
AMANIST, Editor @afintlpashto & @afintlarabic | Linguist @Meta | Ph.D. | Ex-Lecturer @KabulUni | Ex-Dir Cultural Affairs to President of Afg | Ex-Editor @RFERL
Washington, DC
Joined December 2012
- Tweets11.1K
- Following851
- Followers34K
- Likes5.3K
په استازو مجلس کې د اکثریت لپاره ۲۱۸ څوکۍ اړینې دي. د ټاکنو په درشل کې جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند او ورسره د رایې ورکوونکو غړو په حساب ۲۱۹ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې دوه څوکۍ تشې دي. ډېموکراټان باید لږ تر لږه درې خالصې څوکۍ له جمهوري غوښتونکو وګټي؛ خو د تشو څوکیو او د غړو د وروستي شمېر له امله د اکثریت دقیق حد د څوکیو د ډکېدو له وضعیت سره تړاو لري.
د سنا وضعیت د ډېموکراټانو لپاره ستونزمن دی. جمهوري غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري او ډېموکراټان له دوو خپلواکو سناتورانو سره د ۴۷ کسیزې ډلې په توګه فعالیت کوي. د سنا د کنټرول لپاره ډېموکراټان باید څلور نورې څوکۍ وګټي او شمېر ۵۱ ته ورسوي. د دې هدف ترلاسه کول ځکه ستونزمن دي چې هغوی باید په هغو ایالتونو کې هم بریا ترلاسه کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته پراخې رایې ورکړې وې.
د همدې توپیر له امله د استازو مجلس د ډېموکراټانو لپاره د واک د بېرته ترلاسه کولو تر ټولو نږدې فرصت ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د سنا پایله د څو حساسو ایالتونو په رایو پورې تړلې ده.
د امریکا په سیاسي تاریخ کې منځمهاله ټاکنې ډېری وخت د ولسمشرۍ د لومړیو دوو کلونو په اړه د خلکو د قضاوت په توګه تعبیرېږي. خو د ۲۰۲۶ کال د نومبر درېیمې ټاکنې د ډونالډ ټرمپ لپاره تر دې هم پراخ اهمیت لري. د جمهوري غوښتونکو ګټه د ټرمپ راتلونکی واک تضمینولی شي خو ناکامي یې سرخوږی جوړوي.
afintl.com/pa/202611031485
US midterm election
🗳️ د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې؛ تازه خبرونه او ژوندی پوښښ
د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو په تړاو تازه خبرونه، شننې، د ټاکنو بهیر او پایلې په پښتو ژبه تعقیب کړئ.
د افغانستان انټرنشنل پښتو په لایف بلاګ او ځانګړې پاڼه کې د دغو ټاکنو په اړه ټول اړوند مطالب کتلی شئ.
🔴 ژوندی پوښښ | تازه خبرونه | شننې
له موږ سره اوسئ او د امریکا د ټاکنو له مهمو تحولاتو خبر شئ.
#افغانستان_انټرنشنل #امریکا #منځمهاله_ټاکنې #USMidterms
afintl.com/pa/us-midterm-ele…
د امریکا منځمهاله ټاکنې
د امریکا د منځمهاله ټاکنو د بهیر، پایلو او پر امریکا او نړۍ یې د اغېزو په اړه د تازه معلوماتو لپاره د افغانستان انټرنشنل پښتو ځانګړې پاڼه وڅارئ.
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو
afintl.com/pa/us-midterm-ele…
ملنګ جان نه یوازې یو شاعر و، بلکې د پښتنو د ملي احساس، ازادۍ او د یووالي ژوندی وجدان و. هغه په خپلو سندرو کې د لرو او برو پښتنو د درد، مینې او بېلتون غږ پورته کړی. د هغه نغمو د کرښې د دواړو غاړو پښتنو زړونه او فکر سره لا نږدې کړل او د ملي یووالي احساس یې ژوندی وساته.
نن د ملنګ جان له مرګ څخه ډېر کلونه تېر شوي، خو د هغه غږ لا هم د ملت د وجدان ژبه ده.
