانستان د بنسټ اېښودونکو، په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان د «خپلواکۍ او ترقۍ» لاره؛ او بله د استعمار تر سیوري لاندې د ملي ضد تفکر او مذهبي افراطي نیابتي ډلو لاره. زموږ انتخاب او دریځ روښانه دی: زموږ انتخاب د استعماري تفکر پر ضد، د خپلواکۍ او ترقۍ لاره ده.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
دا خبره سیاسي نهده، بلکې زما لپاره یې علمي و ټولنپوهنیز اړخ مهم دی.
د خرافاتو یوه ځانګړنه دا ده، چې د وخت په تېرېدو یې اغېز پیکه کیږي، ځکه ټولنیز شعور د ګډو تجربو او زدکړو له برکته روښانه کیږي، د تمدنونو او علمي مختګونو رڼا رارسیږي او خلک خرافات پېژني.
که سل کاله پخوا د ژېړو څپلکو خبره له یوه داسې په ظاهر معتبر عقیدتي دریځ څخه شوې وای ښايي د ټولنې ۹۹ سلمه خلکو منلې وای، ټولو به د ژېړو څپلکو د موندلو، لمسکولو، تبرک او لږترلږه یوځل لیدلو هڅه کولی. ښايي په ژېړو څپلکو زیارتونه جوړ شوي وای. خو په ۱۴۰۵ لمریز کال کې له واکمن تحجر سره سره ۹۹ سلمه خلکو د ژېړو څپلکو له برکته د خلاصون په خرافي ادعا پورې وخندل او هیچا ونهمنله، چې د ژېړو څپلکو په پښو کولو به یې خدای حاجتونه پوره کړي.
خلک خرافات پېژني، خو ناوخته. د خرافاتو زهرجنه ځانګړنه دا ده، چې له زمانې سره ځان نوی کوي او په نوې بڼه کې راڅرګندیږي، د خپلې زمانې خلک یې قرباني کیږي، خو لسیزې روسته خلک پوهیږي، چې پلرونه او میندې یې د څه جهالت قرباني شوي دي، مګر دا مهال سرټکول ناوخته او پښیماني له ورخه اوښتې اوبه وي.
هوښیار ملتونه هغه دي، چې د خپل ګډ شعور په رڼا کې د خرافاتو د پېژندلو توان په خپله زمانه کې ومومي او هر څوک د خپلې زمانې خرافات وپېژني او ځان ترې وژغوري.
د خرافاتو د پېژندلو لپاره فرهنګي، ویښتیايي او روښانتیايي هڅې په کار دي. روښانګران باید خپل مسئولیت ترسره کړي او خلک باید د روښانګرانو عقلاني و پوهنیز استدلال ومني.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ایا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۳مه، زموږ د نادرې خوښۍ ورځ، د ډېرو له حافظې پاکه شوې ده؟!
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د افغانستان نوموتي هُنرمند وحید صابري، مړینه د هېواد د فرهنګ او هنر لپاره یوه ستره ضایعه ده. هُنرمند یوازې سندرې او اواز نه بولي، بلکې هغه د یو ملت د هویت، ګډې حافظې او ملي احساساتو انځورګر وي.
هُنرمندان له نړۍ سترګې پټوي، خو هنر یې نه مري؛ غږونه یې د نسلونو په حافظه کې ژوندي وي او اغېز یې تر پېړیو د ټولنې پر فرهنګي هویت او ټولنیز روان سیوری غوړوي.
وحید صابري له موږ لاړ، خو غږ یې د افغانستان په فرهنګي حافظه کې تلپاتې دی.
روح یې ښاد او هُنر یې ژوندی!
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
په افغانستان کې د طالبانو د اختناق دوام، ورسره د جنګي جبهو جوړېدل او ترڅنګ یې د پاکستان لخوا زموږ د حریم نقض، درې واړه یو د بل بشپړونکي دي، ځکه چې سرچینه او تر شا یې موخه یوه ده.
د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور پر اساس، په هېواد کې د روان استبداد او اختناق پر وړاندې د هر راز ولسي-بومي مقاومت، هغه که سیاسي وي او یا د ولسي قهریه ځواک څخه راټوکېدلې مبارزه وي، ملاتړ کوي. داسې ملي او ولسي مبارزه چې سیاسي رهبري، مدیریت او د تمویل وسایل او امکانات یې افغاني وي او نتیجه یې د افغانستان ژغورنه او د ولسي اقتدار بیا احیا وي.
په دې اړه د افغانستان اکثریت ګوند بشپړه تبصره د لاندې تړوني په کښېباسلو، ولولئ.
د افغانستان اکثریت ګوند له نظره، د طالبانو ډلې او د دوی مخالفې وسلهوالې جبهې، سره له دې چې په ظاهر کې یو د بل پر وړاندې جګړه کوي، خو د دوی د ملاتړ او تمویل سرچینې له تاریخي او ستراتیژیک پلوه یو دي.