یو چا غوږ کې راته وویې چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو له پاسه سور پیزوان مه یادوه
د اکټوبر ۳۱مه د پښتو ژبې د یو ناتکراره ولسي او حماسه سرا شاعر ملنګ جان د مړینې ۶۹م تلین دی.
د هغه د شعر ژبه تېزه خو له هنره ډکه وه.
روح یې ښاد!
A religious scholar @drzakiranaik shamelessly justified the Taliban’s ban on Afghan girls’ education, while @Javedakhtarjadu —whom these same religious hardliners label a “Kafir”—showed more humanity, conscience, and moral courage by speaking out against this oppression.
These so-called guardians of religion use faith as a weapon: peeling apples for themselves with its blade while slashing open the chests of others. They don’t defend religion; they exploit it to justify oppression and control. Their hypocrisy is disgraceful.
Mullah Hibatullah’s book is not merely about explaining Sunni doctrine; it seeks to legitimize his rule through religion. By portraying obedience to the emir as a religious duty, it weaponizes faith to suppress dissent, discourage accountability, and portray political opposition as religious disobedience.
This is a strategy to consolidate absolute power, silence critics, and instill fear and self-censorship—not only among ordinary Afghans but also within the Taliban itself.
د ملا هبت الله د کتاب په اړه بحث یوازې په عقیدې محدود نه دی، بلکې د امیر د اطاعت، د مخالفت د حدودو او دیني اصولو د سیاسي تعبیر مسالې هم ورسره تړلې دي.
کتاب دا پوښتنه راپورته کوي، چې ایا دین د عدالت، اخلاقي مسوولیت او خلکو د لارښوونې په توګه وړاندې کېږي، که د واک ټینګښت لپاره؟
afintl.com/pa/202610290729
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
Replying to @drzakiranaik
@drzakiranaik is a religious preacher. Preachers will go so far as to abandon reason to defend their beliefs—and in my view, Naik has been doing exactly that for years. These remarks are a case in point. As long as something carries an “Islamic” label, he seems willing to defend it without question.
His arguments show more memorization and repetition of scripture than any serious understanding of history or sociology.
To me, his priority isn’t making a sound argument. It’s winning converts to his faith, even if that means misleading people.
Following that logic, even groups like ISIS, al-Qaeda, the Taliban, or Boko Haram taking power could count as a “win” in his eyes—simply because they call themselves Islamic.
@drzakiranaik
I never imagined Dr. @drzakiranaik would defend the Taliban’s ban on girls’ education in Afghanistan.
He claims schools and universities are merely “postponed,” not banned, because there are no female teachers. But if schools are closed, where are those teachers supposed to come from—the sky?
Is this the logic of a learned Islamic scholar?
He also claims Afghan women are pursuing bachelor’s, master’s, and doctoral degrees in Islamic studies. Where is the evidence?
If a globally known scholar resorts to such arguments, what can we expect from local mullahs?
Afghan girls deserve education, not excuses.
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
With all due respect @drzakiranaik you are wrong, and the information you are sharing here is false. Under the Taliban, girls are allowed to continue their education only up to Grade 6. Beyond that, they are prohibited from attending secondary school or university. Formal education for girls beyond Grade 6 has been banned since the Taliban returned to power.
It is true that the Taliban allow girls to attend madrassas (religious schools), but these institutions follow a Taliban imposed curriculum which is not equal with ordinary religious schools. You can refer to several statements from other Islamic institutions, including the @OIC_OCI on this issue.
I had expected you to uphold and amplify the principle of nondiscriminatory education, that is in the Islamic teaching of “ Iqra” اقرا.
To justify the denial of fundamental human and Islamic rights to millions of women and girls in Afghanistan is a betrayal of the very principles of Islam you claim to understand. No wonder that you have been expelled from so many countries.
You have built a dynasty of power and wealth, using islamic teachings,yet you use your platform to mislead your audience about the painful reality in my country.
I would suggest that you stay out of affairs related to my country period!
اگر خیرت نمیرسد، شر نرسان!
I never imagined Dr. @drzakiranaik would defend the Taliban’s ban on girls’ education in Afghanistan.
He claims schools and universities are merely “postponed,” not banned, because there are no female teachers. But if schools are closed, where are those teachers supposed to come from—the sky?
Is this the logic of a learned Islamic scholar?
He also claims Afghan women are pursuing bachelor’s, master’s, and doctoral degrees in Islamic studies. Where is the evidence?
If a globally known scholar resorts to such arguments, what can we expect from local mullahs?
Afghan girls deserve education, not excuses.
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
Zakir, if you really support the Taliban’s ban on girls’ education, move to Afghanistan and live under the Taliban regime yourself instead of defending the Taliban from India or Qatar.
I’ve always knew that you are an extremist, the kind who wears a suit and tie and uses his command of English to promote fundamentalism and I am glad you proved me right!
@drzakiranaik
I never imagined Dr. @drzakiranaik would defend the Taliban’s ban on girls’ education in Afghanistan.
He claims schools and universities are merely “postponed,” not banned, because there are no female teachers. But if schools are closed, where are those teachers supposed to come from—the sky?
Is this the logic of a learned Islamic scholar?
He also claims Afghan women are pursuing bachelor’s, master’s, and doctoral degrees in Islamic studies. Where is the evidence?
If a globally known scholar resorts to such arguments, what can we expect from local mullahs?
Afghan girls deserve education, not excuses.
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
It is deeply troubling and disappointing to see an Islamic scholar of such global prominence as Dr. @drzakiranaik rationalise the Taliban’s systematic exclusion of girls from education.
Presenting an indefinite ban as a mere “postponement” and invoking a shortage of female teachers without explaining how that shortage can be addressed is not a credible defence.
Such arguments risk legitimising the Taliban’s gender apartheid and lending religious credibility to a grave injustice.
چوں كفر از كعبه برخيزد، كجا مانَد مسلماني
#RecogniseGenderApartheid
#ACrimeAgainstHumanity
#LetAfghanGirlsLearn
د طالبانو د مشر او د هغه د فرمانونو پر وړاندې د اطاعت مساله د دې بحث محوري موضوع ده.
په اسلامي سیاسي فکر کې د واکمن اطاعت یوه مهمه موضوع ده، خو د دې اطاعت حدود، شرایط او د عدالت له اصل سره یې اړیکه د اسلامي علماوو په بحثونو کې بېلابېل تعبیرونه لري.
د قران کریم په النساء سورت، ۵۹ ایت کې د الله، رسول او «اولیالامر» د اطاعت یادونه شوې ده. خو د همدې سورت په ۱۳۵ ایت کې له مومنانو غوښتل کېږي چې د عدالت لپاره ټینګ ودرېږي، که څه هم دا عدالت د دوی د خپلو ګټو یا نږدې کسانو پر خلاف تمامېږي. له همدې امله، د اسلامي نصوصو ارزونه یوازې د اطاعت پر یوه عبارت نه شي محدودېدای؛ عدالت، مسوولیت او د واک د کارونې اخلاقي حدود هم د بحث برخه دي.
د کتاب د اطاعت اړوند استدلالونه هغه مهال سیاسي اهمیت پېدا کوي چې د امیر پر وړاندې مخالفت د یوه عادي سیاسي اختلاف له کچې پورته او د دیني سرغړونې له مفهوم سره نږدې شي. ملا هبت الله په دغه کتاب کې هڅه کړې چې طالبانو او افغانانو ته امر وکړي چې د ده اطاعت باید وکړي او که چېرې نافرماني کوي نو له دین څخه خارجیږي.
که د واکمن فرمان د دیني مکلفیت په توګه وړاندې شي، د هغه پر پرېکړو نیوکه کول ښايي د خلکو او د طالبانو د ډلې د غړو لپاره یوازې سیاسي یا اداري موضوع پاتې نه شي.
دلته اساسي پوښتنه دا ده: ایا د مشر اطاعت د عدالت، شرعي اصولو او اخلاقي مسوولیت په چوکاټ کې مطرح کېږي، که د داسې اصل په توګه وړاندې کېږي چې د واکمن پر پرېکړو د نیوکې او حساب غوښتنې ساحه تنګوي؟
ځواب ډېر روښانه دی. په دغه کتاب کې ملا هبت الله په روښانه ډول خلک مکلف کړي: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو».
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د علماو شورا یوه پخواني غړي وویل، چې د تصدیق او منل شویو اسلامي اصولو او روایتونو په نظر کې نیولو سره یو توپیر مهم دی.