اکثریت ګوند د خپل منشور پر اساس، په هېواد کې د روان استبداد او اختناق پر وړاندې د هر راز ولسي-بومي مقاومت، هغه که سیاسي وي او یا د ولسي قهریه ځواک څخه راټوکېدلې مبارزه وي، ملاتړ کوي. داسې ملي او ولسي مبارزه چې سیاسي رهبري، مدیریت او د تمویل وسایل او امکانات یې افغاني وي او نتیجه یې د افغانستان ژغورنه او د ولسي اقتدار بیا احیا وي. په دې اړه د اکثریت ګوند بشپړه تبصره دلته ولولئ: aksaryat.com/9107/
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
استعماري جګړو د افغانستان پر جغرافیه او د وګړو پر خوځښت، تګ راتګ، حکومتولی، او چاپېریال څه اغېز درلودی دی او په تاریخي تسلسل کې افغانستان د پردیو له جګړو څنګه اغېزمن شوی دی؟ د نامتو پوهاند او مؤرخ پروفیسور شاه محمود حنیفي په دې مقاله کې چې د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته آغلې ګلالۍ مومند ژباړلې په ژوره او هر اړخیزه توګه دا څېړلي چې د هندوکش په لمنو کې د دې لرغوني هېواد تاریخي بهیر د مغولي تاړاکونو، انګریزي ښکېلاکي جګړو، او د امریکا له لوري په اصطلاح د ترهګرۍ ضد جګړو کې له کومو پړاونو تېر شوی دی او کوم تلپاتې زیانونه یې لیدلي دي؟
د ژباړې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/322
د انسان مجلې وټساپ چېنل په دې لینک موندلی او په کې برخه کېدلای شئ:
whatsapp.com/channel/0029VbE…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د افغانستان اکثریت ګوند له نظره، د طالبانو ډلې او د دوی مخالفې وسلهوالې جبهې، سره له دې چې په ظاهر کې یو د بل پر وړاندې جګړه کوي، خو د دوی د ملاتړ او تمویل سرچینې له تاریخي او ستراتیژیک پلوه یو دي.
اکثریت ګوند د خپل منشور پر اساس، په هېواد کې د روان استبداد او اختناق پر وړاندې د هر راز ولسي-بومي مقاومت، هغه که سیاسي وي او یا د ولسي قهریه ځواک څخه راټوکېدلې مبارزه وي، ملاتړ کوي. داسې ملي او ولسي مبارزه چې سیاسي رهبري، مدیریت او د تمویل وسایل او امکانات یې افغاني وي او نتیجه یې د افغانستان ژغورنه او د ولسي اقتدار بیا احیا وي. په دې اړه د اکثریت ګوند بشپړه تبصره دلته ولولئ: aksaryat.com/9107/
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
از نظر حزب اکثریت افغانستان، گروه طالبان و جبهات مسلح مخالف آن، با وجود اینکه در ظاهر در برابر یکدیگر میجنگند، اما منابع حمایت و تمویل آنها از لحاظ تاریخی و استراتژیک یکسان است.
حزب اکثریت بر اساس منشور خود، از هرگونه مقاومت مردمی و بومی در برابر استبداد و اختناق جاری در کشور، چه در قالب مبارزهٔ سیاسی و چه مبارزۀ که از نیروی قهریهٔ مردمی برخاسته باشد، حمایت میکند. چنین مبارزهٔ ملی و مردمی باید دارای رهبری سیاسی، مدیریت، منابع تمویل و امکانات افغانی باشد و نتیجهٔ آن نجات افغانستان و احیای دوبارهٔ اقتدار مردمی باشد.
در این رابطه تبصرهی کامل حزب اکثریت را در این لینک بخوانید: persian.aksaryat.com/8395
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
حضوري چمن کې مدرسه؛ د تاریخ پر حافظې برید!
حضوري چمن، او د بالاحصار څېرمه سیمې ژور تاریخي او فرهنگي ارزښت لري. حضوري چمن او عیدگاه ته غزېدلی واټ په تاریخي لحاظ د ملي جشنونو ډگر، د نظامي او استقلالطلبو مبارزو تمځای، د دولتي رسمِگذشت او رژې تشریفاتي میدان، او د پلازمېنې کابل د سیاسي - فرهنګي برم او تاریخي حافظې ملي منظر دی. د لاهوري دروازه، زوړ ښار او د انگریز-افغان جگړو د تاریخي مقاومت نمادي نښانې دغې سیمې کې څرگندې دي.