هغه زیاتوي: «د حکومت اطاعت او د حکومت د هرې پرېکړې بېقیدوشرطه منل یو شی نه دي. د یوه سیاسي مشر پر وړاندې مخالفت هم پخپله د اسلام پرېښودل نه ثابتوي. د تکفیر په څېر جدي دیني حکمونه ځانګړي شرایط او علمي استدلال غواړي او یوازې د سیاسي نافرمانۍ پر بنسټ نه شي توجیه کېدای».
د دې بحث بله مهمه برخه د افغانستان د اساسي قانون وضعیت دی.
طالبانو د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د خپل واک له بیا ټینګولو وروسته وځنډاوه او تر اوسه یې پر ځای یو نوی، په رسمي ډول اعلان شوی اساسي قانون نه دی نافذ کړی.
په یوه اساسي قانون لرونکي نظام کې د دولت د بنسټونو واکونه، د حکومت د مشر صلاحیتونه، د خلکو اساسي حقونه او د واک د لېږد اصول په یوه رسمي حقوقي سند کې تعریفېږي. دغه سند، که په عمل کې هم بشپړ نه تطبیقېږي، لږ تر لږه د واک د حدودو او د خلکو د حقونو د ارزونې لپاره یو څرګند معیار برابروي. د اساسي قانون په نشتوالي کې دا پوښتنه لا مهمه کېږي چې د واکمن صلاحیتونه به څوک محدودوي، د هغه د پرېکړو پر وړاندې د اعتراض قانوني لاره څه ده او که د حکومت فرمان د خلکو له حقونو سره په ټکر کې وي، وروستۍ پرېکړه څوک کوي. همدا ځای دی چې د طالبانو مشر د ځان واک د محدودیت لپاره خدای د محدودونکي په توګه بیان کړی او ویلي یې دي چې زموږ عقیده ده چې امیر به د خدای له احکامو سرغړونه نه کوي.
خو یوه جدي پوښتنه بیا هم مطرح کېدی شي چې که سرغړونه وکړي، څوک به یې واک محدودوي؟ دغو پوښتنو ته بیا ملا هبت الله په خپل کتاب کې ځواب نه دی ویلی.
اختلاف د دیني علومو، فقهي استنباط او سیاسي فکر له پخوانیو بحثونو څخه دی. په اسلامي تاریخ کې د علماوو ترمنځ د ګڼو فقهي او کلامي موضوعاتو په اړه اختلافونه موجود وو. دا اختلافونه تل د دین د ردولو په معنا نه وو؛ ډېر ځله د نصوصو د تفسیر، د استدلال د طریقې او د شرایطو د توپیر پایله وه.
د سیاسي واک په بحث کې اختلاف یوه بله معنا هم پېدا کوي. که د یوه مشر پر وړاندې مخالفت په داسې ژبه تعبیر شي چې د دیني وفادارۍ په اړه شکونه راپورته کړي، نو د پوښتنې، نیوکې او د بدیلو نظرونو د وړاندې کولو فضا محدودېدای شي.
کټ مټ دا فضا په عملي ډول د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې محدوده شوې ده او تازه ملا هبت الله په خپل کتاب کې د دغې محدودې فضا د ساتلو لپاره اسلامي دلیل وړاندې کړی دی.
د ملا هبت الله د کتاب په نظر کې نیولو سره هر سیاسي اختلاف د دیني اختلاف په نوم باید تعبیر شي. د هغه په واکمنۍ کې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نشته، مدني ټولنه حرامه ګڼل شوې او د محدودیت د ساتلو لپاره سیاسي فعالیت د فساد د ایجاد دلیل ګڼي.
د همدغو دلایلو پر اساس، د هبت الله په مشرۍ طالبانو په افغانستان کې سیاسي انحصار رامنځته کړی او مدني فضا یې د رسنیو پر محدودیتونو او د منتقدانو د نیولو له لارې په پراخه کچه تنګه کړې ده.
کله چې ګوندونه له سیاسي ژوند څخه ایستل کېږي، د خلکو لپاره د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو، د حکومت د پالیسیو د نقد او د واک لپاره د بدیلې لارې د وړاندې کولو امکانات کمېږي.
ملا هبتالله اخوندزاده په خپل کتاب «د اهل سنت والجماعت عقیده» کې جهاد د مسلمانانو د امیرانو تر مشرۍ لاندې یو دوامدار عمل ګڼي. نوموړي د کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې لیکلي چې حج او جهاد د مسلمانانو د امیرانو تر مشرۍ لاندې، که هغوی صالح وي او که ناصالح، تر قیامته دوام لري او هېڅ شی یې نه شي باطلولای. د دې عبارت له مخې، د جهاد د دوام په اړه د امیر صالحوالی یا ناصالحوالی شرط نه دی ګرځول شوی، خو یوازې له دې جملې څخه دا نتیجه نه شي اخیستل کېدای چې نوموړی هره اوسنۍ جګړه جهاد وبولي یا هر ډول وسلهوال اقدام روا ګڼي او یا هم د جهاد د کولو او نه کولو ټول احکام په ځان پورې محدود کړي.
د ۲۰۲۳ کال د اګسټ ۷مه ملا هبتالله اخوندزاده په پاکستان کې د جهاد د منع کولو فتوا صادره کړې وه. د راپورونو له مخې، طالبانو نه غوښتل چې دا فرمان په پراخه کچه خپور شي. د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب هم د دې فرمان ته اشاره کړې وه.
دا په دې معنا چې که د طالبانو د امیر واکمنۍ ته خطر وي او د جهاد نه کول ورته ګټه رسوي دوی به یې نا روا ګڼي خو که د جګړې کول ورته ګټه رسوي نو دوی یې د جهاد په نوم تعبیروي.
جهاد په اسلامي فکر کې پراخ دیني او تاریخي مفهوم لري. د هغه د تفسیر په اړه د قران، حدیث، فقهي مکتبونو او د بېلابېلو تاریخي شرایطو پر بنسټ اوږده علمي بحثونه شوي دي. له همدې امله، د جهاد هره سیاسي یا پوځي کارونه باید د یوه واحد او بېاختلافه دیني تعریف په توګه ونه ګڼل شي.
د معاصر نړۍوال نظم له مخې، د وسلهوالې شخړې مشروعیت او د جګړې پر مهال د چلند اصول هم حقوقي محدودیتونه لري. د ملګرو ملتونو منشور د دولتونو ترمنځ د زور کارونې محدودیتونه ټاکي، او نړۍوال بشردوستانه حقوق د وسلهوالو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې او د جګړې د اړخونو د چلند اصول بیانوي.
که د جهاد مفهوم د سیاسي واک د مشروعیت یا د مشر د پرېکړو د توجیه لپاره وکارول شي، باید دا هم وکتل شي چې دغه استدلال د عدالت، د بېګناه خلکو د خوندیتوب او د جګړې د حقوقي محدودیتونو له اصولو سره څه اړیکه لري.
د ملا هبت الله د کتاب موخه یوازې د اهل سنت والجماعت د عقیدې تشریح نه ده، بلکې د ملا هبتالله اخوندزاده د واکمنۍ لپاره د دیني مشروعیت پیاوړتیا هم ده. په دې تعبیر کې، دیني روایتونه د داسې سیاسي نظم د توجیه لپاره کارول کیږي، چې د واکمن اطاعت د دیني مکلفیت په توګه وړاندې کوي او د هغه پر وړاندې مخالفت د دیني سرغړونې له مفهوم سره نږدې کوي.
د دې استدلال تر ټولو جدي سیاسي پایله د وېرې او ځانسانسورۍ د رامنځته کېدو احتمال دی. که خلک باور وکړي چې د امیر د فرمان نه منل د دیني مکلفیت د ماتولو معنا لري، نو د مخالفت، پوښتنې او حساب غوښتنې فضا له منځه ځي. په داسې حالت کې دین، چې د عدالت، اخلاقو او انساني مسوولیت سرچینه ګڼل کېږي، د سیاسي اطاعت د تحمیلولو په وسیله بدل شوی دی.