داسې ویل کېږي چې پر کابل واکمنه شاتگپاله ډله غواړي په حضوري چمن کې مدرسه جوړه کړي. د دې اقدام لهلارې غواړي وښيي چې دا د دوی نه ماتېدونکې عقیده ده چې د هېواد د تاریخ مقتدرانه روح وځپي. د ملي او مترقي مناسبتونو حافظه تته کړي. د غازي امانالله پر مشرۍ د استقلال نمانځنې ځای لهمنځه یوسي، او په اوسنۍ بڼه، په دغه چمن کې د ځوانانو د راټولیدنې، ورزشي بوختیاوو او ټولنیزې خوښۍ د هر فُرصت بېخ وباسي.
غواړي چې مدرسه او په دې افراطي محیط کې روزل شوی نسل د خپل استبدادي حاکمیت د مشروعیت او دوام ستنې وښيي.
بالاخره، غواړي وښيي چې د مجاهدینو واکمنۍ د لومړنیو کلونو د شعارونو په څېر، دوی هم کابل یو ځل بیا له سره «نوی» خو «سوچه» مسلمانوي!
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د اسلامآباد د دریځ په هکله دغسې یو برداشت نه یوازې ناسم او خطرناک دی، بلکې په لوی لاس د استعمار د قراردادي هیواد، پاکستان، د شومو پروژو د ملاتړ په معنی هم دی. که تاسو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوئ، دا د استعمار د دریځ ملاتړ دی، او د استعمار دریځ او هدف زموږ د هیواد بېثباته ساتل دي؛ دا بې ثباتي که د طالب له لاسه وي او یا د طالب د سټراتیژیکو وروڼو، یعنې مجاهدینو/جنګسالارانو په واسطه!
مجیبالرحمن رحیمی، سخنگوی پیشین، میگوید پاکستان رویکرد خود در برابر طالبان را تغییر داده است. او تاکید میکند که مخالفان طالبان با پاکستان دشمنی ابدی ندارند و باید از سیاستهای درست اسلامآباد حمایت شود.
بحث روز در یوتیوب: youtu.be/l92IfBZ_wuY?si=f23j…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د جمهوري ریاست د چارو ادارې پخواني مشر ډاکټر فضلمحمود فضلي د یو شمېر پخوانیو افغان سیاسي څېرو پر هغو اعلامیو نیوکه کړې چې د امریکا د کانګرس د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یې خپرې کړې دي.
فضلي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، یو شمېر پخواني افغان سیاسي مخور د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې د ټاکنو ستاینه کوي او ورپسې له واشنګټن څخه غواړي چې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي.
نوموړي دا ډول غوښتنې د خواشینۍ وړ بللې او پوښتنه یې کړې چې دغه سیاستوال، له پنځوس کلنې سیاسي تجربې سره سره، ولې لا هم فکر کوي چې یو بهرنی هېواد، په ځانګړې توګه امریکا، افغانستان باثباته کولای شي؟
فضلي زیاته کړې، د افغانستان د واک او سیاست په جوړښت کې ښکېلې دغې ډلې داسې ښکاري چې له خپلو تېرو تجربو څخه یې هېڅ زدهکړه نه ده کړې.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د انجوګانو د رول او اغېزو په اړه دا بحث حتماً وګورئ!
کله ناکله د مرستو او پروژو پر لنډمهالو ګټو تمرکز کوو، خو پر دولت، ټولنې او زموږ پر راتلونکي یې اوږدمهالې اغېزې له پامه غورځوو. دې بحث زه هم د موضوع پر هغو اړخونو ژور فکر کولو ته وهڅولم چې ډېر ځله ورته پام نه کوو.
له ډاکټر صاحب لیوال، ښاغلي شاپور ژمن او ډاکټر هارون حکیمي څخه د دې ژور او ارزښتناک بحث مننه. له مطرح شویو نظرونو سره موافقه یا مخالفت خپل ځای لري؛ خو د موضوع د ښه درک لپاره یې په حوصله واورئ او پر استدلالونو یې فکر وکړئ.
@ZhmanShapoor
@GhafoorLiwal
@HaroonHakimi1
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
دا چې انجوګانې څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟
د انجوګانو په اړه د افغانستان اکثریت ګوند د وروستۍ رسالې په تړاو په دغه بحث کې، د اکثریت ګوند په استازیتوب ښاغلي شاپور ژمن دغو پوښتنو ته د اکثریت ګوند له دریځه ځوابونه ویلي. دغه بحث په لاندې لینک کې کتلای شئ. youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=Rprp…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د دکتور لېوال سره مې د افغانستان اکثریت گوند په استازولي د هېواد په ناورین کې د انجويي فرهنگ په ونډه بحث کړی.
د بحث محتوا د اکثریت گوند په رسالې «د ملي دولتونه او سیاسي بنسټونه په کمزوري کولو کې د انجوگانو رول» باندې متمرکزه وه.
تړونی/لینک:
youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=2siE… via @YouTube





