د کتاب دا بحث ښايي یوازې د طالبانو د واکمنۍ له مخالفانو سره هم تړاو ونه لري. د امیر د اطاعت او د هغه پر وړاندې د بغاوت د نه کولو پر ټینګار ولاړ پیغام د طالبانو د ډلې دننه هغو کسانو ته هم متوجه کېدای شي چې د رهبر له پرېکړو سره اختلاف لري. په دې تعبیر کې د اطاعت دیني استدلال د ډلې دننه د واک د تمرکز او د رهبر د پرېکړو د منلو لپاره هم کارېدلی شي.
د ملا هبت الله د کتاب په اړه بحث یوازې په عقیدې محدود نه دی، بلکې د امیر د اطاعت، د مخالفت د حدودو او دیني اصولو د سیاسي تعبیر مسالې هم ورسره تړلې دي.
کتاب دا پوښتنه راپورته کوي، چې ایا دین د عدالت، اخلاقي مسوولیت او خلکو د لارښوونې په توګه وړاندې کېږي، که د واک ټینګښت لپاره؟
afintl.com/pa/202610290729
Dr. Mahbob Shah Mahbob retweeted
ځوان پښتون سندرغاړی اعجاز افق وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ افغان سندرغاړي پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
افق افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه مرکه کې وویل، چې په پاکستان کې هنرمندانو د خپل توان په کچه له افغان هنرمندانو سره مرسته کړې ده.
د هغه په وینا، د افغانستان په اوسني وضعیت کې د هنر او موسیقۍ فعالیتونه خورا ستونزمن شوي، ځکه د ژوند ګڼې نورې برخې هم له خنډونو سره مخ دي.
هغه وايي، په افغانستان کې د موسیقۍ پاتې شوني او موجود اثار باید خوندي شي.
ما هېڅ تمه نه لرله چې ډاکتر ذاکر نایک به هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز لپاره د طالبانو له دریځه دفاع کوي.
نایک وايي چې هلته ښځینه معلمانې نشته او طالبانو ښوونځي او پوهنتونونه ځنډولي بلکې بند کړي یې نه دي.
له ده باید پوښتل شوی وی چې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وي نو ښځینه ښوونکې به له اسمانه راځي؟
ایا د یو متمدن اسلامي سکالر همدا منطق دی؟
بل ځای نایک وايي چې هلته ښځې په اسلامي علومو کې لېسانس، ماستري او دوکتورا کوي، دا مطلق دروغ خبره ده، هېڅ مېرمن نشته چې هغه دې له مدرسې پرته چې ابتدايي دیني علوم پکې تدریسیږي، منظمې دیني زده کړې وکړي.
چې د یو باسواده، د نړۍ په بدلون اګاه دیني عالم منطق او دلیل دومره ضعیف او دروغجن وي نو د افغانستان د یوې مدرسې له ملا څه ګیله ده؟
I never imagined Dr. @drzakiranaik would defend the Taliban’s ban on girls’ education in Afghanistan.
He claims schools and universities are merely “postponed,” not banned, because there are no female teachers. But if schools are closed, where are those teachers supposed to come from—the sky?
Is this the logic of a learned Islamic scholar?
He also claims Afghan women are pursuing bachelor’s, master’s, and doctoral degrees in Islamic studies. Where is the evidence?
If a globally known scholar resorts to such arguments, what can we expect from local mullahs?
Afghan girls deserve education, not excuses.
I never imagined Dr. @drzakiranaik would defend the Taliban’s ban on girls’ education in Afghanistan.
He claims schools and universities are merely “postponed,” not banned, because there are no female teachers. But if schools are closed, where are those teachers supposed to come from—the sky?
Is this the logic of a learned Islamic scholar?
He also claims Afghan women are pursuing bachelor’s, master’s, and doctoral degrees in Islamic studies. Where is the evidence?
If a globally known scholar resorts to such arguments, what can we expect from local mullahs?
Afghan girls deserve education, not excuses.
In his book The Creed of Ahl al-Sunnah wa al-Jema'ah, Taliban leader Mullah Hibatullah reportedly argues that Muslims must not rebel against their rulers, even if they commit injustices or sins.
Does this mean Afghans have no right to demand justice if their ruler oppresses them, kills them, or deprives them of their basic needs? Can a religious doctrine be used to deny people the right to hold those in power accountable?













